دارپوت د کلید په 267مه شمیره کی خپورشوی

 

لعل اقا شيرين

"په ماشر كې به د ماجرو د مشر او كرزي ګريوان نيسم"

 دا د هغې كوچۍ مور خبره ده، چې د كابل ښار په شل كيلومترۍ كې بت خاك ته څېرمه د هغه كډوالو په كمپ كې شپې تېروي، چې له ډېر بد حالت سره مخ دي. په دغه كمپ كې، چې ډېرى برخه يې احمدزي كوچيان جوړوي، نه د څښاك اوبه شته او نه هم سړى پكې په مړه خېټه ډوډى موندلى شي. ګرمي او د څښاك د غيرصحي اوبو شتون هغه څه ګڼل كېداى شي، چې د دغه كمپ خلك يې له راز راز ناروغيو سره مخ كړېدي او ان څو تنه ماشومان د نس ناستې( اسهال) له كبله مړه شوي هم دي.

د كمپ په دې ۲۵۰۰ كورنيو كې داسې كورنۍ هم شته دي، چې كه د سهار لپاره د خېټې د مړولو لپاره څه ولري، بيا په غرمه كې يې په دسترخوان كې هيڅ هم نه وي او كه غرمه مهال يې څه وخوړل، بيا د شپې له مخې څه نه لري. دغلته واړه، زاړه، ښځې او نارينه په خيمو كې سره لمر ته پراته دي. د ورځې له مخې د تودوخې له لاسه او د شپې له خوا د مارانو او لړمانو له ويرې خوب نه شي كولاى. يوه نجلۍ هم تېره اوونۍ مار چېچلې وه،چې بيا يې وروسته ساه وركړه.

دغه خلك نه روغتيايي چارو ته لاسرسى لري، نه ټرانسپورټي او نه هم  داسې كارو بار لري، چې پرې د خپلو كورنيو نفقه برابره كړي. لوږه، بېكاري او د پاكو اوبو نشت هغه څه دي كه چېرې درې واړه سره لاس يو كړي، د مځكې پر سر د بشر فنا كېدل حتمي كېږي.

باد د كډوالو په دغه كمپ كې بيا هغه بلا ده، چې له ماسپښين وروسته هره ښځه او سړى دې ته اړباسي، چې د خپلې خيمي ستنې په لاسونو ټينګې كړي.

 ديګونه او كاسې د باد له شور سره داسې كړنك او كړونك سره جوړوي، چې ته به  وايې، كوم ګړندۍ اتشفشان    د اورغورځوونكي غره له تل څخه د راوتلو په حال كې دى.

په ټوليزه توګه دغه كمپ ته په ننوتلو سره سړى زياته نا انډولتيا، خواري، غريبي او هغه بې وزله انسانان ويني، چې د خداى هيلې او اسرې ته پراته دي او د سړي ورته ژړا خو پرېږده، چې له سترګو وينې هم رابهېږي. خو لېدل كېږي، چې دولت د دوى پر شتون سترګي پټې كړېدي او ان ځينو كډوالو دا خبره هم كوله، چې د ولسمشر كرزي مرستيال كريم خليلي د دوى پر شتون باندې په دغې سيمه كې ناخوښه دى، حال دا چې دغه سيمه د همدغو كوچيانو پخوانى څړځاى دى، چې اوس پكې دوى مېشت دي.

 د كډوالو يو تن استازي حاجي منجي وويل، چې دوى ته د مرستو ۱۸ لارۍ په سرې مياشتې كې بار ولاړې دي، خو څوك يې دوى ته نه وركوي. د هغه په وينا، يو وايي چې كريم خليلي د لاريو د مرستو د رسولو چاره ډب كړېده، بل وايي چې دغه كار د فاروق وردګ دى او بل وايي، چې په دې كې د كورنيو چارو د وزير لاس دى.

چې هرڅه دي او چې د هر چا لاس په كې وي، په دولت پورې تړاو مومي او د دې ښكارندويي كوي، چې اداري فساد د دولت ټولې ادارې له پښوغورځولې او فساد په پراخه كچه دود دى.

حاجي منجي وويل، چې دوى به  تركله پورې د دولت د خپل منځي اختلافونو قرباني وي؟ هغه زياته كړه: اخر به دې ته مجبور شوو، چې دوه درې زره ماشومان د خليلي د كور دروازې او څه نور د نورو چارواكو كورونو ته واستوو، چې څه ورباندې كوي. هغه وويل: موږ مجبور يو، ماشومان مو له تندې او لوږې مړه شول، ښوونځي، مدرسه، د څښاك اوبه جومات او نور ټول سهولتونه دې موږ ته برابر كړى شي.

حاجي منجي زياته كړه،  چې له خليلي سره يې د خبرو ډېره هڅه كړېده، خو تر دم ګړۍ يې كومه ګټه نه ده كړې. هغه تور ولګاوه، چې زيات شمېر دولتي چارواكي بې پروا او بې تفاوته خلك دي او همكاري نه كوي. هر يو خپل (پلو او چلو) خوري او د ملت غم ورسره نشته دى.

دغه راز يو شمېر نورو كډوالو بيا دا ګيله كوله، چې د ماليې له وزير او ګل اغا شيرزي پرته نورو دولتي چارواكو د دوى تشه پوښتنه او ستړي مشي هم نه ده كړې، يو بل تن استازي حاجي ملنګ جان بيا وويل، چې دولتي چارواكي نه يوازې په تشه ستړي مشې او دغلته په راتګ ځان نه ستړي كوي، بلكې په خپلو كړيو ژمنو يې هم وفا ونه كړه.

د كډوالو يو بل استازي حاجي دواجان بيا كابل ښاروالي په دې تورنه كړه، چې له دوى سره يې جدې مرسته نه ده ترسره كړې. د هغه په وينا، د ښاروالۍ ټانكرو دوه درې ورځې د اوبو رسولو چارې ترسره كړې، خو اوس يې څرك نه تر سترګو كېږي.

 يو شمېرنور كډوال بيا له خپلو جهادي مشرانو او لېډرانو څخه سرټكوي او وايي، چې د دوى پوښتنه يې نه ده كړې. مولوي محمد زاهد سربېره پردې، چې له دولت څخه په دغه سيمه كې د كلينيكونو، ښوونځيو، جوماتونو او مدرسو د جوړلو غوښتنه وكړه، له استاد سياف، صبغت الله مجددي، پيرګيلاني او نورو څخه ګيله وكړه، چې د دوى ته تشه ستړي مشې هم نه ده كړې. هغه زياته كړه: موږ پر دوى د ستړي مشي حق درلود، خو دوى هغه د جهاد د كلونو كوم كړاو چې موږ ورسره ګاللى هېر كړي دي.

يو بل تن استازي عزيزخان وويل، دومره وعدې، چې استاد رباني او سياف له دوى سره كړې حساب يې نشته، خو څه وكړي، چې په حال يې څوك زړه نه سوځوي.

يو بل بيا ټرانسپورټي ستونزې په ګوته كوي او ماشوما ن د ښوونځيو جوړېدو ته لېوالتيا لري، همد اوس اوس  دغلته نږدې ۵۰۰۰ تنه ماشومان د ښوونځيو په شرايطو برابر دي.

يو بل تن كډوال جنرال اور بيا وويل، چې د كډوالو د چارو لرې كړى شوى وزيرمحمد اكبر اكبر ان په اټك كې له دوى سره د مرستې ژمنه كړې وه، خو چې دلته راغلل دغه وزير يې هېڅ مرسته ونه كړه او د محمد زاهد په خبره  خو بيا دغه وزير د همدې كډوالو ښيراوو وواهه.

يو بل تن بيا وويل، چې داسې خلك هم په دغه كمپ كې اوسېږي، چې له څو ورځو راهيسې يې د پخلي لپاره اور هم نه دى بل كړى، خلك نور پوزې ته راغلي او حيران دي، چې څه وكړي.

يوې كوچۍ ميرمنې، چې اوس يې هم د خپل كوچني ماشوم په وير سترګې سرې دي، په ژړغوني غږ وويل، چې خپل درې مياشتنى ماشوم يې په اوبو او شكرو تغذيه كاوه، ځكه نور څه يې نه لرل. هغې وويل: بچى مې ومړ، ځكه چې موږ خواړه نه لرل، ما غوښتل هغه ته شيدي وركړم، خو شيدې مې نه وې، نو ځكه ومړ، په ماشر كې به خامخا د ماجرو د مشر او د كرزي ګريوان نيسم .