ليكوال: لعل اقا شيرين

 

 

دولت ژورنالستانوته د معلوماتو له وركولو ډډه كوي

 

په دې وروستيو كې يو شمېر خبريالانو دا خبره پورته كړېده، چې د حكومت مشرتابه او يو شمېر وزارتونو خپلو اړوندو ادارو ته داسې مكتبونه استولي دي، چې له مخې يې د ادارو له كارمندانو څخه د فكر او بيان ازادي اخيستل كېږي او خبريالانو ته راز راز ستونزې پيدا كوي.

د دغه مكتبونو پر بنسټ چې ځينو وزارتونو خپلو ادارو ته استولي څوك هم له خبريالانو سره د معلوماتو د وركولو په برخه كې مرسته نه كوي او خبريالان اړ كېږي، چې د معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره له خپلو ادارو څخه د خپلې پېژندنې پر مكتوب سربېره د اړوندې ادارې له نشراتي څانګې څخه هم اجازه ليك ترلاسه كړي، چې دغه عمل بيا  په داسې يوه ټولنه كې، چې هرچارواكى يې ځان د فكر او ازادۍ د پالونكي په توګه پېژني، خواشينوونكې او له زغمه وتلې خبره دى.

دغه مساله په داسې وخت كې مطرح كېږي، چې تېر كال د ملي امنيت د ادارې له خوا يوه تحكم اميزه ليكنه خپره او بيا رسنيو ته واستول شوه، چې په هغه كې ځينو محدوديتونو ته اشاره شوې وه، خو دغه كار بيا د ازادو رسنيو له توند او پرله پسې غبرګون سره مخ شو او دا يې ډاګېزه كړه، چې خپلواكې رسنې پوره اراده لري او په دې توانيدلى شي، چې له هرډول ستونزو سره ډغرې ووهي او خپل وركړل شوي حقونه ترلاسه كړي.

دغه وړ دولتي چارواكو ته، چې غواړي په يو نه يو ډول د رسنيو فعاليت محدود كړي پكار ده، چې د رسنيو رول او كردار ته د يوې ارزښتمنې قوې په توګه وګوري اوپه دې فكر وكړي، چې همدا رسنۍ دي، چې د دوى او ملت ترمنځ  د اړيكو په پراختيا كې ونډه لري. كه چېرې د تېرو حكومتونو په څېر په دې هڅه كې وي، چې رسنۍ د ګوښه والي پر لور رهي كړي، نو بيا دې دغه خوب اوبو ته تېر كړي.

 د ا سمه ده، چې همدا اوس هم رسنۍ او ژورنالستان له زياتو ننګونو سره مخ دي او د راتلونكي په اړه يې څوك سم قضاوت نه شي كولاى، خو دا بايد هېر نه كړو، چې په قانون كې د هغوى تسجيل شوي حقونه ترې واخيستل شي.

د افغانستان د اساسي او د مطبوعاتو د قانون پر بنسټ، چې په جوړولو يې ډېر زيات زحمتونه ايستل شويدي هر افغان دا حق لري، چې له دولتي سرچينو څخه د اړتيا وړ معلومات ترلاسه كړي، خو نه هغه معلومات چې ملي ګټو او د هېواد واكمنۍ ته زيان رسوي. د مطبوعاتو د پنځمې مادې په استناد هر دولتي چارواكى پر دې ملكف دى، چې له خبريالانو سره په دې برخه كې جدي مرسته وكړي او د مكتوبونو په لېږد او رالېږد دې څوك بې ځايه نه سرګردانه كوي.

ولسمشر كرزي په وار وار د رسنيو له فعاليت څخه ملاتړ كړى او په بهرنيو هېوادونو كې يې د افغانستان د رسنيو فعاليت بې سارى ګڼلى دى. ولسمشركرزى تل د چاپي رسنيو كره توب ته اشاره كړېده او ويلي يې دي، چې يو شمېر رسنۍ پرده نيوكې كوي او دى په افتخار سره ويلاى شي، چې د افغانستان په څېر هېواد لپاره، چې تازه په تازه له بحرانه وتلى د ډيموكراسۍ پر لور يو خوځښت دى.

پوښتنه دا ده، چې څنګه اوس يو شمېر دولتي چارواكي ځانته دا حق وركوي، چې د افغانستان د اساسي او د مطبوعاتو د قانون پر خلاف د خبريالانوته د معلوماتوله وركولو ډډه وكړي؟ حال دا چې په سرعت سره د خبرونو نشرول او د ګزارشونو خپرول هغه پديده، چې د همدغو ازادو رسنيو پر مټ لېږدول كېږي او خلكو ته دا وخت وركوي، چې  په لنډ وخت كې د دنيا له ګوټ ګوټ او د دولتي چارواكو له كړنو او كارونو څخه خبر شي.

له  تېرو پنځو كلونو راهيسې، چې ازادو رسنيو پر فعاليت پيل كړى، د دولت له چوكاټ څخه بهر يې په څرګند ډول د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سياسي تحليلونه او نيوكې خپرې كړيدي.

همدا رسنۍ وې، چې د ولسمشرۍ او د ملي شورا په ټاكنو كې يې د انتخاباتي كمپاينونو په اړه د خلكو د پوهاوي لپاره بېلابېل رپوټونه خپرول او خلكو ته يې د ټاكنو د ازرښت په اړه ځانګړي مالومات وركول، څو هېوادول د يوه ولسواك نظام د رامنځته كېدو په لور وهڅوي.

د تېرو حكومتونو په پرتله په تېرو شپږو كلونو كې  د حامد كرزي د حكومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه، همدغه د مطبوعاتو ازادي ده. كه څه هم چې دغه ازادي ځاى ځاى د ځينو سيمه ييزو چارواكو او ځينو استبدادي ګروپونو له خوا وخت ناوخته لكه د اوس په څېر محدود كېږي. دا چې جمهور رئيس تل د مطبوعاتو پرازادۍ او د هغه پر ارزښت ټينګار كړى اړينه ايسي، چې له خپل دفتر څخه نيولې آن تر يوې ټېټې ادارې پورې رسنيو ته د فعاليت زمينه مساعده او د ژورنالستانو د كار په مخ كې خنډ رامنځته نه كړي.

 

يادونه: دغه شننه د كليد اوونيزې په ۲۷۰مه ګڼه كې خپره شوېدي.