دغبرګولي لومړۍ 

په ګډه پوله داوربند پرېكړه مخكې هم  شوې وه

د افغانستان او پاکستان د پولې د دواړو غاړو د قومي او قبايلي مشرانو جرګې د پکتيا د اريوب ځاځيو او د پاکستان  دکورمې ايجنسۍ ترمنځ د لارې د پرانستو او اور بند  پرېکړه وکړه .

د پکتيا والي رحمت الله رحمت  رسنيوته ويلي،  چې د پولې د دواړو غاړو قومي او قبايلي مشرانو يوې  جرګې  خبرې اترې پيل کړې دي .

د پکتيا والي ويلي ، چې شپږ مياشتې مخکې د ډيورنډ د پولې د دواړو غاړو قومي مشرانو په ګډه پوله د جګړې د نه كولو پرېكړه كړې وه .

په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د غويي په ٢٢مه  شپه پاکستاني مليشو بريدونه پيل کړل ، چې په پايله کې يې ١٣ تنه افغانان ووژل شول ، چې اته تنه يې دولتي ځواکونه او پنځه تنه يې عام وګړي و.

دغه راز په دې  بريدونو کې ٢٩ تنه ټپيان شوي هم دي . پرمرګ ژوبلې سربېره  ګن شمېر کورونه او ښوونځي هم ويجاړ شوي و ، دولتي ځواکونو د ٢٠ تنو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې وه .