پرويز مشرف :

 عراق ته دې اسلامي ځواک لاړ شي

د پاکستان جمهور رئيس جنرال پرويز مشرف پرون وړانديز کړى ، چې عراق ته دې اسلامي سوله ساتئ ځواک لاړ شي ،چې  پدغه هيواد کې د وينو توئيدل بند شي.

دغه خبره مشرف په اسلام آباد کې د اسلامي کنفرنس سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو د درې ورځني کنفرنس د پرانستو په مهال وکړه.