د پاكستان په پېښور كې د شوې چاودنې دوژل شويو كسانو شمېره ۳۰ تنو ورسېده. د پېښور ښار امنيتي موظفينو دغه چاودنه يوځانمرګى بريد بللى.

دغه بريد تېره ورځ دپېښور په چوك يادګاركې د مهابت خان جومات ته څېرمه په يوه هوټل كې شوى دى او د بريدكوونكي دمړي پاتې شونې دپوليسو لاس ته ورغلي دي.

ويل كېږي چې په چاودنه كې له شاوخوا پنځه كيلوګرامه  چاودېدونكو توكو څخه كار اخيستل شوى.

دپېښوردپوليسو مشر مجېدمروت تاييد كړېده، چې دغه عمل يو ځانمرګي بريد و، چې لږ ترلږه ۳۰ تنه يې وژلي او ۵۰ نوريې ټپيان كړيده.

ديادونې وړده، چې زياته مرګ ژوبله افغانانوته اوښتې ده.

تردې وړاندې هم په پېښوركې ورته بريدونه ترسره شويد، چې ګڼ شمېر عام وګړي او پوليس يې ياوژلي او ياهم ټپيان كړېدي.