افغاني سينما په كومه خوا ...
لعل اقا شيرين
افغاني سينما په كومه خوا روانه ده؟
سينمايي هنر
د مسلكي كدرونو كمښت، د تخنيكي وسايلو نشت، د لوبغاړو د هڅونې لپاره د ځانګړو امكاناتو نه موجوديت، د ښځينه ممثلينو په نشت، حساب شتون او د كمپنيو اقتصاد كمزوري، تول هغه عوامل دي، چې په افغاني سينما نېغ په نېغه ناوړه اغېزه ښندي.
د چارو د كارپوهانو په وينا سينما د هنر هغه مهمه او ځانګړې څانګه ده، چې يوه کيسه د متحرکو انځورونو په مرسته نندارې ته وړاندې کوي او په همدې لحاظ ده، چې د بيان يوه غوره او موثره وسيله هم ورته وايي. افغان، فلم جوړونکی، صديق برمک په دې اړه داسې څرګندونه لري: (( سينمايي هنر په ( ١٨٩٥) ميلادي کال کې رامنځته شوى، مګر دا چې لومړى په كوم هېواد كې دود شوى په دې اړه پوهان بېلابېل نظرونه لري.))
خو په افغانستان کې د غازي شاه امان الله د حكومت پر مهال سينمايي هنر دود شوى، چې اوس د دغه هنر چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د افغان فلم د رياست له لارې پر مخ وړل کېږي.
له ۱۹۶۸ ميلادي كال راهيسې، چې د افغان فلم اداره جوړه شوې، ترننه يې ۶۰ هنري فلمونه، ۶۰۰۰ خبري او ۴۰۰ مستند فلمونه جوړ كړي دي.
د افغانستان لومړنى فلم د (( عشق و دوستي )) په نوم نږدې شپېته کاله وړاندې په ١٣٢٥ کال د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو.
د دې فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو او د فلم لپاره سندرې، چې افغاني موزيسين کمپوز کړې وې، نور ټول تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى، ارت ډايرکټر او ښځينه لوبغاړي هنديان وو او له همدې كبله ځينې ممثلين وايي، چې په افغانستان كې د سينما بنسټ د هندي سينما لپاره اېښودل شوى، نه د افغاني سينما لپاره.
د طالبانو له سقوط وروسته ترټولو په زړه پورې فلم د ((اسامه)) ٢٠٠٣ (ډايرکټر: صديق برمک ) دى، چې د جاپان او ايرلنډ د هيوادونو په مالي مرسته او د ايراني مسلکي يو نټ له خوا جوړ شوى.
همدا راز نور فلمونه، ((رقاص آتش٢٠٠٢)) (ډايرکټر: جواد باصل ) د امريکايانو سره په گډه،(( نيلو فر در باران))٢٠٠٢ (ډايرکټر: همايون کريمپور ) د فرانسويانو په مرسته،(( هجرت٢٠٠٤)) (ډايرکټر: واحد نظري )، سه نقطه ))٢٠٠٤(ډايرکټر: رويا سادات )، خاك و خاكستر او څو نور دي، چې فيستوالونو ته هم پيژندل شوي او جايزې يې ګټلي.
سينمايي كمپنۍ او تجارت
په افغانستان کې د موقتې ادارې تر جوړېدو وړاندې فلمونه يوازې او يوازې د دولت په چوكاټ كې جوړېدل، خو له هغه راوروسته د فلم جوړولو ګڼ شمېر شخصي كمپنۍ او يا د ځينو په وينا شخصي پرودكشنونه هم د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او رجسټر شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معينيت وايي، چې دغو شبكو ته يې په اجازه وركولو سره غوښتي دي، چې افغاني سينما په پښو ودروي.
مګر هغه افغان فلم جوړونكي، چې د افغانستان په سينما كې وېښته سپين كړي، د دغو شبكو له فعاليت څخه راضي نه ښكاري او وايي، چې دا شبكې يوازې او يوازې پر كميت فكر كوي او بس، انجنير لطيف وايي: (( پخوا به د فلمونو كيفيت ارزښت درلود، خو اوس برعكس كميت مهم شوى. د فلم جوړونې خصوصي شبكې ښې دي، خو مسلكي نه دي او دا د افغاني سينما پر ودې ناوړه اغېزه كوي.))
د سبا فلم رئيسه سبا سحر بيا د ازادو ټولنو جوړيدل د افغاني سينما په ګټه او تاوان دواړو كې شريكې بولي او وايي: (( ګټه يې دا ده، چې ښه فلمونه هم جوړوي، خو تاوان يې دا دى، چې ځينې كسان پيسې لګوي او له ځانونو څخه د فلم هلكان جوړوي، خو په سينما هيڅ نه پوهيږي، مګر نن ورځ فلم جوړونكي دي.))
خو داسې ښكاري، چې په ننګرهار ولايت كې د سينمايي ټولنو جوړونكي له دې فكر سره زيات موافق نه دي او وايي، چې دوى د سينمايي هنر د ودې لپاره ډېر كارونه كړي، مګر ستونزه په دې كې ده، چې له افغان فلم جوړونكو سره د خلكو او دولت مرسته نشته.
په خصوصي برخه كې د افغاني فلمونو ډايركتر او فلمي لوبغاړى انجنير نجيب الله صادق په دې اړه وويل، چې په كابل كې د سينما ګرانو اتحاديه او د افغان فلم رياست په ولايتونو كې د سينما ګرانو مخه نيولې او ټول امتيازات دوى اخلي.
هغه زياتوي :(( هغه وسايل، چې د هندوستان او پاکستان د فلم جوړونکو په لاس کې دي، كه موږ ته راکړل شي د نړۍ په كچه به افغاني فلم جوړونکي ډېر زر وځليږي او لوړ مقامونه به واخلي.))
د فلمونو د خصوصي كمپنيو ځينې لوبغاړي باورمن دي، چې د فلمونو كيفيت يې د پخوا په پرتله ښه شوى او د ليدونكو كچه يې په سلو كې اتيا زياته شوې ده، خو ځينې نورو بيا له دې كبله په فلمونو كې له كاركولو لاس اخيستى، چې په وينا يې ځينې نا اهله او غيرمسلكي كسان د پيسو او شهرت د ګټلو لپاره له سينما ناوړه ګټه پورته كوي.
فلمي لوبغاړى قرارعزيزي يو له همدغو كسانو څخه دى، چې له يوه كال راهيسې يې په فلمونو كې له كاركولو لاس اخيستى، هغه وايي: (( سينما ته غيرمسلكي كسانو لار پيدا كړې او ډېرى خصوصي كمپنۍ د شهرت او پيسو لپاره كاركوي.))
د افغاني سينما وتلى فلمي لوبغاړى ممنون مقصودي هم له شخصي كمپنيو څخه سرټكوي او وايي، چې په افغاني سينما يې ډېره ناوړه اغېزه كړې: (( څنګه، چې په طب كې يوه ډاكتر ته د پوهې اړتيا وي، همدارنګه په سينما كې هم يوه ډايركټر ته د پوهې اړتيا ده. كه ډاكتر له يوه تن سره سرو كار لري، فلم له لكونو لكونو خلكو سره سرو كار لري.))
هغه زياتوي: (( مسلكي پوهه يوه ستره ستونزه ده، چې اوس ورسره افغاني سينما لاس او ګرېوان ده.))
خو په ننګرهار كې د سينماګرانو د اتحاديې مشر انجنير شفيق الله شايق وايي، چې ټولې فلمي كمپنۍ په يوه تله نه شي تلل كېداى او په خبره يې ځينې داسې پروډكشنونه هم شته دي، چې د ملي احساس له مخې كار كوي او داسې فلمونه جوړوي، چې ولس ته يو خاص پيغام رسوي: (( ځينې داسې بې مسووليته پروډکشنونه هم شته، چې يوازې غواړي، خپلې څېرې د سينما په پرده كې وګوري، د دې په ځاى، چې يو سالم پېغام وړاندې کړي پر ټولنه منفي اغېزې ښندي.))
كاذب شهرت او تقليد
سره له دې، چې افغانستان د فلمي كيسو لپاره يو مناسب هېواد دى او تر ډېره ادعا كېږي، چې د فلمي اتحاديو له خوا د فلمونو سناريو او كيسې كتل كېږي، خو بيا هم ډېرى مهال افغان فلم جوړوونكي له ګاونډيو هېوادونو، هند، پاكستان او ايرا ن څخه كيسې را اخلي او له هغو څخه فلمي سناريو جوړوي.
استاد مقصودي وايي: (( د اوسنيو فلمونو كيسې او سناريو تقليد دى، ځكه اوسني ډايركټران، د شهرت، پيسو او د هنرمندانو ترمنځ د ځان د مطرح كېدو لپاره كار كوي. نو د دې هدفونو د لاسته راوړلو لپاره دوى د هغو فلمونو كاپي او تقليد كوي، چې ليدونكي لري او پيسې ګټي.))
د لغمان ولايت اوسيدونكى عمران الله نيازى وايي، چې دا نو د افغاني سينماګرانو غټ عيب دى، په تېره بيا، چې ډېرى وخت د تقليد شويو سناريوګانو له مخې په خپلو فلمونو كې گډا ته ځاى وركوي او د هندي فلمونو په څېر ورته پېښې او نخرې تمثيلوي، هغه زياتوي : (( دغسې فلم جوړوونكي د دې پرځاى، چې په ګډا زياتې پيسې وګټي، افغاني فرهنګ خرابوي.))
په هغه فستيوال کې، چې تېركال د جنوبي آسيا د ناپييلو رسنيو د ټولنې له خوا په نيپال کې د دسمبر په ٢٧ مه جوړ شوى و د افغانستان په دوو کانديدو فلمونو کې (( ژوند په بيديا کې))، چې د صبا سحر فلم ټولنې له خوا جوړشوى او بيوزلي او سوله په کې څرګنده شوې وه، ځانګړې جايزه ترلاسه کړه.
د نوموړي فلم دايرکتر قيوم کريم وويل، چې په افغانستان کې د سينما ګرانو يوه عمده ستونزه د فلم جوړوونکو د مسلکي زده کړي نشت دى اوله دې امله د باليوود او هاليوود فلمونو پېښې کوي.))
انجنير شفيق الله شايق بيا وايي، چې ټولې كمپنۍ داسې نه دي، چې د بهرنيو فلمونو له کېسې يا سناريو څخه په بشپړ ډول استفاده وکړي: (( کيداى شي ځېنې داسې پردوکشنونه وي، چې د کېسې يا د سناريو له پلوه له نورو فلمونو متاثره وي، چې د هغوى هدف يوازې د پيسو پيدا کول دي، چې په لوى لاس د پردي کلتور تر تاثير لاندې راځي.))
د ماهرينو په وينا افغاني سينما ځكه د هاليوود او باليود تر اغېز لاندې راغلې، چې له پيله په افغانستان كې سينمايي هنر او صنعت ته جدي توجه نه ده شوې، ښاغلى مقصودي وايي: (( كله چې په افغانستان كې د سينما بنسټ ايښودل كېده، د هندي سينما لپاره ايښودل شوى و.))
د هغه په خبره هندوستان په خپلو فلمونو كې په ډېر مهارت سره هر پنځه دقيقې وروسته بربنډه سندره نشروي، چې د ځوانانو د پام وړ ګرځي او پر ځوانانو منفي اغېزه لري: (( په افغانستان كې داسې ډېرې كيسې شته، چې د بهرنيانو ډېرې خوښيږي، هغه كيسې چې ښه فلم شي او بهرنيو فستيوالو ته وړاندې شي نو زموږ سينما به ډېرې لاسته راوړنې ولري.))
يو له هغو مواردو څخه، چې يوه سينما د شهرت پوړيو ته رسوي، د فلمونو تخنيكي جوړښت دى، چې خلكو ته د منلو وړ شي. ډېرى مهال پرافغان فلم او په هېواد كې په نورو فلمي كمپنيو له دې كبله نيوكه كېږي، چې خلكو ته په فني لحاظ په معيار برابر فلمونه نه شي وړاندې كولاى او ليدونكي د بهرنيو فلمونو كتلو ته هڅيږي.
ښاغلي ممنون مقصودي، چې ډېره ځله په فيستوالونو كې د فلمونو كره كتونكى پاتې شوى، د شخصي كمپينو له لوري جوړ شوي فلمونه په تخنيكي لحاظ نيمګړي بولي او وايي: (( د فلمونو سناريو لږه څه، چې ډېرې فني كمبودۍ لري او ځينې په سترګو وينم، چې هنرمند نه دى، خو د كاذب شهرت لپاره په فلمونو كې اشترا ك كوي.))
هغه وايي، چې د دغه ډول څېرو په ليدو سره متاثره كېږي او له اطلاعاتو فرهنګ او د سينماګرانو له ټولنې غواړي، چې د افغانستان په سينما كې د دغه ډول څېرو له ظاهر كېدو څخه مخنيوى وكړي.
د ښځينه لوبغاړو محدوديت
له دې سره سره، چې له تېرو څو كلونو راهيسې د ښځو ونډه په ټولنيزو، سياسي او نورو چارو کې د پام وړ بلل کېږي، خو اوس هم زيات شمېر مېرمنې او نجونې دې ته زړه نه ښه کوي، چې په افغاني فلمونو کې کار وکړي.
فلم جوړوونکي وايي، که چېرې افغانې نجونې په فلمونو کې کار کولو ته چمتو شي نو دوى به دې ته اړ نه شي، چې په نورو هېوادونو کې په ښځينه لوبغاړو پسې لالهانده شي.
د دوى په وينا د همدې ستونزې له کبله دې ته اړ شوي، چې په خپلو فلمونو کې د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړو ته رول ورکړي.
ځينې خلك پرهمدې هم نيوكه كوي، چې ولې د افغاني فلمونو د جوړولو لپاره له بهر څخه فلمي اداكارانې راوستل كېږي، خو د فلمي كمپنيو څښتنان وايي، چې له يوې خوا دا د دوى مجبوري ده او له بلې خوا دا كومه د عيب خبره نه ده.
انجنير لطيف په همدې اړه وايي: (( د دنيا رواج دى، له نورو هېوادونو د نجونو راوستل د سينما ازادي ده.))
خو ممنون مقصودي وايي، چې دا تشه له دې كبله رامنځته شوى، چې په افغانستان كې سينمايي صنعت ته په سپكه سترګه كتل كيږي او نجونو ته د كورنۍ د مشرانو له خوا په فلمونو كې د كاركولو اجازه نشته دى، هغه وويل: (( زموږ په ټولنه كې فلم ته د يوې ناسمې پديدې د مركز په سترګه كتل كېږي، حال دا چې داسې نه ده.))
د مقصودي په وينا همدا سبب دى، چې فلم جوړوونكي له ايران، پاكستان، تاجكستان او نورو سيمو نه نجونې راولي او په فلمونو كې يې لوبوي، چې نه يې قواره يوې افغانې ته پاتې كېږي، نه يې خبرې او نه يې الفاظ و لوكه پېښورۍ او يا ايرانۍ هم وي.
انجنير شايق د افغانستان په سينمايي صنعت كې د نجونو نشت او كمښت ترټولو غټه ستونزه بولي او وايي، چې د ستونزو د حل لپاره له بدې ورځې د کوزى پښتونخوا څخه نجونې راوړل کېږي او يا هم هماغلته ورسره ځينې صحنې جوړېږي، چې پاتې برخې يې دلته بشپړېږي.
خو سبا سحر، چې خپله هم يوه فلمي اداكاره ده وايي، چې په فلمونو كې د نجونو د كمښت ستونزه اوس څه ناڅه حل شوې، هغې وويل: (( دوه درې كاله مخكې دا ستونزه وه، ما هم دا ستونزه لرله، خو اوس يې نه لرم، فقط ننګرهاري فلم جوړوونكي دا ستونزه لري.))
سينما پوهان وايي، چې فلمونه د يوه هيواد دود، کلتور او فرهنګ معرفي کوي، خو خلك نيوكه لري، چې په اوسنيو فلمونو كې افغاني فرهنګ او دودونو ته دومره پاملرنه نه كېږي او همدا سبب دى، چې يو شمېر كورنۍ په فلمونو كې خپلو لوڼو ته د كار كولو اجازه نه وركوي.
ښاغلى مقصودي دا خبره مني او وايي، چې اوسني زيات شمېر فلمونه تجارتي بڼه لري او کيسه ييزې تگلارې هم د افغانستان د اوسنيو شرايطوسره برابرې نه دي : (( كله چې زه فلم جوړوم نو زما فلم بايد له افغاني شرافت، عزت او افغاني غرور څخه حكايت وكړي، نه دا چې پيغلې نجونې په تنګو پتلونونو كې په كاباره وو كې ونڅيږي شراب دې وڅښي او د يوې بېكاره نجلۍ پېښې دې وكړي.))
منتقدين وايي، اصلا هغه سوژې، چې د خلکو خوښې دي او د افغانانو د کلتور په مطابق وي يا د ټولنې دردونه په سوژې کې راشي، د داسې فلمونو جوړونه په افغانستان کې په ټپه ولاړه ده او اكثره سينماګران د هاليووډ او باليووډ په څېر جنګي فلمونه جوړوي.
د افغان فلم تر جوړېدومخکې دوره د عشق او دو ستی په نوم ياديږي، خو د داود خان له جمهوريت سره، چې د افغانستان د سينما د بشپړتيا دوهمه دوره بلل كيږي، سينما يو څه سياسي تبليغي کيږي.(( رابعه بلخي)) ١٣٥٣ (ډايرکټر داود فارانی، عبدلخالق عليل) د دغې دورې فلم دى.
په درېيمه دوره کې، چې د ثور تر کودتا١٣٥٧ وروسته شروع کيږي، بيا هم ډيرى فلمونه تبليغي دي، خو د سينما د حرفوي كېدو خوا ته ګام ږدي. د دې دورې فلمونه: ((اختر مسخره)) ١٣٦٠ هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف )((دهکده ها بيدار ميشود)) ١٣٦١ هـ.ش يادولى شو.
تر دې دورې وروسته د مجاهدينو په راتګ سره سينما له پښو غورځي او د طالبانو تر راتګه فقط يو فلم د عروج ( ډايرکتر نور ها شم ابير) په نوم جوړيږي، خو په خارج كې د افغان سينما ګرانو له خوا د فلمونو جوړېدل زور اخلي.
د كليد ۳۹۳ مه گڼه