لعل اقا شيرين د كليد ۳۹۵ مه ګڼه
د قيمتي ډبرو د قاچاقو تراژيدي
د افغانستان د كانونو، قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو د لوټ او غلا لپاره تېراته كلونه ډېر بد وو.
منتقدين، د پارلمان غړي، عام افغانان او ځينې حكومتي چارواكي وايي، چې دا منابع په هېواد كې دننه د موجودو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري غلا او په قاچاقي توګه بهر ته صادريږي، خو د كانونو وزارت مسوولين دعوه كوي، چې ترډېره يې د دغه لوټ اوتالان مخنيوى كړى او ناقانونه سپړنې په هېواد كې بندې شوې دي.
مګر اسناد او شواهد ښيي، چې حكومت په دې كار كې پاتې راغلى او لا هم په هېواد كې د قيمتي ډبرو او كانونو خپلسره كيندنه په شدت سره جريان لري.
د نورستان ولايت يو تن اوسيدونكى الف ګل، چې په دې اړه زموږ له خبريال سره غږيدلى دى، ويلي دي، چې په دغه ولايت كې قيمتي كاڼي او نورې طبيعي زېرمې د سيمه ييزو واكدارانو، وسله والو او طالبانو له خوا په خپلسر تر كيندلو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق كيږي، هغه وايي: (( د قيمتي ډبرو په سوداګرو يې پلوري، هغوى په سيمه كې ګرځي راګرځي او خريد كوي.))
نوموړى وايي، چې د دوى پر ورڅېرمه ولسوالۍ نورګرام كې پخواني قوماندانان او ملكان واكمن دي او د دوى له خوښې پرته هېڅوك هم دا جرئت نه شي كولاى، چې قميتي ډبرې راوكاږي: (( دوى په دغه قاچاق كې شريك دي، د حكومت زور ورباندې نه رسيږي، كه دوى يې بند نه كړي، حكومت يې نه شي بندولى.))
د نورستان د نندراج درې اوسيدونكى محب الله وكيل زاده وايي، چې قوماندانانو، ملكانو او قاچاقچيانو لاسونه سره يو كړي او ټول سره لينو ډين لري: (( ټوله ورځ يې وړي، د دولت وسه ورباندې نه رسي، قميتي كاڼي راوباسي او پاكستان ته يې رسوي.))
د سيمې خلك وايي، چې د نندراج په دره كې ډېرې قيمتي ډبرې پيدا كيږي. د نندراج د درې يو تن قومي مشر غلام سخي، چې د ظاهرشاه د پادشاهۍ په دوره كې وكيل هم پاتې شوى، په دې اړه وايي: (( دلته د لغمان، كونړ، ننګرهار او پكتيا قاچاقبر او خلك راځي، كار كوي او قيمتي ډبرې وړي.))
د نوموړي په خبره د قيمتي ډبرو ډېرى كانونه په داسې سيمو كې دي، چې حكومت پرې واك نه شي چلولى: (( حكومت ضعيفه دى، نوځكه دغسې حالت دى، هرڅه تالا كيږي، کانونه په داسې ځايونو كې دي، چې حکومت هلته واک نه لري.))
د هغه په خبره د قيمتي ډبرو د كيندنې لپاره ټول انفجاري مواد د حكومت تر ولكې لاندې سيمو څخه راوړل كېږي، خو حكومت پرې ناخبري ښيي.
د لغمان ولايت اوسيدونكى، ۵۵ كلن مامورشاه ولي، چې په نورستان ولايت كې يې په پخوا وختونو كې عسكري كړې ده، وايي، چې د دغه ولايت ټول غرونه قيمتي ډبرې دي او زيات كانونه لري: (( په دغو كانونو هغه زورواكان مسلط دي، چې خپل جيبونه ډكوي.))
د نورستان ولايت وايګل ولسوالي هم ډېره په زړه پورې او د كتلو وړ ده. د دغې ولسوالۍ يوه تن اوسيدونكى هاشم ګل وايي، چې د نورستان ولايت زياته طبيعي شتمني د ټوپكوالو له خوا لوټل شوې ده.
هغه وايي، چې ټوپك واكو په تېرو اتو كلونو كې د قيمتي ډبرو په ناقانونه پلور له ملت سره خيانت كړى، خو چا هم په دغه موده كې د دوى مخه نه ده نيولې: (( كه دوى بيا هم پرېښودل شي د سيمې ټوله هستي او شتمني به ولوټي.))
په نورستان ولايت كې د سړك جوړونې يوه كارمند زموږ خبريال ته په دې اړه ويلي، چې نورستان ولايت ته هره ورځ بهرني سوداګر ورځي او د سيمې قوماندانان پرې لرغوني اثار او قيمتي ډبرې پلوري، هغه وويل: (( دوى په ډېره ارزانه بيه دغه كاڼې پلوري او پاكستاني سوداګر يې په څو چنده لوړ قيمت بيرته په پېښور كې خرڅوي.))
وخت خبري اژانس د علي شاه په نوم د هغه عسكر كيسه را اخيستې ده، چې يو څه وخت يې په نورستان كې له يوه ځايي قوماندان سره وظيفه ترسره كړې ده. دغه عسكر په خپله مركه كې وويل:(( زه له يوه قوماندان سره، چې نوم يې اخيستى نه شم، وم. قوماندانانو ټول غرونه لوټ کړل او ټول تاريخي اثار، طبيعي زېرمې او قيمتي ډبرې يې په بهرنيو سوداګرو په ډېره ارزانه بيه وپلورلې.))
د نوموړي په خبره قاچاقبران بيا همدغو لږو پيسو ته هم ډېر خوښ وي، ځكه چې د دوى پيسې په كار وي او دا چې دا ملي شتمنيو ته څومره زيان اړوي، د دوى پرې څه.
د كانونو سپړل او حلاله ډوډۍ
بل خوا د افغانستان په شمال او شمال شرق كې بدخشان، بغلان، كندز او تخار ولايتونه هغه سيمې دي، چې د ډېرو قيمتي ډبرو كانونه په كې شته دي. د افغانستان د قوانينو له مخې لويې دښتې، سيندونه، غرونه او کانونه په حکومت پورې اړه لري، خو دا چې ولې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځايي خلک د قيمتي ډبرو قاچاق كوي او راسپړي او ترېنه لاسته راغلي توکي پلوري، د پنجشېر ولايت يوتن اوسېدونکى فيض محمد يې په اړه داسې وايي : (( دولت د ډبرو د سکرو او بيروچو په کانونو، چې ستر دى پانگونه کوي، دا واړه کانونه دي، موږ دغه کانونه پيدا کوو او د هغو په را اېستو يوه گوله حلاله ډوډۍ پيدا کوو. چېرته چې قيمتي ډبرې وي، خصوصيات يې د ځمکې په سر څرګند وي او له هغه ځايه ده، چې بيا يې يا په خپلو كينړ او يا يې د كيندلو لپاره خلك ګومارو.))
كارپوهانو په دې عقيده دي، چې په افغانستان كې د کلونو كلونو اوږدې جگړې دې ته لاره پرانيسته، چې د نورو كانونو د كيندل كېدو ترڅنګ د قيمتي ډبرو قاچاق هم پراختيا ومومي .
د نورو ولايتونو ترڅنگ لوگر، چې پايتخت کابل ته ډېر نژدې پروت دى، په وار وار د ناقانونه پلټنو شاهد پاتى شوى دى. له دغه ولايت نه لاسته راغلې کروميت ډبرې په لويو موټرو کې له افغانستان نه بهر ته لېږدول کېږي.
د حالاتو اغېز
له تېرو څو مياشتو راهيسې، چې د پاكستان په سوات او وزيرستان كې د مخالفينو په وړاندې عمليات روان دي، نوموړي هيواد ته د لارو د بنديدو له كبله د قيمتي ډبرو قاچاق نه ترسره كېږي. په خوست ولايت كې د قيمتي ډبرو يو تن قاچاقبر، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې په وزيرستان كې د وروستيو عملياتو له كبله ډېرې لارې بندې شوې او د ډبرو بيې هم نيم په نيمه راټيټې شوې دي او په حقيقت كې د دوى قاچاقبرۍ ته يې تاوان اړولى دى. هغه وايي: (( كه جګړه وغځيږي، زموږ كارو بار به راخراب كړي.))
په خوست كې د معدن او صنايع ادارې مشر لايق خان هم مني، چې قاچاق روان دى، خو د ده په وينا د ډبرو د قيمت رالويدو دا كمك كړى، چې ډېر خلك ډبرې ونه باسي.
خو نوموړى وړاندې دا هم وايي، چې د لارو د كنترول لپاره څوك نشته دى: (( اوس هلته هېڅوك هم د قاچاق مخنيوي له پاره نشته، يو وخت به خلكو هڅه كوله، چې قاچاق په څارويو وكړي، ځكه امنيتي كسانو يې مخه نيوه، خو اوس، چې په هره طريقه وغواړي، قاچاق كولى شي.))
لايق خان وايي، چې خوست ولايت او امنيې قوماندانۍ ته يې د رسمي مكتوبونو له لارې دغه اندېښنه ويلې، خو په وينا يې تر اوسه چا غم نه دى خوړلى.
د خوست د مندوزيو ولسوالۍ يو تن اوسيدونكى ماهر وايي، چې پلار يې د شپاړسو لكو ډبرې اخېستې، خو اوس خپل سر هم نه جوړوي.
ماهر وايي، چې كه د وزيرستان حالات ښه شول، نو دوى كولى شي، دغه ډبرې آن تر كراچۍ پورې ورسوي او بيا به ښه ګټه ترلاسه كړي: (
اوږدې پولې او ګڼې لارې
له ګاونډيو هيوادونو سره د افغانستان اوږدې پولې قاچاق ته زمينه برابروي او ډېر ځله افغان چارواكي د قاچاقو د نه مخنيوي يو علت همدا په ګوته كوي او وايي، چې دغه اوږدې پولې، ګڼې لارې او د امنيتي او كنترولي ځواكونو كموالي د ا زمينه مساعده كړې، چې قاچاقبر خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي.
د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونوال محمد يعقوب وايي، چې دوى د قاچاق مخنيوى نه شي كولى : (( يوه لاره خو نه ده، چې موږ يې وتړو، خوست په دومره اوږده سرحد كې لسګونه فرعي لارې لري، چې مخنيوى يې د پوليسو له پاره ډېر ګران كار دى.))
خوست له ګاونډي هېواد پاكستان سره نږدې يو سلو اتيا كيلومټره لګيدلې پوله لري او د محمد يعقوب په خبره چېرې چې د دوى سرتېري امنيتي كمربندونه لري، پر هغو لارو قاچاق نه شي كيداى، خو په وينا يې نورې ډېرې لارې د قاچاقبرو له پاره خلاصې دي.
دى له مركزي حكومته غواړي، چې د قيمتي ډبرو د ساتنې له پاره دې ځانګړې لوا جوړه كړي، ځكه ولايتي پوليس په نورو ډېرو دندو بوخت دي او دا كار يې له وسې نه كيږي.
خصوصي سكتور او قيمتي ډبرې
د قيمتي ډبرو د قاچاقو د مخنيوي په هدف حكومت په ننګرهار او خوست ولايتونو كې د خصوصي سكټور پښه راميدان ته كړه او په دغو ولايتونو كې يې د قيمتي ډبرو د پلور لپاره يو يو ماركيټ جوړ كړ.
كه څه هم، چې ډېرى كارپوهان دا كار د قيمتي ډبرو د قاچاقو د رسمي كولو په معنا را اخلي، خو د ننگرهار، كنړ او نورستان چارواكي او د سيمې د سوداگرو اتحاديې مسوولين وايى، چې په دغه كارسره كولاى شي د دغې سيمې د قيمتي ډبرو د قاچاقو مخنيوى وكړي.
دننګرهارد سوداګرو اتحاديې يو غړي ډاكتر مخلص احمد په دې اړه وويل:: ((وروسته له دې به د نورستان ټول قيمتي كاڼي ننګرهارته انتقال او د دغه ماركيټ له لارې به پلورل كيږي.))
د مخلص په وينا، له دې وړاندې به دغه كاڼي په ناقونه توګه پيښورته انتقاليدل.
د ننګرهار د سوداګرو د اتحاديې مشر وويل، يوازې هغه څوك دغه كاڼي جلال آباد ته راوړلى شي، چې د سوداگرو د ټولنې جواز ولري.
په دغې هڅې پسې په خوست كې حكومت د ګنج حضور په نوم له يوه شركت سره د دريو كالو له پاره قررداد وكړ، تر څو دا ډبرې په قانوني توګه وايستل شي، خو جالبه دا وه، چې دغه شركت ته يو ټن ډبرې د څلور زره او درې سوه افغانيو په بدل كې وركړل شوې وې.
خو هغه مهال هم سيمه والو ويل، چې دا بيه د نوموړو ډبرو پر وړاندې هېڅ هم نه وه، چا چې په قاچاقي ډول ډبرې له پولې اړولى شوې، نو يو ټن يې نږدې يو لك روپۍ خرڅولى شو.
نوموړي شركت له دې قاچاقه د مخنيوي له پاره سلګونه وسله وال كسان هم وګومارل، خو د قاچاقو مخه ونه نيول شوه.
د تڼيو ولسوالۍ يو اوسيدونكى، چې نوم اخېستل نه غواړي او د ده په وينا له پيله تر اوسه د دغو ډبرو قاچاق كوي، وايي: (( موږ اول وخت كې په موټرو موټرو ډبرې اړولې، كله چې دغه شركت زموږ په سيمه كې پوستې جوړې كړې، نو موږ به بيا موټر نه شول بيوى، بلكې په اوښانو او خرو مو دا كار و بار كاوه، خو چې هغوى زموږ د دې كار مخه نيوله، نو په موټرسايكلونو مو هم وړې، ځكه د دوى موټرونو زموږ موټرسايكل نه شول رانيوى.))
د قانون نه پلي كول
په افغانستان كې پر مجرمينو او قاچاقبرو د قانون نه پلي كولو دا زمينه مساعده كړې، چې د كورنيو او بهرنيو قاچاقبرو لپاره د قاچاق زمينه د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخه شي. خلك دا شكايت كوي، چې په ځينو سيمو كې له دولتي چارواكو سره د قاچاقبرو اړيكې له افغانستان څخه بهرنيو او ګاونډيو هيوادونو ته د قيمتي ډبرو د قاچاق زمينه مساعده كړې.
ډېرى كارپوهان په دې نظر دي، چې د قيمتي ډبرو د قاچاق د نيم نيمګړي په مخنيوي سره بيا هم، چې دغه هڅه روانه ده، يوازنى علت يې دننه په دولت كې د شته فساد او د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا له سرغړونكو سره د نه قانوني او جدي چلند شتون دى. د سياسي او اقتصادي چارو كارپوه فاروق اورنګ په همدې نظر دى او وايي، چې ډېر ځله د رسنيو له خوا د قاچاقبرو د نيول كېدو خبرونه خپرېږي خو له لنډې مودې وروسته ليدل كېږي، چې نيول شوي كسان بېرته خوشې شوي وي، هغه وايي: (( د عدلي او قضايي ارګانونو د نه جدي چلند او مجرمينو ته سزا نه وركول د دې سبب كېږي، چې د كانونو غيرقانوني كېدنې او د قيمتي ډبرو قاچاق پراختيا ومومي.))
د ښاغلي اورنګ په وينا كه چېرته يو مجرم له قانون سره سمه سزا وګوري هيڅكله هم څوك جرائت نه كوي، چې په غيرقانوني كارونو لاس پورې كړي.
په هرات ولايت كې د انتيك پلورونكو د اتحاديې مشر حاجي محمد عمر حسين پور وايي، چې په دغه ولايت كې د دولت له خوا، پر هغو افرادو او اشخاصو، چې پخوا تر دې يې د كانونو د كېندنو او د قيمتي ډبرو په قاچاق بوخت وو، د جدي كنترول او مخنيوي له كبله په اوس وخت كې د كېندنو او قاچاق كچه خورا زياته راټيټه شوې ده. نوموړي د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ د مسجد چوبي د سيمې او د بادغيس ولايت د قادس سيمې له هغو سيمو څخه ياده كړه، چې قيمتي ډبرې په كې پيدا كېږي.
د هغه په خبره كه چېرې حكومت او قضا د قيمتي ډبرو په چاقاق كوونكو قانون پلى كړي، ډېر ژربه د دغو قاچاقو مخه ونيول شي.
د چارواكو اعتراف
كه څه هم د كورنيو چارو وزارت د تېرو كلونو په ترڅ كې د قيمتي ډبرو د كيندنو د مخنيوي لپاره د پوليسو د سل ګونه تنه ځانګړو ځواكونو د تشكيل د فعاليت خبره كوي، خو په خواشينۍ سره، چې د دغو ځواكونو په شتون سره هم دغه كيندنې روانې دي. يو شمېر كسان دولت ته د يوې ناڅيزې حصې په وركولو سره دا لاره ځانته خلاصه كړې، چې كم تركمه په ډاډه زړه د قيمتي ډبرو كانونه وسپړي خو يو زيات شمېر نور په پټ ډول د كانونو په سپړولو لاس پورې كوي او د دغو ډبرو په قاچاق بوخت دي. دغه شمېر كسان وايي، چې پوليس ته حق وركوي او همدغه حق وركول دي، چې دوى د قيمتي ډبرو په قاچاق او ترلاسه كولو بوخت دي.
يو شمېر منتقدين او بې غرضه خلك پردې باور دي كه له قاچاقچيانو سره د يوشمېر پوليسو مرسته نه وي، هغوى نه شي كولاى، چې په اسانۍ سره خپل هدفونه پلي كړي.
د دوى په وينا د دې لپاره، چې ترلاسه شوي مواد د كانونو د وزارت له لوري ضبط نه شي پوليسو ته پيسي وركول كيږي
د لوګر ولايت د كلنګار د سيمې يو تن اوسيدونكى د داسې پېښو ترشا د دولتي زورواكانو لاس ويني او زياتوي كه داسې نه وي د ټولنې عادي افراد نه شي كولاى، چې په داسې هڅو لاس پورې كړي.
څو مياشتې مخكې د لوګر ولايت د مس عينك په سيمه كې درې تنه، چې ويل كېدل پوليس وو په دې تور ونيول شول، چې غيرقانوني كيندنې او قاچاق يې كول، خو د لوګر د والي وياند دين محمد درويش په دې اړه وويل: (( وروسته وانمود شوه، چې دوى په خپله دنده كې غفلت كړى و.))
د كانو وزارت وزير ابراهيم عادل وايي، چې له ۱۳۸۵ لمريز كال راهيسې يې د كانونو د كنترول كار پيل كړى دى او تر دې دمه د سكرو پر ۹۹ فيصده او د ۷۰ په سلو كې پر مرمرو، ماسه شګو، د سيمان سيمنټو كنترول لري او د نفتو او ګازو ټول كانونه يې په بشپړ ډول تر كنترول لاندې دي.
د نوموړي په وينا د دوى يوازنۍ ستونزه په بدخشان، پنجشير، نورستان، لغمان او كونړونو ولايتونو كې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو په برخه كې ده، چې د پولو په اوږدو كې دي، هغه وايي: (( په خوست، پكتيا، پكتيكا او لوګر كې د كرومايټو د غير قانوني كيندنې ستونزه لرو او په ننګرهار او كونړونو كې هم د دغه ډول كانونو كېندنې پيل شوې دي.))