شيرين

د موسى كلا له اسېدونكو سره په ژمنو عمل پكاردى

د هلمند ولايت موسي كلا ولسوالۍ د طالبانو له خوا پرې د ۱۱ مياشتو واكمنۍ چلولو وروسته نږدې درې اوونۍ وړاندې د ملي اردو په مشرى او د ائتلافي او ناټو ځواكونو په ملتيا د طالبانو له شتون څخه پاكه شوه.په دغې ولسوالۍ كې له عملياتو مخكې په سلګونه كورنۍ د موسي كلا ګاونډيو او لرو پرتو دښتو ته بې ځايه شوې وې، چې لاهم د دغو كورنيو زيات شمېرخپلو كورونو ته نه دي ستانه شوي.

له موسي كلا ولسوالۍ څخه په دې وروستيو ډول ډول او ان زړه بوږنكوونكې رپوټونه وركول شوېده او د دغه ولسوالۍ ډيرى خلكوخو ادعا كوله، چې د امنتي ستونزو او كډوالۍ له امله يې د اخترخوښي هم نه ده لمانځلې او ټول خلك له جنګونو تښتيدلې دي او كله ناكله اوس هم د ولسوالۍ په ځينو ځنډو كې جګړه كېږي.

موسي كلا د هملند ولايت په شمال كې لږ لرې پرته ولسوالي ده، خوډاګېزه دا ده، چې په هلمند ولايت د امنيتي چارواكو په وينا موسي كلا يوازينۍ ولسوالي نه ده، چې طالبانو پرې واكمنې چلوله، بلكې څو نورې ولسوالۍ هم دي، چې لاهم د طالبانو په ولكه كې دي.

د موسي كلا ولسوالۍ له نيولو راوروسته په هلمند ولايت كې افغان او بهرنيو پوځيانو خپلې ګزمې له سره پيل كړې دي.  د دغه ښار يو تن اوسېدونكي محمد نصير، د فرانسې له خبري اژانس په مركه كې وايي، چې په دغه ښاركې سړى كولاى شي، چې د افغان او بهرنيوځواكونو د سرتېرو ګزمې ووينې.

كه څه هم چې په موسي كلا ولسوالۍ كې د كورنيو او بهرنيو امنتي ځواكونود ګزمې له امله په سيمه امنيت ټينګيدلى شي، خو يوشمېر اوسېدونكي دا شكايت كوي، چې بهرني ځواكونه يې په خپل سر كورونو ته ننوځي او ان د ښځو تلاشي هم اخلي او ان څو ښځې يې په ډزو هم وژلي دي.

ويسا ورځپاڼې په خپله يوه ګڼه له موسي كلا څخه د تښتېدلو خلكو له خولې د يوه خبرپه ترڅ كې  د دې خبرې پخلۍ كړى. له دغې ولسوالۍ څخه تښتيدلي خلك پرناټو ځواكونو نيوكه كوي، چې له اجازې پرته پركورونو ننوځي او مخ پټې ښځې تلاشي كوي.

له موسي كلا نه راغلى ۴۵ كلن امان الله د دې خبرې تصديق كړى، چې ناټو ځواكونه په خپلسري توګه د خلكو كورونو ته ننوځي او مخ پټې ښځې تلاشي كوي. د نوموړي په وينا دا كار د رسم او رواج خلاف كار دى.

د ده په وينا بهرني ځواكونه په سيمه كې له هرڅه ډارېږي او پرهرچا شك كوي او تراوسه يي پرڅو مخ پټو ښځو ډزې هم كړېدي. ده وويل، له طالبانو سره د خلكو د همكارۍ يو لامل د خلكو كورونو ته د ناټو پوځيانو بې باكانه ننوتل دي او ناټو د خلكو دغه حساسيتونه په پام كې نه نيسي. كه څه هم چې تراوسه پورې په موسي كلا كې بهرنيو ځواكونو د دا ډول چلند پخلى نه دى، خو د افغانستان په نورو كې سيمو د بهرنيو ځواكونو د دا ډول په لسګونو پېښو شاهدان يو، چې ترټولو بارزه نمونه يې د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د نكل خيلو د كلي پېښه وه، چې د بهرنيو ځواكونو د شپې مهال د كلي په يوه كور چاپه ووهله، څوتنه يې ووژل او څونور يې له ځانه سره بوتلل.

دغه رازپه همدې ولايت كې يې په رڼا ورځ د جلال اباد تورخم د سړك په لاره پرعامو وګړو د ټوپكو خولې واړولې او څو تنه بې ګناه افغانان يې قتل كړل.

په هرحال كه څه هم چې په دې وروستيوكې  د هلمند والي له جګړې تېښتيدلې خلك بېرته موسي كلاته ورغواړي او ورسره د مرستو او بيارغونې وعده كوي، خو پوښتنه دا ده، چې آيا افغان حكومت به دغه ولسوالي وساتلى شي  اوكه څنګه ؟ آيا موسي كلا ته بېرته ستانه شوې خلك خو به د بيا جګړو ښكاركېږي نه؟ آيا دا ضمانت څوك وركولاى شي، چې موسي كلا به بيا د جګړې پرډګرنه بدلېږي او كه څنګه؟ او دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د موسي كلا د هراوسېدونكي په ذهن كې لا له وړاندې انځور دي او همدا لامل دى، چې لاهم خلك د حكومتي چارواكو په خبره بې باوره او لاهم په دښتو او لري پرتو ولسواليو كې شپې سبا كوي. كه چېرې په رښتنې مانا سړى د موسي كلا ولسوالۍ پيښو ته ځيرشي، له  سړي سره دا اندېښنه پيدا كېږي، چې افغان دولت د سنګين ولسوالۍ له كډوالو سره په كابل كې په دې ساړه ژمي كې څه مرسته وكړه، چې د موسي كلا ولسوالۍ له اوسېدونكو سره به يې وكړي؟

د ارادې ورځپاڼې په نكل كابل ته له سنګين ولسوالۍ څخه راغلى رحمت الله، چې لوڅې پښې د خېمې مختې ولاړ و او  سوړ باد يې ببروېښتان اړول راړول وويل: (( موږ خپل سنګين پرېښى او يوازې ځانونه مو تردې ځايه راورسول، خو نه دولت او نه هم خيريه موسسو زموږ پرټپونو پټۍ كېښوه.))

په دغه ځاى كې مو د پورتني نقل له راوړلوموخه دا ده، چې افغان دولت دې په رښتنې توګه په خپلو ژمنو او وعده ولاړ پاتې شي او د هغه څه وعده، چې خلكوته وركوي عملي يې كړي.

د موسي كلا له نيول كيدو سمدلاسه وروسته د سلګونو مليونو ډالرو د مرستې وركولو وعده وشوه، خووروسته دا ژمنه يوازې د مليونونو په چوكاټ كې پاتې شوه او سلګونو يې سر وخوړ، چې دا ډول چارې او ژمنې د خلكو پرروحيې ډېره بده اغېزه كوي او كه خداى مه كړه، خلك له حكومت څخه بې زاره شول، بيا به يې د نړۍ هېڅ طاقت هم مخنيوى ونه كړاى شي. نو افغان حكومت ته دا پاملرنه پكارده، چې د افغانستان د پرمختګ، ترقۍ او سوكالۍ لپاره دې  د موسي د ساتلو ترڅنګ  د دغې سيمې له اوسېدونكو سره په خپلوكړيو ژمنو ولاړ واوسي او داسې يوه سالمه اداره دې په سيمه كې رامنځته كړي، چې د خلكو په خوښه او باورمنه وي. له اداري درغلۍ او فساد پاكه او سوچه وي.