پر افغانستان دې له سره فكر وشي
پر افغانستان دې له سره فكر وشي
لعل اقا شيرين
تېره اوونۍ د امريكا يو شمېر پوځي او دپلوماتيكي څېړنې پردي بنسټ وې، چې ګواكې د افغانستان دولت د ناكامه كيدلو له ګواښ او خطر سره مخ دى او پكار ده، چې پر افغانستان له سره كتنه وشي او پر پوځي لاروچارو سربيره اقتصاد يې پياوړى كړى شي. په رپوټ كې د افغانستان د حكومت د كمزورتيا سترلامل د لوېديز والو په نه پاملرني پورې تړل شوى او ويل كېږي، چې دوى خپله ډېره پاملرنه عراق ته اړولې او افغانستان يې په بشپړ او يا هم په نسبي توګه له يادوه ويستلى دى.
په جګړه كې د امريكا د پيسو ډيرى برخه عراق ته ځانګړې كېږي نه افغانستان ته، حال داچې افغانستان په سيمه كې يو داسې هېواد دى، چې ثبات او امنيت يې په ټوله سيمه اغېزه كولاى شي.
كه چېرې دغه رپوټ او څېړنې ته په رښتنې توګه وكتل شي، ليدل كېږي، چې تر زياتې كچې په مستندو دلايلو ولاړ دى او د افغانستان د دولت د ناكامتيا لاملونه يې په ښه توګه رابرسيره كړې دي. ځكه امريكا او انګلستان، چې په افغانستان كې ځانونه د تروريزم په وړاندې د مبارزې سرلاري بولي د يوې نادقيقي ستراتيژۍ په پلي كولو بوخت دي او همدا لامل دى، چې د هرې ورځې په تېريدو سره د طالبانو او د دولت د نورو مخالفينو په بريدونو كې زياتوالى راځي او جګړه له مهارولو وځي. حال داچې طالبان په لومړيو دوه درې كلونو كې بيخي له منځه تللي برېښيدل.
كه څه هم، چې امريكا په افغانستان كې د جګړې د مهارولو لپاره د زياتو سرتيرو په استولو ټينګار كوي، خو دغه پاليسي ځكه نيمګړې او نه پاييدونكې برېښي، چې يوازې د بهرنيو سرتيرو په زياتيدو سره په افغانستان كې سوله او ثبات نه شي راتللى، بلكې داسې يوې كره پوځي ستراتيژۍ ته اړتيا ده، چې له مخې يې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو شمېره له۱۵۰ زره تنو څخه واوړي. كه چېرې د افغانستان ملي پوځ د دې جوګه شي، چې له خپلو پولو څخه د دفاع وړتيا پيدا كړي، خود په خوده به بهرني لاسونه لنډ او د جنګياليو له اوښتولو به ډډه وشي.
امريكا، چې په ظاهره په دې وروستيو كې له پاكستان څخه په قبايلي سيمو كې د عملياتو غوښتنه كړې، خو خپله په عراق كې داسې بوخته ښكاري، چې د پاكستاني چارواكو دې ګواښنې ته، چې ويل يې كه چېرې امريكايي پوځيان له پولې ها غاړه ورواوښتل ورسره به د يرغلګرو په توګه چلند كېږي، هېڅ هم ونه ويل. نه يوازې امريكا بلكې ټول غربي هېوادونه په دې پوهېږي، چې د ترورېزم جرړي بايد له هېواد څخه بهر وپلټل شي او همدا غوښتنه په وار وار افغان چارواكو هم مطر ح كړېده، خو جالبه او د پوښتنې وړ دا ده، چې ولې په دې برخه كې ځنډ كېږي او نړيواله ټولنه چوپه خوله ناسته ده او د افغانستان د بربادۍ ننداره كوي؟
نړيوالو د بن په كنفرانس كې د افغانستان پر اقتصادي بيارغونې سربيره د امنيت د ټينګښت ژمنه هم كړې وه، خو اوس ليدل كېږي، چې په دغه برخه كې كوم د پام وړ بدلون نه دى ترسترګو شوى او حالات د هرې ورځې په تېريدو سره ستونزمن كېږي. لرې به نه ځو آيا همدا څو ورځې وړاندې جمهور رئيس كرزي انګليسي ځواكونو ته ګوته ونه نيوله، چې په هلمند كې د امنيتي وضعيت د خړپړتيا سترلامل همدوى دي او كه نه ؟ آيا جمهور رئيس كرزي نېغ په نېغه په افغانستان كې د نيشه يي توكو د كركيلي د زيادښت پړه په بهرنيانو وانه چوله او كه څنګه؟ آيا همدا بهرني ځواكونه نه دي، چې په نادقيقو عملياتو كې يې ملكي وګړيو ته مرګ ژوبله اوړي؟ آيا په كونړ كې، چې ملكي وګړيو ته يې د مرګ ژوبلې او په كورونو كې د وير جوړولو ګواښنه وكړه، هغه قوماندان بهرنى نه و او كه څنګه؟ داسې په سلګونه نورې پېښې هم رامنځته شويدي، چې سړى يې په هره برخه كې د مثال او نموني په توګه راوړى شي، خو مهمه به دا وي، چې نړيواله ټولنه په جدي توګه د افغانستان مسالې ته په اساسي توګه كتنه وكړي او داسې يوه ستراتيژي ترلاس لاندې ونيسي، چې نه ملت خوابدى شي او نه داسې تېروتنې له چا وشي، چې د افغان ملت باور زيانمن كړي.
له هېواده د ماروين او مايكل سمپل ايستل دا يوه هسې تشه خبره نه ده. له طالبانو سره د دوى د اړيكو مسائلې نه يوازې د افغان حكومت باور ته صدمه رسولې، بلكې د افغانستان ملت يې تر يوې زياتې كچې خوابدى كړى او ډول ډول پوښتنې يې راولاړې كړيدي.
خلك همدا اوس دا فكر كوي، چې آيا دا وړ نور كسان خو به په افغانستان كې نه وي؟ آيا يو شمېر نور بهرني كاركوونكي، چې بهرنيو موسساتو كې دنده ترسره كوي، د مايكل او ماورين په څېر فعاليتونه نه لري او كه څنګه؟
دا هغه پوښتنې دي، چې د افغان ملت اندېښنه يې راپارولې او هره ورځ يې ځوروي.
كه چېرته نړيوال په رښتني توګه دې باور ته رسيدلي وي، چې افغان دولت له ناكامۍ سره مخ دى، نو په كار ده، چې په ډېره بېړه او چټكتيا د هغو لارو چارو په لټه كې شي، چې افغان دولت له دغه كړكېچ څخه ايستلى شي. پرته له دې د داسې رپوټونو خپرول نه يوازې دا، چې عامه ذهنيت ته تاوان رسوي، بلكې دا اندېښنه هم راولاړوي، چې ګوندې نړيوال د افغانستان د قضاياوو په اړه سليقوي برخورد كوي.