شيرين

 

په افغانستان كې دعدالت د تطبيق هيله ، خوب دى كه خيال

جمهور رئيس حامد كرزې د تېري اوونۍ په لومړى ورځ د بشري حقونو د ورځې د لمانځلو په غونډه كې په ډاګه كړه، چې حكومت يې د سرغړوونكو او جنايتكارانو د محاكمه كولو وس نه لري.

په کابل کې د بشرحقونو د نړيوالې ورځې اود بشري حقونو د سرغړاوي څخه د قربانيانو د ملي ورځې د نمانځلو پر مهال جمهور رئيس كرزى د جنگي جنايتونو د پاتې شويو ويرجنو کسانو سره مخ شو.

په دغو مراسمو کې ځينو گډونوالو په کلکه پر ښاغلي کرزي نيوکې کولې، چې د هغه دولت جنگي جنايتکارانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راغلى. د دغو گډون والو زياتو کسانو چې د تيرو ٣٠ کلونو جگړو په تاوتريخوالي کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي وو ښاغلي کرزي ته د خبرو اجازه نه ورکوله .

ډيرى خلك په جمهور رئيس كرزي له دې كبله انتقاد كوي، چې د بشري حقونو يو شمېر سرغړوونكوته يې په خپل حكومت كې ونډه وركړې. ښاغلي كرزي تېركال هم  د بشري حقونو د غونډې پرمهال خپله كمزروي ښودلې او ان ژړلي يې وو، همدا څه موده وړاندې يې هم په دولتي جګپوړيو چارواكو غږ كړى و، چې نور دې د ملت له كړولو لاس واخلي او په رښتنې مانا دې خلكوته خدمت وكړي خو پوښتنه داده، كله چې جمهور رئيس كرزى په خپله دومره بې وسه وي دا عدالت به په هېواد كې څوك پلى كوي او حق به په حقدار څوك سپاري؟

په دې توګه چې جمهور رئيس كرزى د بشري حقونو د ناقضينو په وړاندې له عجز او زاريو كار اخلي ملت ته د منلو وړ نه ده، ملت جمهور رئيس كرزى د دې لپاره ټاكلى، چې حقوق يې خوندې وساتل شي، نه دا چې دى دې د ناقضينو په وړاندې د زارۍ ژبه خپله كړي.

په تېرو ديرشو كلونوكې له ملت سره داسې نارواوې شوې، چې قلم يې په ويلو شرمېږي. دلته ډله ييزې وژنې شوې، ډله ييز جنسي تيرې شوي، مړي نڅول شوي، د خلكو په سرونو كې ميخونه ټك وهل شوي، د ولادت پرمهال د ښځو د ماشوم زېږونې نندارې شوې، له ښځو تيونه پرې شوې، خلك ژوندي په خاورو كې ښخ شوې، قتل عامونه او داسې په لسګونه ډول نورې نارواوې شوې او خلكو ليدلي دي، نو دغه ناوړه كړنې  خامخا د يو چا له خوا ترسره شويدي، چې نن بايد د محاكمې مېزته كش كړاى شي.

همدا اوس اوس  كه چېرې د هېواد په كچه  سروي وشي څرګندېږي، چې نږدې دوه مليونه شهيدان او تريو نيم مليون پورته معلول او معيوب كسان لرو،  يوازې د كابل د جګړو پرمهال د رسنيو په وينا زموږ ۶۵ زره بې ګناه كابل ښاريان شهيدان شوي او په سلګونه نورټپيان دي.

دا ډول پيښې د ثور د كودتا راهيسې روانې دي ،د طالبانو په واكمنۍ او ان اوس هم ځاى ځاى په بېلابېلو نومونو انسانان يا وژل كېږي او يا هم د بدن ځينې غړي له لاسه وركوي. د ۱۳۸۶ لمريزكال د وري په ۲۸مه نېټه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان څرګنده كړېده، چې په ډراماتيكه توګه په وروستيو ۱۵ مياشتو كې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوېده.

د روان لمرېز كال د چنګاښ په ۱۴مه د كابل ښار په شمال كې د چمتلې په سیمه كې پوليسو يو ډله ييز قبر ومونده، چې په سلګونه تنه پكې ښخ شوي وو. دا لومړى ځل نه دى، چې په افغانستان كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل كېږي ، تر دې  وړاندې هم ډله ييز قبرونه موندل شوې او پكارده، چې د دغو جنايتونو عاملين په ګوته او د محاكمې په كټاره كې ودرول شي او دا هغه څه دي، چې په ترسره كېدو به يې په افغانستان كې د قانون واكمني پيل شي.

په تېرو پنځه نيمو كلونو كې د افغانستان د  ملت تر ټولو ستره هيله، د جګړې د جنايتكارانو د محاكمه كولو موضوع وه، چې لا هم د شك او شبهې په حالت كې پاتې ده او اوس اوس د جمهور رئيس په وروستيو څرګندونو ملت بيخې نا اميده شوى دى. او ترټولو د  اندېښنې وړ خو دا ده، كومو جنګي جنايتكارانو چې دغه ولس قتل كړى دى په ډاډه زړه د هېواد په دننه او له هيواده  بهر شپې تېروي او لاهم په دې هڅه كې دي، چې ملت وكړوي، چې څرګنده بېلګه يې د ولسي جرګې له خوا د جنګي جتايتكارانو د معافيت سند دى، حال دا چې ملت هيله درلوده چې د غه كسان محاكمه كړل شي، ځكه نړيوال قوانين هم د جنګي جنايتكارانو د محاكمې غوښتونكي دي.

د خانه سازۍ يو تن پخوانى كارګر مرجان وايي، چې د تنظيمې جګړو پرمهال د  ډلو ټپلو د راكټونو ښكار شوى او خپلې سترګي يې له لاسه وركړې دي. هغه وويل: زه په كور كې په راكټ لګيدلى يم، جګړه مارو له ما نه د ژوند خوږلنۍ اخيستي دي، زه له كرزي نه خپل حق غواړم او حق مې دا دى، چې دغه جنايتكاران محاكمه شي ما كرزي ته د دې لپاره رايه نه ده وركړي، چې دى دغه جنايتكاران راولي او زموږ په اوږو يې سواره كړي.

 

عبدالحق، چې د كمونستانو د واكمنۍ پرمهال يې خپل د تره ځوى له لاسه وركړى او ترننه لادركه دى له حكومت غواړي، چې د ده او د ده په څېر په نورو كسانو دې زړه وسوځي او د هغوى د كورنيو د غړو قاتلين دي محاكمه كړي.

په هرحال په افغانستان كې د اد ټولو هغو كسانو هيله او غوښتنه ده، چې دخپلو كورنيو غړي يې يا له لاسه وركړي اويا لا دركه دي، خو خلك وايي، چې د جمهور رئيس وروستيو څرګندونو يې ټولې هيلي په سيند لاهو كړي او هغه هيله، تمه او باورچې  دوى د موقت حكومت د منځته راتګ پرمهال د جمهور رئيس كرزي  پرحكومت درلود كرار كرار زيانمېږي او  ملت دې باور ته رسېږي، چې افغانستان د يوه فاسد، بيكاره او له جنګسالارانو ډك حكومت څښتن دى، چې په هېڅ يوه مرحله كې يې د عدالت د تطبيق هيله نه شي كيداى.

يادونه: دا ليكنه دكليد اوونېزې په ۲۹۵مه ګڼه كې چاپ شوې