شننه: ولې مو ماشومان فلج شي؟
ليكوال: لعل اقا شيرين
ولې مو ماشومان فلج شي؟
د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د ماشومانو د فلج ناروغي په افغانستان كې پخه ماضي لري او له كلونو كلونو راهيسې يې پرنړيواله كچه پروړاندې مبارزه روانه ده. كه څه هم چې دم ګړۍ د ماشومانو د فلج ناروغي په افغانستان كې مخ پركمېدو او د هېواد د عامې روغتيا وزارت چارواكي په خپل ټاكلي وخت د ماشومان واكسين ترسره كوي، خو بيا هم ځاى ځاى د هېواد په بېلابېلو ولايتونوكې د دغې ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو كېږي. څه موده وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان وكړ، چې د فلج ناروغۍ پنځه پېښې يې په هېواد كې ثبت كړيدي.
د عامې روغتيا وزارت د رپوټ له مخې تېركال د ټول هېواد په كچه د فلج څلور پېښې ثبت شوې وې. دغه راز په پاكستان كې سږكال د دغې ناروغۍ دوه پېښې ترسترګو شويدي.
د فلج د ناروغۍ پروړاندې له اوږدو كلونو راهيسې نړيوالې هڅې روانې دي، خو نړيوال روغتيايي سازمان، د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو صندوق او څونور سازمانونه لاهم په دې نه دي بريالي، چې دغه ناروغي په بشپړ ډول له نړۍ څخه پوپنا كړي.
لكه څنګه چې په سركې ورته اشاره وشوه په افغانستان او پاكستان كې د فلج ناروغي مخ پروركېدو وه، خو په هند او نايجريا كې د پاشلو هڅو په پايله او د واكسين نه تطبيق دا زمينه برابره كړه، چې دغه ناروغي شلو نورو هېوادونو ته خوره كړي، چې يوهم پكې افغانستان او پاكستان دى او لامل يې هغه تګ راتګ ښودل كېږي، چې د هېوادونو د وګړيو ترمنځ كېږي.
نړيوال صحي سازمان د دغې ناروغۍ پر وړاندې هغه وخت په كال ۱۹۸۸ كې مټې بډوهلې، چې د ټولې نړۍ په كچه د ۳۵۰ زره پېښو رپوټونه وركړل شوي وو. دغه رقم د نړۍ په كچه سږكال ۲۲۵ پېښوته راښكته شوى دى، چې يوازې ۱۶۹ پېښې په نايجريا كې ثبت دي.
نړيوال روغتيايي سازمان خبر وركوي، چې كېداى شي هركال ۲۵۰ زره تنه له دغې ناروغۍ سره د مبارزې د پاتې راتګ له كبله د نړۍ په څو هېوادونو كې پردغې ناروغۍ اخته شي.
دم ګړۍ په افغانستان كې له دغې ناروغۍ سره ډغرې روانې دي، خو دمحوه كېدو اميد يې ځكه پرځاى نه بريښې، چې ډېرى وخت د عامې روغتيا وزارت صحي كارونكي د هېواد په لرو پرتو او نا امنه سيمو كې له ګواښ سره مخ كېږي او دا هغه ستونزه ده، چې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې بهيريې زيانمن كړى. همدا اوس اوس په هلمند، ارزګان، كندهار، زابل او نورو ولايتونو كې د هغه ماشومانو شمېر، چې بايد د فلج پروړاندې واكسين شي يو ميليون او ۲۰۰ زره تنو رسېږي، خو د نا امنۍ له امله يې د واكسيناسيون پروسه ځڼډېدلې ده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير څرګنده كړې وه، چې د نا امنيو له امله د واكسين په تېر دور كې نږدې ۱۰۰ زره تنه ماشومانو ګډون نه درلود او دا اټكل كېده چې نږدې ۲۰ زره تنه به يې په نوي مرحله كې له واكسين څخه بې برخې پاتې شي.
جاپان هېواد د يوه تړون له مخې چې له يونيسف سره يې درلود ۴.۲ ميليونه ډالره له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د واكسين او نورو اړتياو په برخه مرسته وكړه.
د فلج لومړنى دورد سږكال په لومړيو كې پيل او تقريبا ۷.۵ ميليونه هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځوكلونو راښكته وو ترپوښښ لاندې راغلل. دا په داسې حال كې ده، چې د تېركال دناتاييد شويو رپوټو پرحواله تېركال د امنيتي ستونزو له كبله د هېواد په شرقي او غربي سيموكې د دغې ناروغۍ ۳۱ پېښې رپوټ شويدي.
افغان دولت د دغې ناروغتۍ د مخينوي په خاطر هركال څلور دورې د واكسين كمپاين په لاره اچوي، څو افغانستان له دغې ناروغۍ څخه خلاص كړي، خو لكه چې پورته اشاره وشوه، چې ډېرى پېښې په هغه سيموكې ثبت شويدي، چې هلته امنيتي وضعيت ډاډمن نه دى.
د پوليو د واكسين د اوسني دور پرمهال، چې پر۷.۴ ميليونه ماشونوبشپړشو د عامې روغتيا وزير د ماشومانو فلج ناروغي زياته خطرناكه وګڼله او د هغه پروړاندې مبارزه يې نړيوال مسووليت وباله. نوموړي د ۲۰۰۷ كال له پيله بيا تر دم ساعت په ټول هېواد كې د پنځو پېښو پخلى وكړ. يوه پېښه د هلمند ولايت په كجكي، بله د كندهار په ميوند ولسوالۍ، يوه واقعه د لغمان په مهترلام كې، يوه هم په جلال اباد او وروستۍ پېښه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې
ثبث شويده.
له دغه بحث ټوليزه موخه داده، چې د دغې ناروغۍ پروړاندې كره مبارزه وشي، ځكه چې د ماشومانو فلج ناروغي داسې وړ ناروغې ده، چې علاج يې يوازې او يوازې په وقايه او واكسين كېږي او له دې پرته بله لار نشته او پرې اخته كسان به د تل لپاره د خپلې كورنۍ د اوږو بار وي، نوهيله ده، چې ټول هېواد وال دغه ټكي ته جدي پاملرنه وكړي او دعامې روغتيا له ټيمونو سره د مرستې ملا وتړي.