تحليلي او څېړنېز رپوټ: ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه
ليكوال: لعل اقا شيرين، كليد( ۲۷۶ ګڼه)
ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه
د روان لمرېز كال د چنګاښ په ۱۴مه د كابل ښار په شمال د چمتلې په سیمه كې پوليسو يو ډله ييز قبر ومونده، چې په سلګونه تنه پكې ښخ شوي وو. دا لومړى ځل نه دى، چې په افغانستان كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل شوېدي. پر افغانستان د روسانو له يرغل راهيسې، چې تراوسه پورې په هېواد كې جګړه روانه ده، د هېواد په بېلابېلو برخو كې په لسګونه زره افغانان د نظامي ادلون بدلون له كبله وژل شوي او په ډله ييزو قبرونو كې ښخ دي، چې دا په افغانستان كې د جنګي جنايتونو سترې بېلګې بللى شو، خو تر دم ګړۍ نه يوازې دغه ټكي ته افغان دولت بلكې نړيوالې ټولنې هم جدي پاملرنه نه ده كړې، حال دا چې د دغو جنايتونو عاملين بايد په ګوته او د محاكمې په كټاره كې ودرول شي او دا هغه څه دي، چې په ترسره كېدو به يې په افغانستان كې د قانون واكمني پيل شي.
په تېرو پنځو كلونو كې د افغان ملت تر ټولو ستره هيله، د جګړې د جنايتكارانو د محاكمه كولو موضوع وه، چې لا هم د شك او شبهې په حالت كې پاتې ده.
افغان ملت د كمونستي رژيم له واكمنيدو راهيسې بيا ترننه پورې د داسې ظلمونو شاهد پاتې شوى، چې سړى يې په ويلو شرمېږي. په تېرو ۳۰ كلونو او ان ترننه پورې ملت د ربړونو او كړاوونو څكه كوي، چې څرګندې بېلګې يې په همدې تېرو دېرشو لسيزو كې لېدلى شوو.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دى، چې پكې واكمنو رژيمونو د خپلې بقا لپاره زياتې وژنې او ډول ډول نه زغمونكي ظلمونه كړي. په دې وطن كې نه پر انسان رحم شوى، نه پر فصلونو، نه پركورونو، نه پر كوچنيو نجونو او هلكانو او نه هم پر مړيو. ان په پلازمنيه كابل كې د خلكو په سرونو ميخونه ټك وهل شوي، د ښځو تيونه پرې شوي، مړي نڅول شوي، د ښځو د ماشوم زېږونې نندارې شوې، په دې ملك كې هغه څه شوي دي چې ان تاريخ يې په ليكلو شرمېږي او دا ټول هغه څه دي، چې د كورني ناتار په ترڅ كې يا د وخت د واكمنو په اشاره او يا هم په جګړه كې د ښكيلو قوماندانو او وسله والو ډلو له خوا ترسره شوي، چې تراوسه يې ترخې خاطرې د خلكو په ذهنونو كې پاتې دي. همدا چې هره ورځ د ملكي وګړيو پر كورونو بمبارى كېږي او يا په سلګونه تنه خپل كورونه پرېږدي ورته څه ويلاى شوو؟ دا به هم د ډله ييزو وژنو او مهاجرتونو بله تراژيدي وي، چې د جمهور رئيس كرزي د حكومت د واكمنتيا پرمهال تر سره كېږي او د بشر حقوقو نړېوالې ټولنې هم په دې اړه خپل غږ نه باسي.
دا څووم ځل دى، چې د روان كال له پيل راهيسي ځاى ځاى په افغانستان كې د تېرو وحشيانه وژنو او كړنو پاتې شونې پېدا كېږي او د تېرو جنايتونو په اړه سړى هېښوي. د بشري حقونو د سازمانونو د سروي ګانو له مخې چې رسمي ارقام بلل كېږي، په ټول هېواد كې ۸۸ ډله ييز قبرونه شتون لري، خو د چمتلې دښتې او بد خشان ولايت د ډله ييزو قبرونو موندنه هغه څه دي، چې د خلكو په ذهنونو كې د تېر ناورين د ډله ييزو وحشيانه وژنو ښكارندويي كوي.
د چمتلې په دښته كې تر موندل شويو قبرونو وړاندې، په فراه، غزني او هرات كې دا ډول ستر او كوچني ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. په غزني ولايت كې خو د موندل شويو مړو په اړه ويل كېدل، چې جامې او مړي يې نه وو خراب او پېژندل كېدل، چې د كوم ځاى او كلي دي او څه وخت وژل شوي دي.
د چمتلې د دښتې د موندل شوي ډله ييز قبرد عيني شاهدانو په وينا په دغو قبرونو كې، چې په حقيقت كې لس بېلابيل قبرونه گڼل كېږي، ځينې مړي د ناستې او پر دېوال د تكيې په حالت كې وو، څو كوپړيو د دې ښكارندويي كوله، چې په ګوليو وېشتل شوي. ډېرى جسدونو دا سپيناوى كاوه، چې د ځينو شخصي جامې په تن وي. د چمتلې په سمڅو كې د ملكي وګړيو ترڅنګ داسې جسدونه هم ترلاسه شوي، چې عسكري يونيفورم يې درلود، دغلته يو عسكري بوټ هم ترلاسه شوى، چې له جرابې سره د پښو هډوكى پكې پروت و.
دغه قبرونه د كوم وخت دي؟
د چمتلې په دښتنه كې د موندل شويو قبرونو په ا ړه په لومړي سر كې ويل كېدل، چې دا د كمونستانو د واكمنۍ په دورې پورې اړه لري، خو وروستيو موندنو د امنيتي او څارونكو په ذهن كې د شكونو لړۍ پراخه او په همدې موخه جمهور رئيس كرزي د پيښې د لا ښه سپيناوي په خاطر د فضل الهادي شينواري په مشرۍ يو كميسيون وټاكه. دغه كميسيون د چنګاښ په ۲۴ مه د چمتلې دښتې له ډله ييزو قبرونو څخه لېدنه وكړه او د جسدونو نموني يې سره واخيستې او ويې ويل، چې د يوې اوونۍ په ترڅ كې به په ډاګه كړي، چې دا قبرونه په كومې دورې پورې اړوند دي؟ دا همهغه پوښتنه ده، چې د دغو قبرونو له موندلو راهيسې د خلكو ذهنونه مشغول كړي، خلك پوښتي چې دا خلك چا وژلي؟ خو فضل الهادي شينواري له رسنيو سره وويل: "کرزى ښه پرې پوهېږي، چې دا د چا کار دى خو دا چې نه يې وايي په دې نه پوهېږم."
په هرحال دا ټول هغه څه دي، چې په تېرو ناخوالو شاهدي وايي او خلك يې د قاتلانو د محاكمه كېدلو غوښتنه كوي، خو دم ګړۍ د دغو قبرونو د جسدونو پاتې شوني د DNA لپاره استول شوي، چې تر معاينې وروسته به يې لرغونتوب څرګند شي. د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواك كميسيون كميشنر فهيم حكيم وويل، چې د يوناما په مرسته دوه تنه بهرني متخصين راغلي او خپلې لومړنۍ څېړنې يې پيل كړيدي، هغه وويل:" عملا انها كار خود را شروع كرده، بعد تر ببينيم كه نتايج تحقيقات و دريافت هاى انها چيست و چطور ادم ميتواند چقدران را شريك بسازد."
ښاغلي فهيم دا هم وويل، چې له تېروڅوكلونو راهيسې د خلكو نږدې لس زره بېلابېل شكايتونه د افغانستان د بشر حقوقو خپلواك كميسيون ته رسېدلي دي، چې يوه برخه يې په لادركه اشخاصو پورې اړه لري، هغه وايي:" درمجموع شكايت حقوق بشري بيش از ده هزارشكايت به كميسيون رسيده،كه شامل انواع و اقسام تخطى ها ميباشد، كه غايب شده ها و كسانيكه ګمشده ها دارند يكى ازين كته ګورى ها را تشكيل ميدهند."
په هرحال كه څه هم چې د چمتلې د دښتې د جسدونو په اړه لا تراوسه كوم كره معلومات په لاس كې نشته، خو ويل كېږي، چې په دغه سيمه كې د شوروي د يرغل پرمهال د هغوى د پټو زندانو د شتون احتمال نه شي رد ېدلاى. بل پلو دغه سيمه د كورني تاوتريخوالي پرمهال هم د خونړيو جګړو شاهده وه، خو په هر چا پورې چې تړلي وي، د ډله ييزو قبرونو موندنه د كمونست پلوه رژيم ترخې خاطري خلكو ته ورپه زړه كوي. لكه څنګه چې د مخه وويل شول، له چمتلې پرته د كابل په نورو سيمو او د افغانستان په نورو ولايتونو كې هم دا ډول ډله ييزقبرونه موندل شويدي، چې په دې ډله كې له بدخشان، پكتيكا، هرات، ننګرهار، بلخ، لوګر، پروان، فراه او غزني څخه يادونه كولاى شوو، چې پكې په زرګونه تنه بې ګناه افغانان ښخ دي، خو عاملين يې تراوسه هم نه دي په ګوته شوي. د چمتلې د ډله ييز قبر په اړه ويل كېږي، چې په كې زر تنه وژل شوي. د ليلې په دښته كې د درې زرو تنو د وژلو رپوټونه وركړل شوي دي. د بدخشان په ډله ييزقبر كې د ۴۰۰ تنو جسدونه وموندل شول. د څرخي پله په ډله ييز قبر كې د ۲۰۰۰ تنو جسدونه پراته وو، په يكاولنګ كې داسې مړي موندل شوي وو، چې د زياتې يخنۍ له امله يې مړي سره نه بېلېدل، په سلګونو تنه نور د امو په سيند لاهو شوي او په سلګونو نور د خښتو په داشونو كې سوځېدلي دي، چې اصلا يې څوك نښه نښانه هم نه شي موندلى. كه څه هم چې د زياتو وژنو نسبت د خلق او پرچم كمونستي رژيم ته كېږي، خو د مجاهدينو ترمنځ په خپل منځي جګړو كې يوازې ۶۵ زره د كابل بې ګناه ښاريان هم وژل شوېدي. دغه راز د كمونستي رژيم د واكمنۍ پرمهال هم ځينې وخت مجاهدين پخپلو كې سره په جګړه بوخت وو او ځاى ځاى يې يو بل وژل. دا ټول جنايتونه د دې څرګندويي كوي، چې په تېرو دېرشو كلونو كې راغلو نظامونو د خپلې پاتې كېدا په خاطر له ډېرې بې رحمۍ څخه كار اخيستى. په افغانستان كې د كرزي حكومت په راتګ سره دا هيله كېدله، چې له دې وروسته به افغانستان د يوه قانونمند نظام څښتن شي او د تېرو جنايتونو له عاملينو سره به محاسبه كېږي، خو نه يوازې د خلكو دغه هېله پوره نه شوه، بلكې د افغانستان د ولسي جرګې له خوا داسې يو منشور تصويب شو، چې دغه وړ جنايتكارانو ته يې له قانون څخه د تېښتې لار پرانسته.
د دغه تصويب شوي منشور له مخې په تيرو جګړو كې د ښكېلو ډلو لپاره د يوه داسې ضمانت غوښتنه شوې، چې په راتلونكي كې له هر ډول عدلي او قضايي تعقيب څخه يې خلاصوي، حال دا چې د جنګي جنايتكارانو د بښنې صلاحيت يوازې او يوازې د جګړې قربانيان لري او بس.
دا هماغه منشور دى، چې د نړيوالو حقوقي هنجارونو، د څلورګونو كنوانسينونو، د نړيوالو مدني حقوقو د ميثاقونو، د بشر حقوقو د نړيوالې اعلاميې او په ټوليز ډول د بشري حقوقو د ارزښتونو خلاف و. د بشري حقونو او چاپېريال ساتنې د سازمان رئيس عبدالرحمن هوتكي وايي، چې دغه سند د سياسي ګروپونو ترمنځ لاسليك شوى، چې د افغانستان د خلكو لپاره نه پايله لري او نه هم رسمي بڼه خپلولى شي. د نوموړي په وينا په نړيواله كچه پنځه ډوله جنايته، په جهان شموله( ډله ييزې وژنې، نسل كشي، له بشري حقونونه تخطي او څونور) جنايتونو كې شمېرل كېږي چې له مخې يې افغانستان نه شي كولاى د نړيوالو اصولو پرخلاف عمل وكړي، هغه وويل:" د دغو جنايتكارانو بښنه د افغانستان د مظلوم ولس حق دى او هېڅوك يې ترې نه شي اخيستى."
د افغانستان بېوزله خلك، چې په تيرو۳۰ كلونو كې د ډلو ټپلو د شومو اغراضو قربانيان دي، د حقوقو د تحقق لپاره يې پكار وه، چې حكومت د بشر حقوقو د څار ډلې له غوښتنې سره سم د دوى د محاكمې لپاره يوه اختصاصي محكمه جوړه كړې واى خو ليدل كېږي، چې دغې مسالې ته زياته توجه نه ده شوې.
د بشر حقونو د څار نړيوالې ډلې له پارلماني ټاكنو مخكې او وروسته زيات رپوټونه خپاره كړي دي. د څار نړيوالې ډلې په خپلو رپوټونو كې يو شمير کسان د كورنيو جګړو په ترڅ كې په جنايتونو تورن كړي وو او له كرزي څخه يې د دې غوښتنه كړې وه، چې د دغو جنايتكارانو د محاكمې لپاره يوه ځانګړې محكمه جوړه كړې، خو متاسفانه نه يوازې دغه محكمه جوړه نه شوه، بلكې د دغه رپوټونو خپريدل په هېواد كې د جنګسالارانو له خوا يو مغرضانه اقدام وبلل شو.
د هيومن رايتس په رپوټ كې د عبدالرشيد دوستم يادونه شوې وه، چې لوړه څوكۍ لري. دغه ډول په راپور كې د پخواني قوماندان عبدالكريم خليلي يادونه هم شوې وه، چې دا مهال د ولسمشركرزي دوهم مرستيال دى. د عبدالرسول سياف او مارشال فهيم نومونه هم په دې رپوټ كې راغلي وو، چې يو يې د ولسي جرګې او بل يې د مشرانو جرګې غړى دى.
همدا راز دغه سازمان ګلبدين حكمتيار تر ټولو پورتنيو كسانو د بدو جنايتونو په ترسره كولو تورن كړى و، چې اوس هم د دولت په مخالفت كې واقع دى او په افغانستان كې جهاد روا بولي.
د عامه وژنو تاريخي بهير ته كتنه
كه چېرې په افغانستان كې د ډله ييزو وژنو ماضي ته نظر وكړو، جوتېږي چې دغه لړۍ د ظاهرشاه د حكومت له نسكورېدو سره جوخته پيل شوې، چې ځورونكي كيسې يې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلكو په ذهنونو كې را ژوندۍ كېږي.
ډېرى تاريخ ليكونكي د ظاهرشاه ۴۰ كلنې پاچاهۍ ته د افغانستان په تاريخي بهېر كې له جګړې څخه د لرې دورې لقب وركوي او ورسره وايي، چې په دغه دوره كې خلك د پام وړ هوسا ژوند خاوندان نه وو، حال دا چې تر نورو دورو ښه بلل شوېده. له ۱۳۵۰كال راهيسې، چې په افغانستان كې ګوندي سياليو ته زمينه برابره شوه، د وخت حكومتي چارواكو خپل زيات شمېر مخالفين بند ته ورغورځول. په ۱۳۵۲كال كې هغه وخت چې شهېد سردار داودخان د حكومت واګي په لاس كې واخيستل د حكومت د يو شمېر مخالفينو پر ګډون يې د اسلامي ګوندونو يو شمېر غړي جيل ته ورغوځول او د هغوى پر ځپلو او كړولو يې لاس پورې او يو شمېر كسان يې ووژل. ډېرى كارپوهان د بې ګناه وګړيو د وژلو نېټه پرهمدغې دورې پورې تړي، خو په رښتنې مانا د عامه وژنو لړۍ هغه وخت زور واخيسته، چې د يوې خونړۍ كودتا په ترڅ كې داودخان شهيد شو. د ۱۳۵۷كال له كودتا وروسته د اخوان او مجاهد په نوم د ولس د وژلو لړۍ پيل او په سلګونو تنه په ډله ييز ډول ووژل شول، چې نه يې قبر معلوم دى او نه يې د كورنۍ غړي پر وژل كېدو خبر دي.
د تره كي، امين او ببركارمل د زوراكۍ او د كودتايي رژيمونو پرمهال له غريب نه د د فاع په نوم هغه خوار او غريب خلك وژل شوېدي، چې همدا اوس يې هم شلېدلي بوټان او پيوند پيوند واسكټونه له موندل شويو قبرونو څخه د هغوى پر جنايتونو ګواه دي. د كارپوهانو په وينا كمونستان د ډله ييزو وژنو د لومړنيو عاملانو په توګه پېژندل كېږي، چې د څرخي پله له زندان څخه نيولې د امنيت او خاد ټول زندانونه پرې شاهدي وايي. د كابل په پليګونونو كې د هغه مظلومو انسانانو نارې اوس هم اورېدل كېږي، چې په زيات قصاوت سره يا ژوندي ترخاورلاندې شوي او يا روسي ټانكونو يې په خپلو عرابو د بد ن غړي ټوك ټوك كړېدي. د عيني شاهدانو او هغه زندانيانو په وينا، چې د كابل په څرخي پله زندان كې بنديان وو، هره شپه په لسګونه تنه له دغه بند څخه تر ايستل كېدو وروسته وژل كېدل.
د كمونستانو د حكومت له نسكورېدو سره سم، كله چې مجاهدينو د قدرت واګي په لاس كې واخيستل، كابل د خپل منځي جګړو ښكار شو او د تنظيمي نښتو په ترڅ كې نږدې ۶۵ زره بې ګناه كابل ښاريان ووژل شول. خلك په دغه دوره كې د ډله ييزو وژنو او جنسي تېرو خبرې كوي، چې د بشري حقونو د عدالت رپوټ يې ښه ګواه دى
د دغه رپوټ پربنسټ په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ كلونو ترمنځ يوازې په ۱۷ توغندويي او هوايي بمباركې نږدې ۱۰۰۰ تنه ملكي وګړي وژل شوېدي. په دغه دوره كې د جنستي تېرو پيښې هم كمې نه دي، چې نوموړى رپوټ يې په مستند ډول بېلابېلو ګوندونوته نسبت كوي او لوستل يې نه يوازې خلكوته ګټور ثابتيداى شي، بلكې د تېرو دورو د ظلمونو، وژنو، جنستي تېريو، چورو چپاول او قتل عامو ژوندى انځوردى.
د مجاهدينو له پرځېدو وروسته طالبانو د افغانستان ډېرۍ ولايتونه ونيول او پرمزار يې د بريد تابيا وكړاو له جنرال ملك سره جوړجاړي ته ورسېدل، خو جنرال ملك ورسره خيانت وكړ او ورباندې راباندې يې كړه په همدې موده كې د ليلې د دښتې پيښه رامنځته شوه او د عدالت د رپوټ په حواله نږدې درې زره طالبان پكې ووژل خو نور رپوټونه د ليلي دښتې د وژل شويو طالبانو شمېر لس زره ښيي، چې په ډېر ظالمانه ډول وژل شوي وو. د عدالت د رپوټ په حواله تردې وروسته بيا په باميانو او يكاولنګ كې خونړۍ پيښې رامنځته شوي او طالبانو په انتقامي ډول خلك ووژل. رپوټ وايي جنرال دوستم ۲۰۰ تنه طالب بنديان په كانتېنرونو كې اچولې وو، چې بيا وروسته خفه شول.
د طالبانو له پرځېدو وروسته د موقت او انتقالي، ورپسې د جمهور رئيس كرزي د رياستي دورې چارې پيل شوې. په دغه دوره كې د دې پرځاى چې د ډله ييزو وژنو مخه نيول شوې واى، بل نوم پرې كېښودل شو او دا مهال خلك د ناټو او امريكايي سرتېرو په بمباريو كې مري، چې دا هم د تېرو جنايتونو دوام بللى شو. په دې مانا چې په دې تېرو دېرشو كلونو او روانو حالاتو كې يوې ډلې هم صرفه نه ده كړې، چاته چې قدرت په لاس ورغلى ترخپله وسه يې ملت كړولى دى او خلك يې وژلي دي.
د ساري په توګه كه څوك یو ځلې د چمتلې د دښتې سیمه وګوري د بې شمیره بې ګناه افغانانو د بدن هډوکي، کوپړۍ او شلیدلې جامې او بوټان به خامخا داسې پوښتې، چې موږ په کومه ګناه په داسې حال کې ووژل شوو، چې څوک مو قبرونه هم نه شي موندلای؟ ولې راسره داسې لوی ظلم ، جفا او بې باكه چلند وشوو؟ ولې هغه ظالمان د محاکمې میز ته نه راښكل كېږي، چې موږ یې پرته له کومې ګناه وژلي او يا ژوندي تر خاورو لاندې کړي یو؟ په همدې توګه په سلګونو دغه راز پوښتنې د چارواکو او نړیوالو مخې ته ږدي، خو اساسي پوښتنه دا ده، چې د دغو جنايتو عاملين څوك دي ، څه شول او چېرته لاړل؟ ايا د دغو جنايتكارانو له ډلې څخه ځينې يې اوس هم په دولت كې دندې نه لري؟ ايا د ښاغلي فضل الهادي شينواري په خبره، چې وايي كرزى د دغو جنايتونو عاملين پېژني، نه يې پېژني او كه د محاكمه كولو وس يې نه لري؟ دا هغه پوښتنه ده، چې بايد جمهور رئيس كرزى يې په خپله ځواب كړي څو د ملت قناعت حاصل شي.
په هرحال د افغانستان ټول خلك په دې پوهېږي، چې هېواد چا د بربادۍ كندې ته ټيل واهه او په لسګونو زره افغانان چا قتل كړي. جالبه دا ده، چې دغه كسان، چې پرې د جنګي جنايتكارانو شك كېږي، له دې دومره سترو برباديو وروسته اوس د يوه مېز ترشا ناست دي او لاس په لاس يا نوي ګوندونه جوړوي او يا هم له محاكمې څخه د خلاصون په موخه قوانين تصويبوي.
همدغه كسان وو، چې افغانستان يې پر كنډواله بدل كړ، قانون يې له منځه يوړه، خېلواك نظامونه يې رامنځته كړل او هېواد يې ګدايى ته كيناوه او د افغانستان په بېدياوو كې يې د ونو پرځاى ماينونه وكرل. خوهغه څه چې په دې منځ كې خورا د پام وړ بريښي هغه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مسلمانو خلكو رښتنى جهاد دى، چې په نتيجه كې يې روسان د نړۍ په كچه مات شول.
كه كرزى مې غوښتنه نه مني ورته ښېراوې كوم
د چمتلې دښتې د قبرونو له موندل كېدو وروسته د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون وياند نادر نادري په يوه خبري ناسته كې څرګنده كړه، چې په تېرو وروستيو كلونو كې ۲۰ ډله ييز قبرونه پېژندل شوي دي، كه څه هم چې دا نه ده څرګنده، چې دغه قبرونه په دقيق ډول په كومې دورې پورې تړاو لري؟ خو اړينه بريښي، چې د بشر حقونو هغه خپلواك سازمانونه، چې تل د دې ډول قبرونو د موندل كېدو پرمهال چيغې وهي په دې برخه كې بنسټيزې څېړنې وكړي او د پيښو د رامنځته كېدو د څرنګوالې او د عاملينو د پېژندنې لپاره په خلاص مټ كار وكړي. دا په دولت، كورنيو او نړيوالو بشري سازمانونو ده، چې عاملين پيدا او هغوى ته د سزا وركولو زمينه برابره كړي. د اندېښنې وړ خبره خو دا ده، چې كومو جنګي جنايتكارانو چې دغه ولس قتل كړى دى په ډاډه زړه په دننه په هيواد كې او له هيواد نه بهر شپې تېروي او لاهم په دې هڅه كې دي، چې ملت وكړوي، چې څرګنده بېلګه يې د ولسي جرګې له خوا د جنګي جتايتكارانو د معافيت سند دى، حال دا چې ملت هيله درلوده چې د غه كسان محاكمه كړل شي، ځكه نړيوال قوانين هم د جنګي جنايتكارانو د محاكمې غوښتونكي دي
د كارپوهانو په وينا ټول نړيوال قوانين او اصول هغه جنايتونه، چې د جګړې د جنايتونو په نوم ياديږي او د جګړه مارو ډلو ټپلو له خوا د ملكي وګړيو پر خلاف وي غندي او د جنايتكارانو د محاكمې غوښتنه يې كوي.
خو په افغانستان كې يو شمېر كسان دا دليل راوړي، چې د هېواد قوانين داسې نه دي چمتو شوي، چې د جنګي جنايت كارانو محاكمې ته لار پرانېزي، حال دا چې ډېرى حقوق پوهان او هغه كسان چې د بشري حقونو د سازمانونو غړي دي دا باور لري كه چېرې د يوه هېواد ملي قوانين د جنګي جنايتكارانو د محاكمې لپاره يا كافي نه وي او يا يې د محاكمې قوت ونه لري، بيا دا ډول اشخاص په نړيوالو محكمو كې محاكمه كېږي. غلام سخي څاڅكى چې كلونه كلونه د بشري حقونو په سازمان كې دنده ترسره كوي وايي، چې په افغانستان كې د څارنوالو او قاضيانو ستونزې ډېرې دي ، نو پردې بنسټ پكارده، چې د هاګ د نړيوالې محكمې قاضيان او څارنوال په دې برخه كې مرسته وكړي او د مجرمينو د محاكمې چارې په نړيواله محكمه كې سمبال كړي. هغه وويل:" موږ له دولت نه غوښتې دي، چې د دغو جنګي مجرمينود محاكمې له پاره لارپرانېزي، خو متاسفانه چې دولت په دې برخه كې ډېر بې تفاوته دى."
خو ښاغلى هوتكي د جنګي جنايتكارنو د محاكمې لپاره د قوې ارادې اړتيا ويني او وايي چې د قوانينو له شتون سره سره به بې له يوې قوې اداري د دغو كسانو محاكمه كول ګران وي، هغه وويل:" ولو كه قوانين هم موجود وي او اراده نه وي بيا به هم موږ ونه شو كړى، چې دغه سياسي مجرمين محكمې ته كش كړو."
هغه وايي چې نه يوازې د افغانستان قوانين په دې برخه كې پوره صراحت لري، بلكې نړيوال اصول هم شته دي، چې افغانستان يې لاسليك كړى او كله چې افغانستان هغه لاسليك كړي دي، نو دا په دې مانا دي، چې دغه پروسه وارزول شي.
د كارپوهانو په وينا د دغې خبرې د سپيناوي لپاره د ۱۹۴۹ ميلادي كال د ويانا د څلورګونو كنوانسيونونو يادونه حتمي ده، چې د ملكي وګړيو د حقونو د خونديتوب په اړوند صادر شوېدي او ټولې نړۍ منلې هم ده.
دغه راز د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه هم د دې خبري سپيناوى كوي، چې انسانان د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره عدالت ته د رسيدلو حق لري او كه د نړۍ په هر ګوټ كې دا ډول پرېكړې ترسره شي، هغه ټولې د بشرحقونو خلاف عمل دى. بل خوا د ملګرو ملتونو منشور هم په خپله مقدمه كې د ټولو وګړيو او انسانانو حقوق خوندي ساتلي او د هغو تضمين يې كړى دى. نو پر دې بنسټ دا پر افغان دولت پورې ده، چې په هر ډول كېږي بايد د دغو جنايتكارانو محاكمې ته لار پرانېزي او د ملت دغه غوښتنه پوره كړي.
د خانه سازۍ يو تن پخوانى كارګر مرجان وايي، چې د تنظيمې جګړو پرمهال د ډلو ټپلو د راكټونو ښكار شوى او خپلې سترګي يې له لاسه وركړې دي. هغه وويل: زه په كور كې په راكټ لګيدلى يم، چګړه مارو له ما نه د ژوند خوږلنۍ اخيستي دي، زه له كرزي نه خپل حق غواړم او حق مې دا دى، چې دغه جنايتكاران محاكمه شي او كه كرزى زموږ دا غوښتنه نه مني ورته ښېراوې كوم.
ارمان ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه ګڼه كې د څرخي پله د يوه زنداني عنايت الله توفان له قوله داسې نقلوي:" من به عنوان يك زندانى آن دوران، شاهد اعدام بسياري از مجاهداني بودم كه از جانب حاكميت آن وقت به شهادت مى رسېدند."
هغه زياتوي: "كسانيكه اعدام مي شدند، نيروهاى امنيتي واضحا برايشان ميګفتند كه شما اعدام و زنده به ګور مي شويد."
په هرحال د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شوو، چې د ولسي جرګې له خوا تصويب شوې مسودې هغه كسان معاف كړل، چې د افغانستان د بدبختيو ستر عاملين ګڼل كېږي، خو كله چې سړى د چمتلې او يا نورو دښتو كې د مړو د بدن هډوكي او په ګوليو غلبيل غلبيل كوپړۍ ويني، عام غبرګون ته لار پرانېزي، چې بايد د دغو پيښو اصلي ترسره كوونكي د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د چمتلې دښتې ډله ييز قبر تر هرڅه وړاندې د تېرو واكمنو د زور زياتي، ظلم او استبداد ښكارندويي كوي، چې په څه ناځوانمردانه ډول وژل شوي او كله چې سړى د دولت كړنو او چارو ته نظر اچوي له دې پرته، چې د موندل شويو قبرونو پر جسدونو وژاړي بل څه نه شي كولاى. او دولت پرته له دې، چې پر دغو قبرونو بيرغونه ودروي بل څه يې په وس پوره نه ښكاري.