د غالۍ اوبدلو صنعت بايد پراخ كړى شي
ليكوال: لعل اقا شيرين
د غالۍ اوبدلو صنعت بايد پراخ كړى شي
كابو يوه يوه نيمه مياشت وړاندې د سوداګرى وزارت په نوښت، په كابل كې د افغانستان د غاليو لومړنى نړيوال نندارتون پرانيستل شو. په دغه نندارتون كې د هېواد له ګوټ ګوټ نه ۲۴ زره متره مربع غالۍ نندارې ته وړاندې او دا نارې ووهل شوې، چې ګواكې د تېرو كلونو په پرتله د افغاني غالۍ بازار ګرم شوى دى، خولكه ځنګه ، چې لېدل كېږي دغه صنعت تر زياتې كچې د دولتي چارواكو په تېره بيا هغو ادارو له پامه غورځېدلاى دى، چې د سوداګرۍ د پراختيا او پانګونې په برخه كې كاراو په فعاليت بوختې دي.
د هېواد ټولو خلكو ته جوته ده، چې د غالۍ اوبدلو صنعت په افغانستان كې نږدې دوه زره كلنه ماضي لري او بهرته د افغانستان له مهمو صادراتي توكو څخه شمېرل كېږي. غالۍ د افغاني صنعت په هغه ډله كې راځي، چې ډېرى برخه يې د هېواد په شمال كې د اوبدونكو په زيات زيار او هڅو په هنرمندانه شكل په لوړ كيفيت جوړېږي او د همدې ځانګړنې له امله په بهرنيو بازارونو كې د نورو سوداګرېزو فرشونو په پرتله له خاص شهرت او ځايه برخمنې دي.
له دې سره سره، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزير ميرمحمد امين فرهنګ د تېرو كلونو په پرتله د غاليو د صادراتو د سلنې د لوړېدو خبره كړې، خو د اندېښنې وړټكى دا دى، چې پردغه صنعت د افغانانو ولكه كرار كرار له لاسه وځي او ګاونډي هېوادونه يې په هغه او دغه راكابو كوي. دم ګړۍ زموږ ګاوڼدى هېواد پاكستان له افغاني غاليو څخه په كلنۍ كچه لږ ترلږه ۱۴ ميليونه ډالره ګټه پورته كوي، په دې مانا چې په سلو كې ۹۷ افغاني غالۍ د پاكستان له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او يوازې په سلو كې ۳ فيصده يې افغان ملي سوداګر د سوداګرى په موخه او هدف بهرنيو هېوادونو ته لېږدوي.
د غالۍ اوبدلو صنعت، چې په افغانستان كې تركرنې وروسته په سوداګرېز لحاظ د اقتصاد لويه او ستره برخه جوړوي او كلنۍ عايد يې نږدې ۴۳۰ مليونه ډالرو ته رسېږي له پامه غورځېدلاى بريښې. دولت، چې اوسمهال د بيارغونې پر بېړنيو چارو بوخت دى ايا كولاى شي، چې د هېواد د غالۍ اوبدلو پر صنعت له سره خپله ولكه ټينګه كړي او كه څنګه؟ په داسې حال كې، چې د غالۍ اوبدنې ټوله پروسه په پاكستان كې بشپړه او له هغه ځايه بهرنيو ماركيټونوته صادرېږي او پاكستاني سوداګر د ټولې ګټې دريېمه او يا دوهمه برخه ګټه ترګوتو كوي.
د غالۍ اوبدولو پرصنعت د افغانستان د كنټرول مساله هغه څه دى، چې نيغ په نېغه ګټه يې د هېواد وګړيو په تېره بيا هغه ښځو، كوچنيانو، ماشومانو او كسبه كارانوته رسېږي، چې پر دغه صنعت واكمن دى او كلونه كلونه يې په ميراثي شكل دغه صنعت مخته وړى، خو په خواشينۍ سره بايد وويل، چې افغان حكومت لاهم په دې برخه كې كومه جدي كړنلاره ترلاس لاندې نه ده نيولې او لاهم ډېرى افغان غالۍ اوبدونكي په پاكستان او نورو بهرنيو هېوادونو كې ميشت دي او ان داسې اوازې هم خپري دي، چې دغو غالۍ اوبدونكو ته پاكستاني حكومت د پام اسانتياوې برابرې كړې او ان دا ژمنه يې ورسره كړېده، چې دوى له پاكستان څخه نه ايستل كېږي، نو په داسې يوه حالت كې چې افغان غالۍ اوبدونكي ورسره مخ دي د افغان حكومت او دولت دنده څه كېداى شي؟ ايا حكومت دا وړتيا نه لري، چې دغه كسان جذب كړي؟ ايا دا د افغانستان د حكومت دنده نه ده، چې دغو غالۍ اوبدونكو ته په هېواد كې د فعاليت زمينه برابره كړي او كه څنګه؟
پر پورتنيو ټكو سربېره هېواد ته د بهرنيو غاليو وارداتو بيا په خپل وار په هېواد كې د اصيلو افغاني غاليو بازار او ماركيټ له خنډونو اوننګونو سره مخ كړى دى.
افغانستان ته بهرنۍ وارداتي قاليني له هغه غاليو سره ستر توپير لري، چې په افغانستان كې دننه په لاس جوړېږي، خو افغانان د ناسم اقتصادي وضعيت له امله له بدي ورځې د بهرنيو غاليو پيرته اوږه وركوي او دا ټكى بيا د دې لامل ګرځي، چې د افغاني غاليو بازار كمزورى او كمرنګه شي.
نږدې دوه مياشتې وړاندې د هېواد په شمال كې افغان صنعت كارانو اندېښنه وښوده، چې هېواد ته د بهرنيوغاليو وارداتو د افغاني غاليو بازار له سقوط او ځوړ سره مخ كړى دى ، په داسې حال كې، چې لسګونه ښځې او ماشومان په بدخشان، تخار، كندز، سمنګان ، سرپل، جوزجان، فارياب او بلخ ولايتونو كې په غالۍ اوبدلو بوختې دي او له همدې لارې خپله نفقه او د كور اړتياوې برابروي.
افغاني غالۍ د سيالۍ جوګه دي، خو
د غالۍ اوبدونكو ترمنځ لكه څنګه چې د دغه فن صنعت كاران، هنرمندان او كاريګر وايي د خال محمدي ، دول غالۍ ، چې په اندخوى ولسوالۍ كې اوبدل كېږي، له ځانګړې اعتبار او ارزښت څخه برخمنې دي او په نړيوالو ماركيټونو كې نږدې دوه سوه زره ډالره پېرل كېږي، په دې مانا چې په نړيوالو ماركيټونو او بازارونو كې افغاني غالۍ له ښه شهرت او اعتبار څخه برخمنې دي او خلك پرې زياتې پيسې وركوي.
د بهرنيو ماركيټونو ترڅنګ دا ډول غاليو د هېواد په دننه كې هم ښه تود بازار درلود، خو دولت د اقتصادي ځواك د پياوړتيا په نوم د ازاد بازارد اقتصاد په منلو سره د سوداګرېزو سياليو پراختيا ته زمينه برابره كړه او افغانستان د بهرنيو هېوادونو د صادراتي توكو په تېره بيا غاليو په منډوي بدل او افغان سوداګر يې له زياتو ننګونواو ستونزو سره مخ كړل.
بل پلو افغان سوداګر سرټكوي، چې اروپايي او غربي هېوادونو ته د افغاني غاليو د صادرولو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي پورته شوي او هغوى اړ دي، چې د پاكستان له لارې د پاكستان په مهراو ټاپي خپلې قالينې اروپايي او نورو هېوادونوته صادري كړې.
دغه صنعت كارانو په وار وار له دولت څخه غوښتې دي، چې د افغاني غالۍ د صادراتو په برخه كې دې له دوى سره پوره پوره مرسته وشي او افغانستان ته دې د بهرنيو توكو پر وارداتو كنټرول ولګول شي، كه څه هم چې دولت په دې برخه كې څه ناڅه په هڅو بوخت دى اود ولسمشر د لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود په وينا، چې ويلي دي دوى به د غاليو د توليداتو د ډېرولو په لاره كې خپلې مرستې ونه سپموي، د اومو موادو، ټرانسپورټي وسايلو او د صادراتو د ښو شرايطو په برابرولو سره غواړي، چې د غالۍ اوبدونكو لپاره كاري شرايط ښه اود هېواد عايداتو ته وده وركړي، خو پوښتنه دا پيدا كېږي، چې دغه كارونه به څه وخت او كله كېږي؟ په داسې حال كې چې افغان غالۍ اوبدونكو او صنعتكارانو په وار وار دا ګواښنه كړې كه چېرې دولت د دوى ژوند اوامكاناتو ته جدي پاملرنه ونه كړي دوى اړ دي، چې له دغه كارڅخه لاس واخلي او د غالۍ اوبدلو صنعت د نابودۍ له ګواښ سره مخ شي.
قاري حليم د افغانستان د غاليو د اتحاديي رئيس د افغاني غالۍ د نندارتون د پرانستنې پرمهال وويل، چې افغان صنعتكاران نه بنيادي اسانتياوي لري او نه هم نړيوالو بازارونو ته لاسرسى. نوموړي وويل:" څو كلونو جګړو د غاليو پرصنعت منفي اغېز كړى، خو متاسفانه چې افغان دولت په دي تېرو پنځوكلونو كې نه دى توانيدلى، چې د صنعت كارانو له سرڅخه همدغه تورې وريځي لري."
د نورو افغان صنعت كارانو په څېر د نوموړي يوه عمده او اساسی غوښتنه همدا وه، چې صنعت كارانوته دې داسې زمينې برابرې شي، چې دوى وكولاى شي خپلې قالينې د افغاني قالينو په نوم بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوي.
هغه زياتوي، چې دم ګړۍ د ټرانسپورټي ستونزو او بهرنيو ماركيټونو ته د افغان صنعت كارانو د نه لاسرى له امله يوازې په سلوكې دوه نيم فيصده غالۍ د افغاني غاليو په نوم بهرته صادرېږي او پاتې نورې يې د ګاونډيو هېوادونو په نوم.
د سوداګرۍ وزېر ډاكټرمحمد امين فرهنګ وايي، چې دوى افغان صنعت كارانو ته د بنيادي هڅو په برابرو بوخت دي او د همدې هڅو په يايله كې د تېركال په لومړى ربع كې د ۵۳ مليونه امريكايي ډالرو په ارزښت يې بهرته د قاليني صادرات لرل او د سږكال په لومړى ربع كې د ۵۶ ميليونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادري شويدي.
ولې وطنۍ غالۍ د پاكستان په نوم صادرېږي
لكه ځنګه مو په سركې ورته اشاره وكړه د جګړې په كلونو كې د غالۍ اوبدلو صنعت بهرنيوهېوادونو په تېره بيا پاكستان او اېران ته كډه وكړه او په سلګونو وتلي او تكړه غالۍ اوبدونكي مو بهرنيو هېوادونو ته مهاجراوهلته يې د غالۍ په اوبدلو پيل وكړ او د غالۍ اوبدلو پرصنعت د افغانستان ولكه له كنټروله ووته، پوښتنه اوس همدا ده، چې څنګه او څه وړ دغه چار د افغانستان له كنټروله ووت او لاوځي؟ افغان صنعت كاران او غالۍ اوبدونكي په دې اړه ډېر زيات ګومانونه او اندونه مطرح كوي، خو ترټولو عمده لامل يې بيا هماغه جنګ او جګړې ښودل كېږي، چې له امله يې په سلګونه غالۍ اوبدونكي بهرنيوهېوادونوته ولاړل او له مجبوري ورځې يې د مهاجرت په شپو ورځوكې له سره د غالۍ په اوبدلو لاس پورې كړ،خو كله چې د غالۍ اوبدلو توليدونكو غوښتل خپل محصولات بهرته صادر كړي، پاكستاني حكومت د داسې يوه فرمان په صادرولو لاس پورې كړ، چې له مخې يې افغان صنعت كارانو او سوداګرو نه شواى كولاى په خپلواك ډول بهرته د خپلو توكو د صادراتو چارې تنظيم كړي. همدا لامل گڼل كېږي چې پاكستاني سوداګرو خپلې سوداګرېزې كړۍ وغځولې او د دغه صنعت د سمبالښت چارې يې له افغان سوداګرو او غالۍ اوبدونكو څخه ترلاسه كړي.
اوس چې ډېرۍ غالۍ اوبدونكي او صنعت كاران پردغه صنعت د ولكي ټينګولو هڅه كوي او په كلنې كچه د مليونونو زيان د ګاللو د مخنيوي په لټه كې دي د دولت د جدي مرستې احساس كېږي. تېركال داسې رپوټونه خپاره شول ، چې يوشمېر تركمن غالۍ اوبدونكو د سوداګرۍ وزارت له چارو سره ترليدو وروسته په ډېره نا هيلۍ بيرته د پاكستان پرلور روان شوي وو. هغوى غوښتنه كوله، چې دوى ته بايد په كابل كې د غالۍ اوبدلو د دستګاوو د فعالولو لپاره څو جريبه مځكه په اختيار كې وركړى شي، خو چايې دغې غوښتنې ته لبيك ونه وايي او هغوى هم په پاكستان كې مېشتيدل غوره وګڼل، ځكه چې د پاكستان دولت د هغوى لپاره د پام اسانتياوې هم په توليدي برخه كې او هم په سوداګرېزو چارو كې برابروي. د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ د غاليو يوتن سوداګر سرداربيګي وايي، چې غالۍ ترپيرلو وروسته ځكه پاكستان ته لېږدوي، چې پاكستاني سوداګرنه يوازې ټول اړين امكانات په اختياركې وركوي، بلكې افغان سوداګروته يوه اندازه پيسي د پيش پرداخت په ډول په اختياركې وركوي.
د سرداربيګي په فكر داچې ولې افغاني غالۍ پاكستان ته لېږدول كېږي او بيا له هغه ځايه نړيوالو بازارونوته د پاكستان په نوم صادرېږي، لامل يې دا دى، چې د هېواد په دننه كې نه د لېږد اسانتياوې موجودي دي او نه هم د غاليو كوم صادرتي بانك شتون لري، چې د پورونو د وركړې او تقويه په برخه مرستندوى واقع شي. حاجی بسم الله د غاليو يوبل سوداګر بيا وايي، چې افغان سوداګر د پاكستاني سوداګرو په ولكه كې دي، هغوى پيسي وركوي او دوى اړدي، چې غالۍ پاكستان ته ولېږدوي.
خو افغان دولت يوازينۍ كار، چې تر دم ګړۍ د غالۍ اوبدنې د صنعت د پراختيا په برخه كې ترسره كړى دى هغه د غالۍ اوبدنې پرتارونواو صادراتو د لګول شوي محصول لرې كول و، چې په كال ۲۰۰۵ كې يې د دريو كلونو لپاره منظور كړى و.
دغه معافيت لا اقل افغان صنعت كارانو او سوداګرو ته دا زمينه برابره كړه، چې د څرنګوالې او څومره والي له مخې د غالۍ اوبدلو او صدور په برخه كې مټي بډوهي او د هېواد د ملي اقتصاد د ودي لپاره كار وكړي.
تېركال د افغانستان د صادراتو د پراختيايي اداري رئيس سليمان فاطمي له رسنيو سره ويلي و، چې په ۱۳۸۵ كال افغانستان د ۲ ميليونه مترمربع په كچه غالۍ توليد كړې وي، چې يوازې په سلوې ۲ اشاريه ۵ يې د افغانستان په نوم او پاتې نورې يې د نورو هېوادونو په نوم صادرې شوېدي.
د كارپوهانو په وينا كه چېرې افغاني غالۍ په لوړه كچه په ټولېزه مانا د افغانستان له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرې شي د عايداتو كچه به يې له ۵۰ مليونو ډالرو څخه ۳۵۰ مليونو ډالرو ته لوړه شي.
غالۍ اوبدل، چې د افغانستان له اساسي او بنسټيزو صادراتي توكو څخه شمېرل كېږي د دولتي او غيردولتي چارواكو په وينا نږدې شپږ ميليونه تنه په رسمي او غيررسمي توګه په سوداګرۍ، اوبدولو، ريفوګرۍ ، كارګاه جوړولو او نورو چارو بوخت دي. د شمال زون د غالۍ اوبدلو د اتحاديې مرستيال محمد قل وايي: "هم اکنون شش ملیون افغان بگونه های مختلف درکارقالین مصروف اند که چهارملیون آن درشمال میباشند وازهمین طریق زنده گی شان را دوران میدهند ."
محمد قل داهم وایی چې په كلنۍ كچه له دوو مليونو مترمربع څخه زياتې غالۍ په افغانستان كې اوبدل كېږي، چې په سلوكې اويا يې په بلخ، فاريات، جوزجان او سمنګان ولايتونو پورې تړاو مومي.
د نوموړي په باور كه څه هم ، چې د م ګړۍ د پخوا په پرتله په افغانستان كې د غالۍ اوبدلو صنعت وده كړې او پرتركمنو او ازبكو سربيره يې د هېواد نورقومونه هم اوبي ،خو د سوداګرۍ په برخه كې يې ستونزې د پخوا په څېر شته دي.
د تجربه لرونكو صنعت كارانو ستنول اړين دي:
د كارپوهانو په وينا په افغانستان كې د دغه صنعت د بيا غوړېدا لپاره لومړي ګام، چې اړين برېښې، هغه دا دى، چې له ګاونډويو هېوادونو څخه د افغانستان د پخوانيو تجربه لرونكو صنعت كارانو پر ستنولو فكر وشي او بيا يې د ميشتېدو ترڅنګ د صنعتي پاركونو په ايجادولو لاس پورې شي، ځګه چې غالۍ اوبدل په خپل جوړښت كې بيا ځينې چاپېريالي ستونزې هم رامنځته كولا شي.
خو ستونزه هماغه ده، چې په افغانستان كې د غالۍ اوبدونكو لپاره نه د غالۍ د وينځولو ځاى شته اونه يې د قيچي كارۍ په برخه كې اسانتياوي لېدل كېږي او نه يې د ميشتيدو فكر د چا په ذهن كې را ژوندى شوى دى اودا بيا بل لامل ګڼل كېږي، چې په پاكستان كې د غالۍ اوبدونكو پاتې كېدا ته لارپرانيږي. موږ داسې نه وايو چې افغان دولت په تېرو پنځو كلونو كې د دغه صنعت د پراختيا په برخه كې كار نه دى كړى، بلكې موثريت يې نه دى لرلې او له دې مسالې سره يې جدي چلند نه دى كړى.
نورلاملونه، يو په پنځه ګټه:
حاجې قنديل، چې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ كې دغالۍ اوبدولو مجهزه فابريكه لري وايي، چې د نوموړي په كارخانه كې په كلنۍ كچه ۱۲۰ زره متره مربع غالۍ اوبدل كېږي، خو سرټكوي، چې ټوله ګټه يې د پاكستاني سوداګرو جيب ته لوېږي، هغه وايي:" په متوسط ډول د افغاني غالۍ يو متر مربع په پاكستان كې ۳۰۰۰ زره كلداري ارزښت لري، په داسې حال كې، چې پاكستاني سوداګر د همدغې غالۍ في مترمربع په ۱۵۰ ډالرو پلوري."
د همدې فابريكي يو بل تن كاركوونكى وايي، چې پاكستان په كلنۍ كچه د افغاني غاليو له صادرولو څخه ۱۳۰ مليونه ډالره ګټه ترلاسه كوي، په داسې حال كې چې په افغانستان دوه نيم مليونه تنه هركال دوامداره لوږه ننګوي.
د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ اوسيدونكى جان محمد وويل: يوه قالينه يې په څلورو مياشتو كې اوبدلې، اوس يې بازارته راوړي ، كه سوداګر يې واخلي خو په ډېرزحمت سره يې مصرف پوره كوي.
پردې سربېره همدا اوس اوس افغان صنعت كاران د غالۍ اوبدلو د صنعت په وړاندې د شتون خنډونو په ترڅ كې د مځكې له نشت، د قالينو د فابريكو له ويجاړتيا، د افغان غالۍ اوبدونكو له هجرت، د لويو لارو په اوږدو كې د وسله والو كسانو له خوا د غيرقانوني پيسو له اخيستلو او د بازار موندنې په برخه كې د امكاناتو له نشت څخه سرټكوي.
د غالۍ د لېږدونكي اتحاديې د معلوماتو پربنسټ په كلنۍ كچه پاكستان د افغاني قاليني د صدور له امله، ( ۱۴۶۰۴۰۵) مليونه ډالره عايد لري، په دې مانا چې زحمت او زيان د افغانانو دى او مفتي پيسې د پاكستان جيب ته لوېږي او پرې خپلې مزي اوچړچي كوي. د كارپوهانو په باور دا پورتنۍ رقم او دا وړ نور رقمونه، چې وړاندې ذكر شول د افغانستان له پاره د پام وړ پيسي دي، چې هركال يې له دې اړخه له لاسه وركوي.
تېركال داسې خبرونه خپاره شول، چې د جمهور رئيس د فرمان له مخې د كابل حضوري چمن ته څېرمه پرته سيمه، زرجريبه مځكه په ننګرهار كې، زرجريبه مځكه په فارياب كې او ۴۰۰ جريبه مځكه په بلخ كې د غالييو د صنعتي پاركونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې وه،خو د دغو صنعتي پاركونود جوړېدولو څرك ترننه پورې بيا ونه لګيده اوچا پكې يوه توليدي كارګاه هم ونه لګوله.
په هرحال د يوې وروستۍ پايلې په توګه ويلاى شودې ته ورته په لسګونه نورو سترو او كوچنيو ستونزو په بېلابېلو زماني واټونونو كې لاسونه سره يو كړې او دافغانۍ غالۍ راتلونكې يې، چې خورا زياته تمه ورته كېده خړه پړه كړيدي او دا تضمين هم نشته، چې ايا پردغه صنعت به يوځل بيا د افغانانو ولكه په رښتنې مانا ټينګه شي اوكه څنګه؟