افغانستان په ۲۰۰۹ كال كې
امنيتي وضعيت
د امنيت په برخه كې كه څه هم د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما يوه نوې ستراتيژې جوړه كړې او شاوخوا ۳۲ زره نور تازه دمه امريكايي سرتېري به افغانستان ته راورسيږي، خو لاهم امنيتي وضعيت له ګواښ سره مخ دى او د طالبانو فعاليتونه په زور كې دي.
د ۲۰۰۹ ميلادي كال د ډسمبر تر۲۱ مې نېټې پورې په افغانستان كې ټول ټال ۵۰۵ تنه بهرني سرتېري وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۳۱۰ تنه يې امريكايان،۱۰۶ تنه يې برتانوي او پاتې نور يې د ايساف د نوروغړو هېوادونو سرتېري دي.
د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې، چې د اګسټ د مياشتې په وروستيو كې خپور شوى څرګنديږي، چې د ۲۰۰۹ ميلادي له جنورۍ تر اګست مياشتې پورې ټول ټال ۱۵۰۰ ملكي افغانان د جګړو قرباني شوي دي.
د دې راپورله مخې په څلورو کې درې برخې ملکيان د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو نړيوال ځواکونه په يونيم زر تنو وژل شويو ملکيانو کې د څلورمې برخې مسوول بللي او ويلي يې دي، چې د نړيوالو ځواکونو له لوري دا ملکيان عموماً په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سټنلي مک کريسټل، چې په جون کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومانده په لاس کې واخيسته د عامو افغانانو ساتنې ته لومړيتوب وركړى.
اسوشيتيد پريس وايي، چې د دوى د معلوماتو سره سم په اګست کې ټولټال يوسلوڅلوراويا تنه ملکيان وژل شوي، چې په هغو کې يوسلوپنځه شپېته تنه د طالبانو او نوروسخت دريځو ډلو له لوري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د ۲۰۰۹ ميلادي كال په اوږدو كې د ملكي تلفاتو شمېره كمه بولي او علت يې هم دا په ګوته كوي، چې د تېرو كلونو په پرتله د ملكي تلفاتو په اړه نړيوالو هېوادونو پر خپلو ځواكونو فشار راوړى، چې د ملكي تلفاتو په مخنيوي كې ډېره توجه وكړي. نوموړى د كندز د پېښې يادونه كوي، چې اوس د المان هېواد لوړ پوړو چارواكو په دې اړه جدي پلټنې اوغبرګونونه ښودلي دي. عظيمي وړاندې وايي، چې د ملكي تلفاتو په اړه د جنرال مك كرسټال له هغه چلند نه ډېر خوښ دى، چې خپلو ځواكونو ته يې په يو ليك كې ليكلي دي، چې د دولت د مخالفينو په بريدونو كې د ملكي خلكو د تلفاتو په اړه هم دوى ځانونه مسوول ګڼي، ځكه دوى افغانستان ته په دې هدف راغلي، چې امن راولي او د دوى په شتون كې ملكي خلكو ته تلفات وا نه وړي.
ښاغلي عظيمي د ملي اردو د عملياتو له موثريت نه راضي بريښي او وايي: (( كومې احصايې، چې نړيوالو ځواكونو وړاندې كړي دي، په هغه كې د ملي اردو د ځواكونو په عملياتو كې ۴۵ فيصده موثريت رامنځته شوى دا په داسې حال كې ده، چې د مخالفينو په عملياتو كې په همدې كچه ټيټوالى ليدل كېږي.))
ښاغلى عظيمي په داسې حال كې دا خبره كوي، چې په ۲۰۰۹ كال كې د ملي اردو د سرتېرو د تلفاتو كچه له ۵۰۰ تنو زياته بولي، خو ورسره دا هم وايي، چې دغه تلفات ډېر ځله د انفجار او انتحار له كبله رامنځته شوى، نه د مخامخ جګړې له كبله.
ښاغلي عظيمي له ۵۰ زرو څخه ۲۴۰ زرو ته د ملي اردو د سرتېرو د شمېر پر زياتولو خوښي څرګندوي او وايي، چې په تېرو څو كلونو كې له هر اړخه د اردو د ظرفيت له لوړېدو سره دا تمه كوي، چې راتلونكو څلورو كلونو پورې به له بهرنيو ځواكونو څخه د امنيت قبضه په لاس كې واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امنيت او پرمختګ د نړيوالې شورا (ICOS) د معلوماتو له مخې وسله وال طالبان تقريباً د افغانستان په هرګوټ کې حضور لري.
د امنيت او پرمختګ نړيوالې شورا (ICOS) په خپله څېړنه کې جوته کړې، چې په افغانستان کې نا امني مخ پر زياتېدو ده.
د دې تحقيقاتي انسټيټيوټ له څېړنو سره سم اوس طالبان د افغانستان په ۹۷ فيصده خاوره کې فعاليت لري.
دې انسټيټيوټ تېرکال د افغانستان په دوه اويا فيصده خاوره کې د طالبانو حضور او فعاليت تاييد کړی و، خو د دې موسسې په تازه نقشه کې د هېواد شمالي ولايتونه هم د طالبانو د حضور په ساحه کې شامل شوې دي.
د امنيت دټينګښت لپاره بله هڅه
د كورنيو چارو وزارت د تروريزم پرضد د مبارزې رياست مسوولين وايي، چې ۸۴ ميله هغه راټوله شوې وسله يې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې، چې له خصوصي امنيتي كمپنيو څخه په دې وروستيو كې ترلاسه شوې ده. دوى وايي، چې له دې وروسته به په جدي توګه په هېواد كې د امنيتي كمپنيو فعاليتونه څارل كېږي او د هر ډول سرغړونې په صورت كې به له سرغړونكو سره جدي او قانوني چلند وشي.
جنرال عبدالمنان فراهي، چې د ډاياګ پروګرام ته يې د وسلې د سپارلو په غونډه كې خبريالانو ته وينا كوله، په دې اړه داسې وويل: (( هغه كمپنۍ، چې راجستر نه دي په افغانستان كې به فعاليت نه كوي، كه چېرې كومه كمپنۍ، چې راجستر نه وي او فعالت ولري موږ به يې وسله اخلو او سخته سزا به وركوو.)) د فراهي د معلوماتو له مخې حاضر حال په افغانستان كې يوازې ۵۲ امنيتي كمپنۍ، چې ۲۳۰۰۰ كسان په كې كار كوي، په قانوني توګه فعاليت لري، دا په داسې حال كې ده، چې تېركال ښاغلي فراهي د راجستر شويو امنيتي كمپنيو شمېره ۳۹ ښودلې وه، چې ۲۶ يې بهرنۍ وې، خو سږكال په كې د پام وړ زياتوالى تر سترګو كېږي. تېركال دا هم ويل شوي وو، چې په افغانستان كې ۳۰ داسې كمپنۍ هم شتون لري، چې له جواز پرته فعاليت كوي. نو كه چېرې موږ له ۳۹ سره د ۱۳ عدد جمع كړو له دې به د ۵۲ راجستر شويو كمپنيو رقم ترلاسه كړو، خو كه چېرې له ۳۰ نه د ۱۳ عدد راكم كړو نو د ۱۷ ناقانونه كمپنيو شمېر تر ګوتو كېداى شي او دلته دا پوښتنه پيدا كيږي، چې د كورنيو چارو وزارت له دغو پاتې ناقانونه او غير راجستر شويو كمپنيو سره څه كړي؟ ځكه په دې اړه ښاغلي فراهي څه نه دي ويلي.
فراهي وايي، چې دوى په تېر يوه كال كې له وسله والو كسانو څخه شاوخوا ۴۵۰ ميله ناقانونه وسله راټوله كړې او د ډاياګ پروګرام ته يې سپارلې ده. فراهي په خپلو خبرو كې دا ژمنه هم وكړه، چې ۳۵۰ ميله نوره وسله به هم په نږدې راتلونكې كې دغه پروګرام ته وسپاري.
خو منتقدين وايي، چې د امنيت د بهبود لپاره يوازې د امنيتي كمپنيو څارل كافي نه دي، بلكې د هغو نورو ناقانونه وسله والو ډلو ټپلو فعاليتونه هم بايد محدود شي، چې ويل كېږي شمېر يې د ۱۷۰۰ ډلو په شاوخوا كې دى.
د ژورنالېستانو په وړاندې تاوتريخوالى
د ۲۰۰۹ ميلادي كال په اوږدو كې د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه د تېرو كلونو په پرتله زياته وه او ژورنالستانو ته تر ټولو يو خونړى كال بلل شوى دى. په دغه كال كې د ژورنالېستانو په وړاندې د ترسره شويو تاوتريخوالو په اړه د ژورنالېستانو اتحاديې بېلابېل ارقام وركړي دي.
د (نی) په نوم د رسنيو د ملاتړ ټولنه وايي، چې دا شمېره د ۲۰۰۸ ميلادي كال په نسبت ۷۰ فيصده زياتوالى ښيي.
د دغې ټولنې مشر نعمت الله الهي وايي، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي گڼې پېښې د حکومتي چارواکو او په ځانگړې توگه د افغان پوليسو له لوري تر سره شوي دي: (( په دغو پيښو کې ١١ د طالبانو او ١٣ نورې يې د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري تر سره شوي )).
ښاغلى الهي د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوى علت د رسنيو له لوري د حکومت له نيمگړتياوو نه پرده پورته کول په گوته کوي: (( کله چې رسنۍ حقايق، د حکومت نيمگړتياوې او په نظام کې په پراخه کچه د فساد موضوع خپروي حکومتي چارواکي خپله دنده او حيثيت په کور دننه او بهر په خطر کې ويني، نو له همدې كبله هغوى له رسنيو سره د تاوتريخوالي ډك چلند کوي. نظام غواړي، چې رسنۍ باج ورکړي او د حکومت پر حساسو ځايونو پاملرنه ونه کړي.))
د هغه په خبره د ۲۰۰۹ ميلادي کال په اوږدو کې نه يوازې خبريالان وهل شوي، ټکول شوي، برمته شوي او بنديان شوي، بلکې د دوى په وينا يو شمېر يې وژل شوي او ټپيان شوي هم دي .
د رسنيو د ملاتړ دغه ټولنه له حکومته غواړي، چې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره دې لارې چارې ولټوي او د دغو پېښو اصلي عاملينو ته دې سزا ورکړي .
د نى ټولنه همدارنگه له نړيوالې ټولنې او په ځانگړې توگه د رسنيو د دفاع له ټولنو غواړي، چې په افغانستان کې د بيان آزادۍ د بنسټيزه کولو لپاره دې له افغان حکومت سره خپلې مرستې جاري وساتي.
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر وايي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كې د ژورنالېستانو په وړاندې نوموړې ټولنې ۱۲۰ پېښې ثبت كړې دي، چې په ډېرو دغو پېښو كې د دولتي چارواكو لاس دخيل بولي. سمندر وايي، چې په ياد كال كې پنځه تنه ژورنالستان سلطان منادي، هاشم زاده، جاويد اعظمي، عامل او احسان الله په بېلابېلو پېښو كې وژل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان دولت په تېرو دريو كلونو كې د بيان ازادي له خپلو لويو لاسته راوړنو څخه شمېري.
د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې رئيس عبدالحميد مبارز په داسې حال كې، چې د يوې مدني ټولنې په رامنځته كولو كې قرباني لومړى شرط ګڼي، په دې باور دى، چې په تېرو دوو كلونو كې د يو شمېر ژورنالستانو په مرموز ډول وژل كېدل به ډېر سخت پرېوځي، نوموړى وايي: (( هغوى د خپل مسلك لپاره قرباني وركړه، خو اندېښمنه خبره دا ده، چې د دولت او نړيوالو له خوا د دې پېښو نه تعقيب او تحقيق به د نورو ژورنالستانو پر روحيې ناوړه اغېز وښندي.))
ښاغلى مبارز ټينګار كوي، چې دولت بايد د دغو پېښو په اړه په جدي ډول پلټنه وكړي او د خپلو پلټنو پايلې خلكو ته ووايي.
فرهنګي هڅې
د يو شمېر كارپوهانو په وينا لكه څنګه، چې تمه كېده په ۲۰۰۹ كال كې په فرهنګي ډګر كې د پام وړ حركت نه دى ترسترګو شوى او د دولت او امنيتي ځواكونو د نه پاملرنې له كبله د افغانستان يوزيات شمېر تاريخي اثار غلا او لوټ شوي دي. ليكوال او د فرهنګي چارو كارپوه ښاغلى عبدالواحد رفيعي، چې دمګړۍ د هرات په ولايت كې اوسېږي وايي، چې په دغه كال كې په فرهنګي ډګر كې هېڅ كار نه دى شوى: (( زه په يوه داسې ښار كې اوسېږم، چې د علم او فرهنګ زانګو وه، خو په ۲۰۰۹ كال كې د هرات د فرهنګي وضعيت د بهبود او ښه والي لپاره هېڅ ګام نه دى پورته شوى، زه فكر كوم، چې موږ بېرته شاته روان يو.))
نوموړى وړاندې دا هم وايي، چې دى نه يوازې په هرات كې، بلكې د هېواد په كچه هم په فرهنګي برخه كې د كوم پرمختګ شاهد نه دى پاتې شوى: ((زه يې بېلګه نه لرم او ښايي نور څوك يې هم ونه لري.))
نوموړى وايي، چې يونيم كال مخكې د يونسكو له خوا ويل شوي وو، چې په ۲۰۱۳ كال كې به د غزني ښار فرهنګي مركز وي، خو هلته د داسې كومې هڅې خبر يې نه دى اورېدلى، چې د هغه كار د ترسره كېدو هيله راژوندۍ كړي.
رفيعي وايي: (( له دوه كلونو راهيسې، يونسكو شرط ايښى، چې په دوه كلونو كې به هرات د نړۍ د تاريخي ښارونو په ليكه كې، چې له يونيسكو سره ثبت دي، په دې شرط شاملوي، چې دولت د هرات د منارونو له منځه د تېرېدونكي سرك كار بند كړي، خو دولت لا د دې جوګه شوى نه دى، چې د دې سرك بديل جوړ كړي، څو دغه سرك بند شي او يونسكو د هرات ښار د تاريخي ښارونو په لېست كې شامل كړي.))
د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى
د ۲۰۰۹ ميلادي كال په اوږدو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه كه څه هم، چې د تېركال په نسبت راښكته شوې ښكاري، خو بيا هم په تېرو ۱۲ مياشتو كې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون په دفتر كې ۱۷۰۸ پېښې ثبت شوي، چې ۴۴ مورده يې پر ښځو او نجونو جنسي تېرى دى.
د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون مشره سيما ثمر وايي، چې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو يو شمېر مسوولين پر افغانو نجونو د جنسي تيري په جرم تورن دي.
د ثمر په خبره دوى داسې موثق اسناد په لاس كې لري، چې پر افغانو نجونو د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د يو شمېر مسوولينو د جنسي تېري جرم ثابتولى شي: (( له بده مرغه يو شمېر هغه نجونې، چې د اصلاح او روزنې په مركزونو كې ساتل كېږي، د مسوولينو له خوا پرې جنسي تېرى كېږي، چې مونږ په دې اړه اسناد په واك كې لرو.))
خو د افغانستان د عدليې وزارت چارواكي د مېرمن ثمر د څرګندونو په ځواب كې وايي، چې دوى له داسې مواردو سره نه دي مخ شوي، چې په هغې كې دې پر افغانو نجونو د عدلي او قضايي مسوولينو د جنسي تېري د جرم خبره شوې وي.
د افغانستان د عدليې وزارت مرستيال ډاكټر محمد قاسم هاشمزى: (( موږ په لوګر کې د ماشومانو لپاره د اصلاح او تربيت مرکز لرو او د عدلي پر رئيس تور لګېدلی، چې جرم یې کړی.))
د نوموړي په وينا کله، چې په دې اړه محکمې څېړنه وکړه، نو ده ته یې برائت ورکړ، دا خو لومړنۍ محکمه وه، چې وروسته بیا مرافعې ته هم ځي او له لومړنۍ محکمې نه داسې ښکاري، چې عدليې رئيس بې ګنا دی او پرې لګېدلى تور بې بنسټه دی: (( په غور کې هم موږ د اصلاح او تربیت یو مرکز لرو، خو هلکان او نجونې نه شته که چېرې وي هم نو موږ به پرې غور کوو، څارنوالان به یې تعقیبوي، چې حقیقت معلوم شي.))
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون په داسې حال كې په هېواد كې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بولي، چې په دې وروستيو كې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو څانګې هم دا ټكى روښانه كړى و.
د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون په بل رپوټ كې راغلي دي، چې په تېر يوه كال كې ۳۷ تنه واړه هلكان هم له جنسي تېري سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو په خپلواك كمېسيون كې د ثبت شويو پېښو په منځ كې پر جنسي تېري سربېره ځان وژنه، ځان سوزونه، د ترياكو خوړل، قتل، ناموسي وژنه، وهل، ټكول، په بدو كې د ښځو وركول، جبري ودونه، سقط جنين، د نفقې نه وركړه، له كوره ويستل، له ټولنيزو فعاليتونو څخه د ښځو منع كول، د ملكيتونو غصبول، د طلاق غوښتنه او له كوره تېښته هم شامله ده.
اداري فساد
له څو كلونو راهيسې د اداري فساد له كبله افغان دولت پړ ګڼل كېږي او ويل كېږي، چې د دولت او ولس ترمنځ د بېلوالي دغه ستونزه ورځ تر ورځې پراختيا مومي.
په افغان دولت كې اداري فساد په نړيواله او ملي كچه تر شديد انتقاد لاندې و او دى. د امريكا جمهور رئيس اوباما هم په افغان دولت كې فساد يوه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، چې بايد په كلكه ورسره مبارزه وشي. تر هغه وروسته افغان دولت هم چمتووالى وښود، چې د فساد په وړاندې به جدي مبارزه كوي. ښاغلي كرزي هم د ۱۳۸۸ لمريز كال پخپل انتخاباتي كمپاين كې په دولت كې اداري فساد يوه لويه ستونزه په ګوته كړه او ويې ويل، چې په ټاكنو كې تر بري وروسته به د هغه په وړاندې كلكه او ريښه يي مبارزه كوي، په همدغه بهير كې د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواكو نومونه واخيستل شول، چې په فساد كې په لاس لرلو تورن وبلل شول، چې په دې ډله كې د حج او اوقافو وزارت سرپرست صديق چكري، د ټرانسپورت دوه پخواني وزيران عنايت قاسمي او قادري نومونه د ژبو پر سر وو. د كال په وروستيو كې د لويې څارنوالۍ د لومړۍ ناحيې محكمې كابل ښاروال پر اختلاس تورن وباله او له دې كبله يې هغه په څلور كاله تنفيذي بند، د اختلاس شوې پېسې په بېرته وركړې او له دندې په ګوښه كولو محكوم كړ. خلكو د لويې څارنوالۍ د دغه اقدام تود هركلى وكړ، خو په خواشينۍ سره، چې كابل ښاروال تر نيول كېدو يو يونيم ساعت وروسته بېرته خوشې شو او بيا يې په يوه مطبوعاتي كنفرانس كې وويل، چې دا د ده پر ضد د افغانستان د دښمنانو يوه دسيسه وه. ورپسې د فساد پرضد په كابل كې د يوې ملي ناستې په بهير كې جمهور رئيس كرزي ښاروال يو پاك نفسه شخص وګاڼه او پخپلو خبرو يې هغه ته برائت وركړ. د كرزي د غه چلند په عمومي كچه د خلكو او يو شمېر رسنيو غبرګونونه راوپارول او دا فكر يې رامنځته كړ، چې د فساد په وړاندې مبارزه هسې يو نوم دى او دغه پديده به تر دې وروسته لاپسې نور د خلكو ژوند تريخ كړي.
د كليد اوونیزی ۳۹۷ مه ګڼه