د امنيت ټينګښت د خلكو د زياتې ونډې غوښتنه كوي
د امنيت ټينګښت د خلكو د زياتې ونډې غوښتنه كوي
شيرين او مسعود
يو له هغو ستونزو څخه، چې د تل لپاره حكومت او خلك ننګوي په هېواد كې د ډاډمن امنيت نشت دى. په پلازمينه كابل كې، چې د امنيتي ارګانونو ترڅنګ نړيوال سوله ساتي سرتيري هم په پراخه پيمانه د امنيت ټينګولو دنده پرغاړه لري، كله ناكله د ځانمرګوبريدونو، چاودنو او شوكو شاهدان يو او لامل يې هم دا ګڼل كېږي، چې ګواكې ورځ تربلې د ملت او حكومت ترمنځ واټن مخ پرزياتېدو دى.
همدا اوس اوس په افغانستان كې د نا امنۍ د پاى ته رسولو لپاره نږدې ۴۰ زره د ملې اردو سرتېرې، شاوخوا ۳۰ زره ائتلافي او ناټوځواكونه او له پنځوسو زرو څخه زيات پوليس له طالبانو سره په جګړه كې ښكېل دي، خو نا امنې ورځ تربلې زياتېږي.
د نا امنۍ په زياتېدوكې بېلابېلو لاملونو لاسونه سره يو كړې، چې بايد ټولوته يې جدي پاملرنه وشي. د افغانستان د سياسي چارو كارپوهان په هېواد كې د نا امنۍ له بنسټيزو لاملونوڅخه يوهم د ملي پوليسو او ملي اردو د سرتېرو كمښت او نه سمبالښت ګڼې.
بهرنۍ لاسوهنه بيا هغه څه بلل كېداى شي، چې د افغانستان له ګاونډ څخه پر افغانستان تپل كېږي او د دغې خبرې په لسګونه ثبوتونه هم له افغان دولتي چارواكو سره شته اوهم د مطبوعاتو په ورځنيو خبرونو كې موندل كېږي.
خو څه شي، چې په دې منځ كې د پام وړ بريښې هغه په كابل ښاركې د يوه ولسي وګړي په مرسته د يوه ځانمرګي بريد كوونكي نيول كيدل دي. د ملت يوه غړي په خپل دغه كارسره وښوده، چې ملت له حكومت سره د همكارۍ زيات ليواله دى او كه لاس يې برشي د حكومت مرسته كوي، خو په دې شرط چې حكومت هم د ملت غوښتنو ته پاملرنه وكړي او پخپلو كړيو ژمنو وفادارپاتې شي.
دغه ځانمرګي بريدوكوونكى د لړم په ۲۸مه نېټه د كابل ولايت د اتمې حوزې په مربوطاتو كې هغه مهال ونيول شو، چې د ملي اردو يوه موټرته يې د پورته كيدلو هڅه وكړه.
د كابل ښار ډيرى اوسيدونكي په يوه خوله سره وايي، چې د امنيت په تنګښت كې د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ادارې په پرتله د خلكو ونډه، ځكه زياته ده، چې پوليس د خلكو له مرستې پرته د هېڅ جرم او جنايت مخنيوى نه شي كولاى او دا هغه خبره ده، چې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت منسوبين يې هم پخلى كوي.
د كابل ښار يو تن اوسيدونكى عبدالحبيب د امنيت په ټينګښت كې د خلكو ونډه خورا زياته بولي او وايي: " خلك د امنيت په ټينګښت كې زيات رول لري، ومو ليد، چې ځانمرګى بريد كوونكى د خلكو په مرسته ونيول شو. دا د خلكو ونډه نه ده نو څه ده؟"
خو ټنيګاركوي، چې حكومت بايد د ډاډمن امنيت د ټينګښت په نيت د پوليسو بشپړې روزنې ته جدي پاملرنه وكړي، ځكه چې د هغه په وينا پوليس سم نه دي روزل شوي اوځينې وخت په غلاو كې ښكېل ګڼل كېږي.
د كابل ښاريو بل تن اوسيدونكى حكمت الله بيا وايي، چې خلكو ته پكارده، چې په مسووليت سره د امنيت په ټينګښت كې برخه واخلي، هغه زياتوي :" اگرمردم خوده مسووليت پذيربدانند ميتوانند نقش مهم بازي كنند ولي لازم است تا دولت د ررابطه به انفجارات و حملات تروريستي به مردم معلومات دهد."
بل پلود كابل ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد سالم احساس سربېره پردې، چې د امنيت په ټينګښت كې د خلكو له مرستې او همكارى څخه خبره كوله وويل، چې په هېواد كې د پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو ډيرى لاسته راوړنې د خلكو د همكارى له امله دي، هغه زياته كړه:" د خلكو له همكارۍ پرته پوليس هم په يوازيتوب سره رسيده ګي نشي كولاى، موږ ډاډمن يو، چې د كابل ښاراوسيدونكي د امنيت په ټينګښت كې د پوليسو مرسته كوي."
خو دا مني، چې كيداى شي د پوليسو د روزلو په برخه كې يوشمېر تخنيكي ستونزې موجودي وي، چې كراركراربه يې د حل كيدو پرلور ګامونه واخيستل شي.
بل خوا استاد عبدالرسول سعيد بيا وايي، چې پر پوليسو سربيره خلك هم د امنيت د ټينګښت په برخه كې مسووليت لري او بايد هېڅكله داسې افرادوته د فعاليت اجازه ورنه كړي، چې د هېواد ملي ګټې له ګواښ سره مخ كوي.
د نوموړي په وينا د خلكو د لازياتې همكارۍ د جلبولو لپاره اړينه ده، چې د قانون تطبيقوونكي ارګانونه هم په پراخه كچه فعال واوسې او د خلكو اعتماد خپل كړي.
د يادونې ده، چې د خلكو د اعتماد د جلبولو مسئله يو له هغو ننګونوڅخه ده، چې حكومت په دې تېرو شپږوكلونوكې په دې برخه كوم جدي برى نه دى ترلاسه كړى او لاهم خلك د حكومت د ژمنو د پوره كولو په برخه كې بې باوره دي.
حال دا، چې د امنيت د پراخيتا او منځته راتګ مهم فكتور د خلكو باور دى، پوليس هغه وخت كولاى شي له مجرمينو سره له قانون سره سم چلند وكړي، چې د خلكو باور يې خپل كړى وي، كله، چې دغه باور رامنځته شي ، د پيښو له رامنځته كېدو سره جوخت خلك له پوليسو سره اړيكې ټينګوي او دغه كار بيا په مستقيم ډول د امنيت په ښه والي كې رول لوبوي.
د سياسي كارپوهانو په اند د اوس لپاره د پوليسو او خلكو ترمنځ اوږد واټن پروت دى ، زيات شمير خلك ، كه له يوې پيښې خبرهم وي هڅه كوي، چې له پوليسو څخه يې پټه وساتي، ځكه په پوليسو باور نه لري ،ځينې وخت له پيښې څخه زيانمن شوي كسان هم هڅه كوي، چې په خپله د پيښې په اړه ځانګړي اقدامات وكړي، نوترټولو وړاندې د دغه باور احياكولو ته د حكومت جدي توجه پكارده.
يادونه دا رپوټ دكليداوونېزې په ۲۹۳ مه ګڼه كې خپور شوى.