ماشومان د افغانستان د اوسنۍ جګړې ...
د پوليسو ټپي سرتېرى حال وايي
۱۷كلن عبدالرحمن يو له هغو كم عمره سرتېرو څخه دى، چې بالاخره د عسكرۍ د خدمت پرمهال په يوه جګړه كې ژور ټپي شوى او يو څه موده يې په پوځي روغتون كې تېره كړې هم ده.
نوموړي د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ كې د سرحدي پوليسو په يوه ټولي كې عسكري كوله. دغه تنكي زلمي، چې په دغه ولسوالۍ كې د طالبانو، حكومتي او بهرنيو ځواكونو ډېرې جګړې په سر سترګو ليدلي او ډېرې كيسې لري په لړزيدلي غږ، چې وېره او ډار په كې له ورايه احساسيده، د كليد خبريال ته وويل، چې د طالبانو او بهرنيو ځواكونو په يوه جګړه كې په مرمۍ ويشتل شوى دى.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته كړه: (( زه په جګړه كې نه وم ښكېل، د يوه هوټل په دروازه كې ټوپك په لاس ولاړ وم، چې جګړه ونښته اور يې ترما راورسېد او زه هم په كې ولګېدم.))
دا زلمى تر ټپي كېدو وروسته په شخصي جامو كې د درملنې لپاره د بهرنيو ځواكونو له لوري د بگرام پوځي روغتون (Military Hospital ) ته راولېږدول شو او د كليد خبريال ورسره د ۲۰۰۹ ميلادي كال د سپټمبر په ۷مه نېټه په همدغه روغتون كې په داسې حال كې مركه وكړه، چې له بستر څخه نه شو راپورته كېداى او سيروم ورته چالان و.
د پوليسو د دغه ټپي سرتيري د ويډيويي انځورونو په ليدلو سره په ډېره سختۍ پرې دا باور كېږي، چې هغه دې رښتيا د پوليسو يو ټپي سرتېرى وي، ځكه په عمر ډېر خام معلومېږي او په كار ده، چې په دغه عمر زلميان په ښوونځيو كې زده كړې وكړي.
د عبدالرحمن ماما، ۴۵ كلن روح الله د بګرام په پوځي روغتون كې د خپل خوريئ پايواز دى، نوموړى ترهغه وروسته، چې زموږ د خبريال په دوه زړه توب وپوهېد، چې د خوريي د عسكرۍ په اړه يې شك لري، په دې ګمان، چې مرسته ورسره كېږي، په احساساتي ډول وويل: (( تاسې يې لكه، چې نه منئ، باور وكړئ، چې خوريا مې پوليس دى او دا يې هم د پوليسۍ كارت دى، تاسې يې پخپله وګورئ، باور به مو پرې راشي!؟))
د ټوپك له شپيلۍ ډوډۍ
كه څه هم، چې د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري د ټولو شواهدو او اسنادو باوجود د پوليسو په صفوفو كې د كم عمره زلميانو له شتون څخه انكار كوي، خو منتقدين وايي، چې تنكي ځوانان ډېرى مهال د بې كارۍ، بې وزلۍ او لوږې په سبب په ملي اردو، ملي پوليسو او د طالبانو په صفونو كې د ټوپك له شپېلۍ ډوډۍ خوري.
د كندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونكى نعمت الله، پوره شپږ مياشتې كېږي، چې د پوليسو په ليكو كې د سرتيري په صفت دنده ترسره كوي او همدا اوس هم د پوليسو برحاله سرتېرى دى، خو د خپلې قطعې او ټولي له افشا كولو ډډه كوي.
نوموړى په خپله خوله اعتراف كوي، چې د ۱۶ كلونو په عمر دى. دغه پوليس سرتېري، چې په خپله مورچه كې پيره كوله او ټوپك يې ترغاړه پروت و، زموږ سيمه ييز خبريال ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې د كورنۍ بد اقتصادي وضعيت اړ كړى، چې په پوليسو كې سرتېرى شي. نوموړى، چې په ظاهره د خبريال له پوښتنو وېريدلى و، خپلې خبرې داسې پسې وغځولې: (( زه بې سواده يم، كار راته نه پيدا كېده، بالاخره مجبوره شوم، چې عسكري وكړم، نو چې عسكري ونه كړم ته ووايه څه وكړم؟ همدا يوه لاره راته پاتې وه، چې يا عسكر شم او يا خيرات وغواړم.))
نعمت الله يوازېنى كم عمره سرتېرى نه دى، چې د بې كارۍ بحران د پوليسو په صفونو كې درولى دى، بلكې ۱۷ كلن ولي محمد هم ورته ستونزې ته اشاره كوي او وايي، چې په ۱۵ كلنۍ كې د پوليسو كرښې ته راغلى او د ټوپك له شپيلۍ ډوډۍ خوري. دا سرتېرى هم د كندهار ولايت اوسيدونكى دى، هغه وايي: (( د څو پيسو د ګټلو لپاره مې سربازي شروع كړه، چې كور ته ورباندې يوه ګوله حلاله ډوډۍ يوسم.))
د كابل ښار اوسيدونكي ۴۸ كلن مرجان ګل، چې د ببرك كارمل او ډاكټر نجيب د حكومت د واكمنۍ پرمهال د ملكفيت او احتياط دورې عسكري كړې ده وايي، چې په پوځي ارګانونو كې د تنكيو زلميانو ګمارنه، كومه نوې خبره نه ده، بلكې د نجيب د حكومت په وروستيو كلونو كې به ډله ډله ماشومان د جګړې لومړۍ كرښې ته د جګړې لپاره سوق كېدل، هغه زياتوي: (( زه په سترګو ړوند شوى يم او ۱۶كلن زوى مې له خارجيانو سره په پوځي بيز( اډه) كې ترجماني كوي او هر وخت يې نظامي جامې په غاړه وي او د جګړې اولو خطونو ته ځي، نو موږ ته ډوډۍ څوك وګټي، چې هغه راوباسم؟))
مرجان ګل د خپلو خبرو په دوام وړاندې وايي: (( دا عام متل دى، چې وايي: تشه لاسه ته مې دښمن يې.))
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د هغو اته مليونه تنو له جملې څخه، چې د كار وړتيا لري، ۴۰ په سلو كې يې بې روزګاره دي. د دغه وزارت مرستيال احمد غوث بشيري په دې اړه وويل: (( موږ له نړيوالې ټولنې هيله لرو، چې د فني او حرفوي مركزونو په جوړولو سره د بې كارۍ كچه راښكته كړي.))
جعلي تذكرې او جعلي...
د هغه فرمان له مخې، چې د ۱۳۸۲ لمريزكال د چنګاښ په ۱۰ مه نېټه د پوځي خدماتو په اړه د جمهور رئيس كرزي له لوري صادر شوى دى، څرګندېږي، چې د اردو او پوليسو سرتېرى بايد د پوځي خدمت پرمهال پوره اتلس كلن وي.
خو د دغه فرمان برخلاف څارونكي وايي، چې په ملي پوليسو او اردو كې د كم عمره ځوانانو د جلب و جذب د پراختيا لپاره د كورنيو چارو وزارت په لاسي ډول اسانتياوې برابروې او علاقمندانو او اړمنو ته جعلي تذكرې وركوي.
۱۷ كلن ضياالحق په كابل كې د پوليسو هغه سرتېرى دى، چې د كورنيو چارو وزارت له دغه رازه پرده پورته كوي او وايي: (( په ملي اردو او پوليسو كې د كم عمره هلكانو د جذب لپاره يا د لوړ عمر تذكرې وركوي او يا پخوانۍ تذكرې تجديد سن كوي.))
ضيا الحق په دې شرط مركې ته حاضر شو، چې مربوطه اداره به يې نه افشا كېږي.
هغه په ښكاره او څرګند ډول بې له دې، چې له خپلو نورو همكارانو وډار شي، په پوليسو كې د ځان د شموليت كيسه داسې وكړه: (( زه پوره اووه لس كلن يم، ما په كارته پروان مېنه كې عريضه وكړه او خپل عمر مې په تذكره كې زيات كړ، تاسې پوهيږئ، چې د اردو او پوليسو شمېره كمه ده او دوى په همدې خاطر وړو هلكانو ته يا تذكرې جوړوي او يا يې تجديد سن كوي، زه اوس په ... برحاله پوليس يم.))
منتقدين وايي، چې مسوولين او دولتي چارواكي نېغ په نېغه د سرتېرو په صفت د كم عمره هلكانو په مقررۍ كې لاس لري او ان رشوتونه هم اخلي.
د خوست ولايت د پنزايې مركزي سيمې يو تن اوسيدونكى، چې اوس يې هم ښايي قانوني عمر نه وي پوره كړى، تېر كال د عسكرۍ دنده پرېښې ده. هغه، چې د خپل نوم له افشا كولو ډډه كوله، په خوست كې زموږ سيمه ييز خبريال ته په مركه كې وويل: (( ما د پوليسو د يو پاټك قوماندان پېژانده، هغه ته ورغلم او ورته ومې ويل، چې له تا سره عسكري كوم، بس نو هغه تذكره هم راته جوړه كړه او مقرر يې هم كړم، له ما نه چا دا پوښتنه نه ده كړې، چې ستا عمر كم دى.))
نوموړى وايي، چې د ځان غوندې نور ډېر كم عمره ځوانان يې ليدلي، چې د ده غوندې دندې يې ترسره كولې.
خو په خوست كې د ۲۰۳ تندر قول اردو كميسار، يا د جلب و جذب څانګې مشر ډګرمن محمد غياث د كم عمره افرادو له جذبيدو څخه انكاري دى او وايي، چې دوى د يوه سرتيري د مقررولو پر وخت، د تذكرې له مخې د هغوى عمر ګوري، كه له اتلس كلنى كم و، نه يې نيسي.
دى وايي: (( كله كېداى شي، يو څوك په تذكره كې هم چل وكړي او خپل عمر زيات وليكي، خو موږ يې ظاهري څېرې ته هم ګورو.))
مګر د بشري حقونو د كميسيون غړى نجيب الله ځدران ګوټڅنډنه كوي، چې د كورنيو چارو وزارت، افرادو ته د تذكرو د وركړې پرمهال دقت نه كوي، كه نه نو دغه ستونزه نه پراخېده، هغه وويل: (( ستونزه د تابعيت تذكرو او د هغوى تعدد رامنځته كړې ده.))
د تابعيت تذكره د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې د نفوسو د ثبت او احوال د رياست او مديريتونو له لوري د افغانستان ټولو اتباع وو ته وركول كېږي.
د افرادو د تابعيت تذكرې، د هغوى د عمر ښكارندويي كوي او د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري په دې اړه وايي: (( دا هغه شرايط دي، چې د وزارت له خوا په پوليسو كې د جذبيدو لپاره وضعه شوي دي.))
بشري رسما د پوليسو په صفونو كې د كم عمره افرادو شتون رد كړ او د تذكرو جعلي توب او اصلاح سن ته يې غاړه كېنښوده، هغه وويل: (( كېداى شي په فزيكي ډول ځينې ځوانان واړه ښكاره شي، ولې د دوى تذكره حتما د ۱۸ كلنۍ ده.))
د هغه په خبره افراد د تذكرې او ظاهري څېرې تر ارزولو وروسته د جلب او جذب په پروسه كې شاملېږي.
خو د کندهار امنيه قوماندان سردار محمد ځاځى، چې يوه مياشت وړاندې پر دنده ګمارل شوى دى مني، چې ځينې خلك يا د غير قانوني تذکرو په جوړولو سره او يا د خپلوانو په واسطه پوځي ليكو ته راغلي دي: (( زما په راتګ سره سمدستي دغې ستونزې ته ډيره پاملرنه شوې ده. اوس د دې کار مخه نيول شوې ده.))
له پورته ارزونو سره سره د امريكا د سي بي اس ټلويزيوني شبكې د اكتوبر په ۱۸ مه نېټه تاييد كړه، چې ماشومان د افغانستان په اوسنۍ خونړۍ جګړه كې د يوې حربې په توګه كارول كېږي.
خو دا ټلويزيون يوازې القاعده او طالبانو ته ګوته نيسي او وايي، چې د چاوديدونكو توكو د لېږدولو او د انتحاري حملو د ترسره كولو لپاره افغان ماشومان روزي او د ناټو په وړاندې يې كاروي.
له سعودي عربستان څخه خپروېدونكې عكاظ نومې ورځپاڼې د اكتوبر په ۱۸مه نېټه په دې اړه وليكل: (( طالبان كله كله د چاودېدونكو توكو د لېږدولو لپاره افغان ماشومان تېرباسي.))
ورځپاڼې په خپل راپور كې د عيدالله په نوم د هغه ۱۱ كلن افغان ماشوم كيسه هم رااخيستې، چې چا ورته د ګلونو يوه ډالې وركړې وه، چې يوه سيمه ييز قوماندان ته، چې له امريكايي پوځيانو سره مرسته كوي، يوسي، چې په ډالۍ كې ځاى پرځاى شوي چاودېدونكي مواد وچاودېدل او عيدالله خپله يوه پښه له لاسه وركړه.
د ماشومانو د حقوقو د خونديتوب د كنوانسيون ۳۸ مه ماده، په جګړه كې په ښكېلو لوريو ( دولتونه، او سياسي ډلو) غاړه خلاصوي، چې په جګړه كې له كم عمره ماشومانو څخه د سرتېرو او حربو په توګه كار وانه خلي.
د بشري حقوقو د كميسيون غړى نجيب الله ځدران وايي، چې دا عمل كه د هر چا له لوري وي، د ټولو كورنيو او بهرنيو پوځي او ناپوځي قوانينو او كنوانسيونونو خلاف دى او په هېڅ انسانپاله ټولنه كې جواز نه لري.
په جګړه كې د ماشومانو د ګډون اختياري پروتوكول د لږ عمر ماشومان هغه افراد بولي، چې عمرونه يې له اتلسو كلونو څخه ښكته وي.
دا پروتوكول په زغرده غوښتنه كوي، چې د اړتيا او اجبار له مخي ماشومان د جګړه ييزو فعاليتونو لپاره بايد استخدام نه شي: (( دولتونه بايد ماشومان د پوځي اقداماتو لپاره بسيج نه كړي او د هغوى له نوم ليكنې څخه دې په پوځي جګړه كې ډډه وشي.))
د كليد اوونيزې ۳۸۹مه ګڼه