داستان
ليكوال: پرويزقاضي سعيد
ژباړن: لعل اقا شيرين
د نا اشنا سيمې نجلۍ
دا يوه له هغو نادرو پيښوڅخه ده، چې ليكوال ورسره د ژوند په اوږدو كې مخ شوى دى، هغه وايي.... ما په خپل نسبتا اوږدعمركې ډېرې پيښې ليدلي. زما د ژوند هره ورځ يوه كيسه ده او هره ګړۍ يې يوه پيښه، خو له هغه څه سره، چې تېركال مخ شوم د نه منلو وړده، ان په لومړيو ورځو كې مې خيال كاوه له هغه څه سره، چې مخ شوى يم له يوه خياله او وهمه بل څه كيدلى شي. داسې يوخيال، چې ډېرژربه پاى وموي. همدا اوس هم، چې غواړم د هغې پيښې جزئيات د كاغذ پرمخ وليكم، فكركوم هغه څه چې پرما تېرشوي، يو خوب و. داسې ښكاري لكه له يوې بلې نړۍ چې راګرځيدلى يم. كومه كيسه، چې اوس درته ليكم داسې معلومېږي، چې په كومه بله نړۍ كې مې د هغې پيښې ليدلي دي. پرېږدئ ، چې درته ويې وايم. زه يو ليكوال يم. په پيښو پسې لالهانده ليكوال، د نورو ليكوالانو خلاف، خپل داستانونه په تړلو خونو او څوكيو كې نه ليكم. زما ټول داستانونه د نړۍ په ګوټ ګوټ كې ليكل شوي. لكه څنګه چې د داستانونو اتلان مې رښتني دي د هغو پيښې هم د نړۍ له بېلابېلو محكموراټولې شويدي. يو وخت مې د افريقا په ويرونكو ځنګلونو كې له ښكار او ويرونكو صحنو سره خورا ډېره مينه وه.
يو وخت مې د جګړې د يوه خبريال په توګه په هغه جګړه كې برخه واخيسته، چې د منځنۍ اسيا د دوو هېوادونو ترمنځ نښتې وه. له شپږو مياشتو زيات وخت مې د يوه سرتيري په توګه په دې كڼه جګړه كې برخه واخيسته. يوځل د صحرايي ځناورو د فلمبردارۍ لپاره د فلم اخيستلو په يوه ستډيو كې پردندې وګومارل شوم او د عربستان د لوټ دښتې مې ګزو پل كړې او يوځل بل هم د ټولو هغو ژورنالستانو له حيرانتيا سره سره، چې له نامه سره مې اشنا و په يوه كښتۍ كې كيناستم او د نړۍ د ستر اقيانوس ( اقيانوس كبير) په څپو لاهو شوم او د كومې پيښې كيسه چې اوس درته كوم، داسې يوه عجيبو غريبه پيښه ده، چې په همدغه سفر كې ورسره مخ شوى يم. له وړاندې بايد درته ووايم، چې زما دا ټول سفرونه د موضوع او سوژې د موندلو او د رښتينو داستانونو د ليكلو لپاره ترسره كيدل...
هو، كابو كال وړاندې و، چې زه د نيويارك په يوه كوچنۍ هوټلګي كې ناست وم او ورځپاڼه مې لوستله، چې ناڅاپه مې د يوه خبرپه سرليك سترګې ونښتې. په خبر كې راغلي وو، چې لس تنه پخواني كښتۍ چلوونكي او اوبګرځي غواړي، چې د يوې باد وهونكې كښتۍ پرمټ، چې د نولسمې پيړۍ د بادوهونكو كښتيو په بڼه جوړه شوې ده د اقيانوس كبير د سمندر څنډې ګزو پل كړي. درانه لوستوال به ځير وي، چې تراوسه پورې ډېرې لږې كښتۍ په دې توانيدلې، چې د نړۍ د ستراقيانوس كبيرنه هغه هم په بېلابېلو جغرافيايي درجو واوړي، په حقيقت كې نه ترسره كيدونكى كار ښكاري او كه لږه ښكاره يې وويم په غيرمستقيمه توګه ځان وژنه ده.
ډېرو خلكو دا هڅې وكړې، چې د نارينه دريا سالار له دغه حيرانونكي سفرڅخه مخنيوى وكړي، خو د هغوى ټولې هڅې په سيند لاهو شوې او اعلان وشو، چې سبا ته به د لمرخاته پر وخت د هغوى باد وهونكي كښتۍ روانېږي.
دغه خبر زه سخت راوپارولم، هيجاني شوم اويو وېښوونكي خوځښت مې په وجود كې غځونې وكړي، له ځنډ پرته راپورته شوم. هررنګه، چې واى بايد له دغې ډلې سره په دې سفر تللى واى. د نه ختميدونكي سمندر پرسينه هغه هم د نولسمې پيړۍ په يوه باد وهوونكې كېښتۍ كې سفر كول راته خورا په زړه پورې او د نه منلو وړ بريښيدل... پوهيدم، چې دا لامبوزني به مې له وړلو سره مخالفت وكړي. غوره لاره دا وه، چې هغوى له يوه ترسره شوي كارسره مخ كړم... په چټكۍ مې ځان د كښتۍ لنګرځاى ته ورساوه او د شپې ترناوخته مې له عامو خلكو، باروړونكو او كښتۍ چلوونكو څخه د دغې بار وړونكې كښتۍ په اړه پوښتنې كروېږنې وكړي او پوه شوم، چې كښتۍ د بندر په شل كيلومترۍ كې لنګراچولى او دوه تنه دريانوردان يې ساتنه كوي او پاتې نوريې د خوراكي توكو او نورو اړتياو د پيرلو لپاره ښارته تللي... ګړۍ ته مې وكتل د شپې اته بجې وي، سمندرتيارې پوښلى و او له لويو او باروړنكو كښتيو پرته، چې هغه به هم كله ناكله ښكارېدلې د نورو كښتيو تګ راتګ ټپ شوى و، سمدلاسه مې يوه څلوركسيزه بيړۍ كرايه كړه او د كښتۍ په لور وخوځيدو. يو پاو وروسته د كښتۍ په شل مترۍ كې وو، هلته مې د بيړمۍ چلوونكي كرايه وركړه او اوبو ته مې ورټوپ كړ او پاتې لاره مې لامبو وكړه او ځان مې تركښتۍ لاندې كوچنۍ بيړۍ ته ورساوه او د لنګرطناب مې ونيو اوپه ډېراحتياط پورته شوم. دواړه د پاخه عمرماڼوګان د كښتۍ په عرشه كې د شطرنج په لوبې بوخت وو او يوازې يوه كمرنګه ډيوه يې په څنګ كې بليدله، چې د عرشې د يوې څنډې تياره يې څېرله. ځان مې كښتۍ ته ورساوه او په هغه ځاى كې، چې هلته يې د ژغورلو دوه وړې بيړۍ ايښې وې او يوترپال يې ورباندې كش كړى و، پټ كړ د يوې شيبې لپاره هم بيده نشوم، خوب مې له سترګو الوتى و، وېريدم هسې نه چې له روانېدو وړاندې رسوا شم او له كښتۍ مې وغورځوي، خوكله چې سپېدې په نږدې كيدو شوې او سهارنۍ سړه هوا په چليدو شوه، خوب راباندې غلبه وكړه اوډېر ژرخوب يوړم... كله چې له خوبه پاڅيدم، ګرمۍ سخت ځورولم او په خولو لوند خېشت وم ، سترګې مې پرانيستې... لكه چې غرمه وه. نه پوهېدم، چې څوبجې دي، ګړۍ مې له كاره لوېدلې وه... كراره په اړخ شوم او د ترپال له څنډې مې د كښتۍ عرشې ته وكتل... اوه خدايا موږ د سمندر په منځ كې وو. د كښتۍ لوى لوى بادبانونه يې پرانيستي وو او نرۍ باد، چې په كې لګيده كښتۍ ته يې لاپسې ځواك باښه او كښتۍ د يوې سپكې پنډوسكې په څېر د سمندر اوبه څېرلې... يوه كښتۍ چلوونكي د كښتۍ سكان په لاسونو كلك نيولى و او له خولې يې لوګي ختل. څوتنه نور، چې معمولي بيړۍ چلوونكو ته ورته وو په غوړيو او نورو ځليدونكو تيلو يې د كښتۍ عرشه غوړوله. ښيګنه مې په دې كې وه، چې هغه ورځ هم ترهمدغه ترپال لاندې پاتې شم او د شپې له مخې ترې راووځم، ځكه كه هغه وخت يې زه ليدلى واى كيداى شي هغو كښتيو ته يې سپارلى واى، چې د ورځې له مخې يې له څنګه د تېرېدو په حال كې وې، خوكه ترشپې مې لوږه او تنده زغملي واى، هغوى هغه مدارته ننوتل، چې هلته چاهم تګ راتګ نه كاوه او هغه وخت مجبوروو، چې د سفرترپايه مې له ځانه سره وساتي... هڅه مې دا وه، چې بيده شم، خو ډېرو ږۍ او تږۍ وم. ترشپې پورې دوه درې ځلې له خوبه راوېښ شوم، خو هرځل به له نيمه ګړۍ پس بيرته بيده شوم. په اخرځل چې بيده شوم د لمرلوېدو مهال و او د تودوخې پرځاى شپينى سړه هوا لګيده. كښتۍ په هماغه ګړنديتوب مزلونه وهل او د اوبو سينه يې څېرله او مخته تله... نيمه شپه وه، چې په چيغو او نارو له خوبه راوېښ شوم. ډېرتېز باران او توپان رالوتى و او كښتۍ د يوه خاشاك په څېرد سمندر په مستو او توپاني څپو ټالونه وهل او د يوه توپ غوندې د اوبو په سرښكته او پورته تله... دغو لسوتنو عمرخوړولو كښتۍ چلوونكو هاخوا ديخوا منډې وهلي او يوه چيغه كړه:
اصلي بادبانونه راوغورځوئ...
بل يې چيغه وهله:
له كښتۍ اوبه وغورځوئ...
په چټكۍ له ترپاله راووتم. سخت او وژونكى توپان و، د ژغورولو هيله نه وه . تيارې د كارونو ترسره كول ګران كړي وو. ناڅاپه د كښتۍ ستراو اصلي بادبان ټينګونكې ستنه په خړس خړس راماته شوه او په دوه عمرخوړلو كښتۍ چلوونكو راپريوته... دواړه ورلاندې شول او څوشيبې وروسته يې ساه وركړه. زه پوهيدم، چې له دغه خونړي توپان څخه د كښتۍ ژغورل ناشونې دي، نو له همدې كبله دواړه لاسونو مې خولې ته ونيول او چيغه مې كړه:
ژغورونكې بيرۍ اوبوته وغورځوئ...
ناڅاپه يوبوډا كښتۍ چلوونكى له تيارې راووت او زما ګريوان ته يې، چې د اورښت له امله لوند خېشت و لاس واچو او په لوړغږيې وويل:
ته څوك يې؟... ته له كومه راغلى يې؟
- اوس د دې خبرو وخت نه دى. زه سهوا په دې كښتۍ كې سپورشوى يم او خوب وړى وم... بيړه كوئ ځانونه وژغورئ...
يو ترټولو بوډا سړى، چې دم ګړۍ يې دريا سالار بللى شو او هماغه شيبه رارسيدلى و وويل:
هو رښتيا وايي... د ژغورلو بيړۍ اوبوته وغورځوئ... كښتۍ له نيمايي زياته په اوبو كې ډوبه ده...
كښتۍ په چپ اړخ پريوتې وه او د سمندرياغې اوليونيو څپو ترستونې تېروله. په چټكۍ مو د ژغورولو د كښتيو په لور منډه كړه او اوبوته مو وغورځولې. پنځه تنه په يوه كښتۍ كې او څلورتنه په بله كې سپاره شوو او په بيړه مو په پارو وهلو پيل وكړ، ځكه ويرېدلو هسې نه، چې د لويې كښتۍ د ډوبيدلو په وخت كې د كښتۍ په ډوبيدونكي ګرداب كې راګيرنشو او بيړۍ مو ډوبې نشي...
ډېره تياره او ويرونكې شپه وه. باران پرله پسې په مخ شړكونه راكول او د څپو اوازونه داسې ولكه د تېرې پيرۍ له ديوالونو، چې اورېدل كېږي. ډېر ډارونكى او حيرانونكى حالت وو... موږ تريوه وخته پورې د هغو نورو ملګرو بيړۍ ليدله، خو څو لويوڅپو هغه له موږ لرې كړه او كله چې د لمر لومړنۍ وړانګې راوڅكېدې او څپانده سيند يې روښانه كړ، موږ د هغوى هېڅ درګ ونه لګاوه، نه مو خلك وموندل او نه مو د هغوى بيړۍ، خو په څنګ كې مو، د ګردونو په منځ كې، چې زموږ له سره دوه متره لوړ وو او بيخې يې پوښلې وو د يوه ټاپو نښې ليدل كيدې. بوډا كښتۍ چلوونكي په خاصي حيرانتيا وويل:
دلته ټاپو! د حيرانتيا كيسه ده... زه په وار وار له اقيانوس كبيرنه اوښتۍ يم او لوېشت لوېشت يې پېژنم او ان د جغرافيې د نقشې له مخې هم دلته د كوم ټاپو څرك نه دى ليدل شوى، ګومان كوم، چې كومې بلې نړۍ ته راغلي يو، بايد ډېراحتياط وكړو.
په كراره مو د ژغورولو بيړۍ ټاپو ته نږدې كړه او پلي شو . جالبه جزېره وه، په كبلو او بوټو تكه شنه او له بېلابېلو وڼو ډكه وه. چوپې چوپتيا په ټولې جزېرې واكمنې كوله. بوډا دريا سالار زموږ مشري كوله. موږ له ځانه سره هېڅ وسله هم نه لرله، چې د اړتيا پرمهال يې وكاروو. نه پوهيدم ولې مې داسې ګڼله، چې څو سترګې مو د وڼو له شا په څارپسې دي او موږ ته راګوري. په ډېراحتياط به د وڼو له منځه تېرېدلو. په هره اندازه چې مخته تلو، شورمارشور او ډول ډول غږونه به مو اورېدل، بوډا دريا سالار وويل:
ډېر احتياط كوئ، ټاپو استوګن دي، خو كيداى شي وحشي او يا هم د زاړه وختونو انسانان پكې مېشت وي...
خبره يې نيمه خوا پاتې شوه، ځكه له پنځوسو تنو زيات بومي بنيادمان، چې راوتې سترګې، تورپوستكي، اوږده وېښتان او حيرانونكي څېرې يې لرلې او نېزې يې په لاسونو كې وې موږ راګيركړو. هغوى خپلې نېزې د ګواښنې په دود موږ ته نيولې وې او خبرې يې نه كولې. اشاره يې دا وه، چې موږ بايد د ځنګله له پورې نرۍ لارې څخه واوړو...
د ټولو رنګونه الوتې و، ډار مو د وجود په رګ رګ كې ريښې ځغلولې وې. هماغسې چې د هغوى د تېرو او لوړو نيزو په منځ كې محاصره و له جادې واوښتو او يوه لوى ميدان ته، چې پكې له لرګيو جوړې شوې ګڼې كوډلې وې ورسېدو. يوشمېرښځې او هلكان په كارلګيا وو... له كښتۍ چلوونكونه، يوه چې له ډاره خپل كنټرول له لاسه وركړى و ناڅاپه د ځنګله په لور منډه كړه، خو لا څومتره نه و لرې شوى، چې د يوه بومي سړي نېزه يې له سينې بوټه وخته او په چيغو او فريادونو په ځمكه رانسكور شو... له هغه وروسته بوميانو زموږ لاس او پښې راوتړلې او يو يو يې په جلا كوډلو كې كوټه قلفي كړو. هماغه وخت، چې هغوى زموږ لاسونه او پښې راتړلې د قبيلې يوشمېر زياتې ښځې، نجونې او هلكان رانه چاپير وو، ځينوبه پېښې كولې، ځينوبه په لرګيو ويشتلو او نورو به راپورې خندلې... د خلكو په منځ كې مې ناڅاپه سترګې د يوې نجلۍ له تورو او وژونكو سترګو سره په ټكركې شوې... دا اټكل له تاسې يو هم نشي كولاى، چې هغه نجلۍ څومره ښايسته او څومره دلبره وه... د نورو خلاف، چې ډېر خيرن او ببرسرونه يې وو، دا نجلۍ ډېره پاكه او سپيڅلې ښكارېده. پوستكى يې د هغه نورو په څېر توراو بدرنګه نه و، بلكې د مسو او زيتونو ترمنځ يو رنګ و... وېښتان يې ږمنځ شوې او صاف وو. دغې نجلۍ په داسې انديښنه او خواشينۍ راكتل، چې ګواكې يو له خپلوانو ځينې په بند كې ويني... بالاخره زه يې هم په لرګينه كوډله كې بند كړم. نه پوهېدم، چې څه بلا به راباندې كېږي، خو دومره پوهېدم، چې دا ځل ژوندى نه شم وتلى.
شپه له نيمايي اوښتې وه، چې په خپ غږ او ښكالو راپه خود شوم. د شپوږمۍ په رڼا كې مې د چت له وچو ښاخونونه، چې د لرګينې كوډلې چت پرې پوښل شوى و، هماغه نجلۍ وليده، چې يوه اوږده چاړه يې په لاس كې ده او په خونه كې يوه لويه سوړه جوړوي او رادننه كېږي. نجلۍ چې زما له څېرې نه زما په ډار، وېرې او حيرانتيا پوهيدلې وه، په كراره وويل:
زما نوم (( بوتا)) دى... ستاسې ژبه مې له پلاره زده كړې ده... او په خبرو خبرو كې يې زما له لاسونو او پښوڅخه پړي خلاص كړل او ويې ويل:
بيړه كوه... پلارمې ليونى دى... هغه به مو سبا سهار د قربانۍ په نوم ووژني...
- اخرولې؟ موږ خو هېڅ هم نه دي كړي.
- بيا هرڅه درته وايم.
دواړه له كوډلې راووتو. يو بومى، چې هلته په ګزمه ولاړ و، موږ وليدو او رانږدې شو، خو مخكې له دې، چې خپله نېزه وكاروي په څوسوكانو مې له پښو وغورځاوه... بوتا وويل:
له دې خوا... له دېخوا راځه.
او ترلاس يې ونيولم او پرنرۍ لاره يې په ځان پسې راښكلم. د كوډلو له شا تېرشوو او يوې داسې سيمې ته ورسېدو، چې له ځمكې فقط يو متر لوړه وه. دغلته يې يوكاګلي ګورګۍ جوړكړى و او په حقيقت كې دا كاګلي كور د جزېرې ترټولو پرمختللې ودانۍ وه. بوتا وويل:
دلته تل مدام دوه تنه پيره كوي. دلته ټوپك او وسله هم شته. كه وسلې مو ترلاسه كړې، نور نو بوميان هېڅ هم راته نشي ويلاى، ځكه هغوى له ګرمو او اورنيو وسلو زيات وېرېږي او پلارمې په همدې چم پرهغوى حكومت كوي او د هغوى ټولې قيمتي ډبرې يې قبضه كړې دي.
نور نو د پوښتنې او خبرو كولو وخت نه و، زړه مې غوښتل، چې په دې اړه په ډېرڅه وپوهېږم، چې څه خبره او څه كيسه ده، خو بوتا په بيړه وويل:
زه به ساتونكوته ورغږ كړم. هغوى ما پيژني او ډېراحترام راته كوي. كله چې يو يې راووت د شا له خوا پرې حمله وكړئ او له پښويې وغورځوئ، هغه وخت به زه دوهم تن ته ورناره كړم. اوس بيړه كوه د يوې وڼې ترشا پټ شه. بوتا كوټې ته ورنږدې شوه او په بومي ژبه يې څه وويل. يو تور لوړقدۍ چواړي او د مزبوتو مټو خاوند راووت. بوتا، چې كومه چاړه راكړې وه ما په منګلوكې ټينګه نيولې وه. په خولو لوند خېشت وم، نږدې و، چې له وېرې ليونى شم. بوتا په ګوته سړي ته كوم ځاى په نښه كړاو خبرې يې ورسره كولې. بومي سړى روان شو او مخته ولاړ او له هغې وڼې، چې زه يې ترشا پټ وم راتېر شو، سمدستې يې پرې ټوپ كړ. په چپ لاس مې د هغه خوله ټينګه كړه او په بل لاس مې چاړه پكې ومنډله... بومي سړى له مقاومت پرته ومړ... دوهم تن مې هم د لومړي سړي په څېر وواژه او كوټې ته دننه شوو.
كوټه لكه څنګه چې بوتا ويلي وو له ټوپكو او ماشينګڼو ډكه وه، خو ټول پخواني، زاړه او زنګ وهلي وو. څو ماشينګڼې مې راوخيستلې او جيبونه مې له مرميو ډك كړل او بوتا ته مې وويل:
زه مې بايد ملګري وژغورم...
- ډېره ښه ده، زه مو په ځنګله كې د سمندر ترڅنګ انتظارباسم. په يوه ټوپك كې مې مرمۍ كېښودې اوله دې فكرونو سره، چې دغې وحشي نجلۍ ولې د پلارپرضد پاڅون كړى د كلي پرخوا رهي شوم. د لومړنۍ ګوډلې په څنګ كې كوم ساتونكى نه ترسترګو كيده. په بيړه ورننوتم او يو بوډا كښتۍ چلوونكى مې راخوشې كړ. هغه ته مې هم يو ټوپك په لاس كړ او دواړه د نورو په خوا رهي شوو... كله مو چې وروستى تن راخلاصولو د څوتنو بوميانو له حملې سره مخ شوو، خو موږ سمدستې پرې ډزې وكړې، څوتنه يې په ځمكه راوغورځيدل اونورو، چې ټوپكې وليدې وتښتيدل. موږ د ځنګله پرلور هغه ځاى ته، چې بوتا پكې منتظره وه لاړو. كله چې بوتا ټول په وسلو سمبال وليدل زړه يې لږ ډاډمن شو او ويې ويل:
كلونه وړاندې، هغه وخت، چې پلار مې يو زلمى ماڼو و له دغه تاپو څخه يې د تېرېدو پرمهال كښتۍ د يوه غره له څنډې سره ولګيده او ډوبه شوه، خو هغه له خپلو څو تنو ملګرو سره يوځاى شو او د ژغورنې په يوه وړه بيړۍ كې يې يوه اندازه زياته وسله بار كړه او دغې جزيرې ته راغى. هغوى چې په وسلو ښه او پوره سمبال و، ډېر ژر يې بوميان د ځان تابع كړل. هغوى په لومړي سركې دا تمه كوله، چې د بوميانو په مرسته به له وڼوڅخه كښتۍ جوړوي او له دې ځايه به پښې سپكوي، خو پلارمې په يوې بومۍ پيغلې مين شو. زما په موريې مينه راغله او د هماغې په لارښوونه يې د (( بتي)) په نوم يوه سترمعبد ته، چې بوميانو به پكې عبادت كاوه لار وكړه. په دغه معبد كې ډول ډول قيمتي ډبرې وي، زمرد او الماس پكې خورا زيات وو، ځكه بوميانو له جزيرې څخه راايستې وو... پلار مې د دومره زياتې شتمنۍ په ليدلو، د دومره زياتوالماسو په ليدلو شيطاني فكرونو پسې واخيست. هرشپه به يې خپل يو يو ملګرى واژه ترهغه، چې په جزيره كې يو سپين پوستى هم پاتې نشو. له هغه وروسته مې پلار د دغې جزيرې حاكم او كل اختياره شو او بوميانو، چې ترهغه وخته ګرمه وسله نه وه ليدلې د هغه تابع شول. پلارمې له واده وروسته له متمدنې نړۍ، له دوكو او له وژنو يې، چې د شتمنۍ د ګټلو لپاره يې خپل نږدې ملګري وژلي وو زما مورته كيسې وكړې او هغه يې له متمدنې نړۍ سره اشنا كړه او خپله يې د بوميانو په مرسته د يوې كښتۍ د جوړولو طرحه وښندله.
مورمې، چې د پلارپه لارښونو ښه هوښياره شوې وه، په دې هم پوهېدله كه چېرې دا كښتۍ جوړه شي، پلاربه مې له لاسه وركړي، نو له همدې كبله وه، چې هغې به په پټه په كښتۍ كې ورانكاري كوله. يوځل يې روغه جوړه كښتۍ، چې په اوبو كې تګ ته تياره وه وسوځوله. دوهم ځل يې، چې كښتۍ اوبوته كړه پړي يې پرې كړل او كښتۍ د سمندر په ښوينده څپو لاهو شوه.
دا خرابكارۍ هومره اوږدې شوې، ترهغه چې زه رالويه شوم. مور مې له پلاره ډېره وېرېدله. زما پلار ليونى شوى و. هغه، تمې، اوږېتوب، شتمن كيدلو او پربوميانو باندې حكومت كولو بيخې ليونى كړى و. خلك يې ځورول او هره ورځ به يې زما مور د مرګ تربريده وهله. بالاخره په دې هم وپوهيده، چې كښتۍ به هغې له منځه وړلې. يو ورځ يې حكم وكړ، چې هغه زما د سترګو په وړاندې اورته واچوي. ما په هغه ورځ هوډ وكړ، چې د موربدله مې له پلاره واخلم، ترهغه چې تاسې راغلئ... ما ستاسې راتګ په نيك فال ونيو... اوس راځئ، چې ولاړ شو د هغه وروستۍ كښتۍ تګ ته تياره ده... كښتۍ له الماسو او قيمتي ډبرو ډكه ده، خو له ماسره بايد... ژمنه وكړئ، چې مابه حتما له ځانه سره وړئ او پلاربه مې وژنئ... له ما سره ژمنه وكړئ، چې مابه خامخا وړئ. په كښتۍ كې مو د متمدنې نړۍ په لورحركت وكړ... دا يوه زما د ژوندانه له حيرانوونكو پيښوڅخه ده، كه بوتا مې له ځانه سره نه واى راوړې او اوس مې مېرمنه نه واى دا هرڅه به مې خوب ګڼل... خو اوس دا ښكلې بوتا... دا بوتا چې په ډېرشوق تايپستي زده كوي او غواړي له ماسره په داستان ليكلو كې مرسته وكړي، دا ثابتوي هغه څه چې پرما تېرشوي دي، رښتيا دي او يوه ورځ له داسې پيښو سره مخ وم. دا پيښه ځكه نادره وه، چې له هغه وروسته ډيرې كښتۍ د هغې نوم وركې جزېرې په موندنې راووتې، خو چاهم ونه موندله.