د چوب فروشۍ جامع جومات
د چوب فروشۍ جامع جومات
دا جومات په ۱۳۰۳ هجري ق كال جوړ شوى دى. وړاندې د نورالاسلام په جومات ياده او ځينې خلك يې د پخته فروشۍ په جامع جومات هم پېژني.
د جومات تعمير له تيږو، پخو خښتو، ګچ، چونې او لرګيو څخه جوړشوى او د جومات د خپلې ودانۍترڅنګ يوه جلا ګنبده هم ترسترګو كېږي، چې په حقيقت كې مدرسه وه او بيا وروسته د دارالحفاظ په نوم ونومول شوه.
دا جومات په كابل كې د وروستيو جګړو په نتيجه كې تخريب شوى و او بيړنې ترميم ته يې اړتيالرله. دمګړۍ دا جومات د تاريخي آبداتو د ساتنې د رياست په هڅو ترميم شوى او ګټې اخيستنې ته چمتو دى.
+ نوشته شده در سه شنبه یکم بهمن ۱۳۸۷ ساعت 14:24 توسط لعل اقا شيرين
|