د هغو معلوماتو له مخې چې زموږ خبریال ترلاسه کړي دي، دم ګړۍ په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدنې ډېرې ابتدايي چارې پرمخ روانې دي او یوازې هغه مېرمنې د اړتیا له مخې ورته تن ورکوي چې سرپرست نه لري.

په کندز کې د غالیو د اتحاديې مسؤل حاجي نصرالله خان وايي زحمت د دوی دی او راحت د پاکستان: (( له پاکستان څخه د د غالیو سوداګر راځي، قالینې پاکستان ته وړي او له هغه ځایه  د پاکستان په نوم صادرېږي."

په کابل کې د غاليو د اتحاديې یو تن غړی قاری حلیم خان هم همدا ګیله لري چې افغان سوداګر له نړیوالو بازارونو محروم دي:" جګړو د غاليو پرصنعت منفي اغېز كړى، دولت نه دى توانيدلى چې د صنعت كارانو له سرڅخه وريځي لرې کړي."

نوموړی غوښتنه کوي چې صنعتکارانو ته د خپلو غالیو د انتقال آسانتیا هم برابره شي: (( په دې سره به زموږ غالۍ په خپل نوم صادرې شي.))

هغه زياتوي چې بهرنيو ماركيټونو ته د نه لاسرسي له کبله يوازې په سلو كې دوه نيم فيصده غالۍ د افغاني غاليو په نوم  صادرېږي او پاتې یې د پاکستان او نورو ګاونډیانو.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د غاليو سوداګر بیګي قل وايي، غالۍ ځكه پاكستان ته لېږدوي چې نه يوازې ټول اړين امكانات په اختيار كې وركوي، بلكې افغان سوداګرو ته يوه اندازه پيسې د پيش پرداخت په ډول وركوي: (( په تېره بیا چې په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر افغان غالۍ اوبدونکو ته پاکستاني شناختي کارټونه هم ورکول شوي دي.))

حاجی سرورخان په شمال کې د غاليو يو بل سوداګر بيا وايي، افغان سوداګر د پاكستاني سوداګرو په ولكه كې دي، هغوى پيسي وركوي او دوى اړ دي چې غالۍ پاكستان ته ولېږدوي: ((دا واضحه ده چې په دغسې وخت کې افغان غالۍ د پاکستان په نوم صادرېږي.))

په شمال کې د غالۍ اوبدنې د اتحادیې مرستیال محمد قل وايي، شپږ ملیونه افغانان د غالۍ اوبدنې، پیر او پلور په چارو بوخت دي: ((یوازې څلور ملیونه یې په شمال کې دي چې له همدې لارې نفقه برابروي.))

محمد قل دا هم وایی چې په كلنۍ كچه له دوه مليونه مترمربع زياتې غالۍ په افغانستان كې اوبدل كېږي.

حاجې قنديل چې د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ كې د غالۍ اوبدلو فابريكه لري وايي، په كارخانه كې یې هرکال ۱۲۰ زره متره مربع غالۍ اوبدل كېږي، خو ګټه یې پاکستان وړي:" په متوسط ډول د افغاني غالۍ يو متر مربع په پاكستان كې ۳۰۰۰ زره كلداري ارزښت لري، پاكستاني سوداګر د همدغې غالۍ في مترمربع په ۱۵۰ ډالرو پلوري."

د همدې فابريكي يو بل تن كاركوونكى وايي چې پاكستان په كلنۍ كچه د افغاني غاليو له صادرولو ۱۳۰ مليونه ډالره ګټه كوي. په داسې حال كې چې په افغانستان دوه نيم مليونه تنه هركال دوامداره لوږه ننګوي.